Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Март
2018

Новости за 26.03.2018

په تخار کې یو تن د ځان وژنې هڅه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د تخار یو اوسیدونکي نن د هغه څه له کبله چې نوموړې دده د ملکیت غصب وباله، د تخار د ولایت د ودانۍ په وړاندې د ځان وژنې هڅه وکړه. جزییات یې په دې تصویري راپور کې وګورئ چې اکرام الله اکرام د ازادي راډیو د له اختصايي ویډیوګانو او نورو هغو چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوي، چمتو کړی دی .

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

تاشکند نن او سبا د افغانستان د سولې په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربه دی، په مصر کې نن د ولسمشرۍ انتخابات پيل شول چې درې ورځې دوام کوي او په هند کې د ښځو د خوندیتوب او پياوړتیا په هدف یو لاریون وشو چې ۷۰۰ ښځو پکې ګډون وکړ. د ازادي سټوډیو خبرونه د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.



د کابل برښنا په موقت ډول جوړه شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د برښنا شرکت کارکوونکو د کابل برښنا په موقت ډول جوړه کړه. د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي د دوشنبې په ورځ ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې د دولت مخالفو وسله‌والو تېره شپه د پلخمري ښار د کیله‌ګي په سیمه کې کابل ته د وارداتي برښنا دوه پايې په بمونو له‌منځه وړې وې چې له امله‌یې د کابل برښنا قطع شوې وه. د ده په خبره، د برښنا شرکت کارکوونکي نن سهار نږدې پنځه بجې سیمې ته ورسېدل او د ۲۰۰ مېګا واټه برښنا لاینونه‌يې په موقت ډول بېرته وتړل. هغه وايي چې د برښنا د دې پایو اساسي رغول به یوه اوونۍ وخت ونیسي. Читать дальше...

د کرکټ افغان لوبډله سبا خپل هېواد ته راستنېږي

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې سبا سې شنبه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹ نړیوال جام په غوراوي سیالیو کې له بریالي ګډونه وروسته د دغو سیالیو له جام سره هېواد ته راستنه شي. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله که څه هم د دغو سیالیو په لومړي پړاو کې ښه ونه‌ځلېده، خو د شپږو غورو لوبډلو په پړاو کې یې بیا خپل ټول سیالان مات او وتوانېده چې نړیوال جام ته لار پیدا کړي. د کرکټ ملي لوبډلې تېره ورځ د نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو په پای‌لوبه کې وېسټ انډيز ته په ماتې ورکولو سره، د دغو سیالیو اتلولي هم په خپل نوم کړه. نړیوال... Читать дальше...

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله له کمبودیا سره لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې سبا سې شنبه د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د کمبودیا په وړاندې د لوبې ډګر ته لاړه شي. د فوټبال د ملي لوبډلې لوبډلمشر فیصل شایسته نن دوشنبه په تاجکستان کې يوې خبري ناستې ته وویل چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د کمبودیا په وړاندې لوبې ته پوره چمتووالی لري او افغانانو ته به ښه زېری ولري. افغان لوبډلې د دغې سیالۍ لپاره ښه تمرینات کړي او له څو ورځو راهیسې په تاجکستان کې ده. دغه لوبه د افغانستان په وخت سبا سې شنبه درې نیمې بجې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې ترسره کېږي.



د کرکټ تر بري وروسته د افغانانو خوشحالي

Pa.azadiradio.com 

د وېسټ انډیز پر وړاندې د افغان کرکټ ملي لوبډلې بریا یو ځل بیا کابل ښار ته خوشحالي راوړه. د دغه ښار یو شمېر اوسېدونکي تېره شپه واټونو ته راوتلي وو او خوشحالۍ او نڅاګانې یې کولې. نور حال د تمیم اخګر په دغه راپور کې وګورئ.

د بغلان چارواکي: د کابل د برښنا پر الوځول شوې پایې کار روان دی

Pa.azadiradio.com 

د بغلان د برښنا رئیس، سلطان محمد عزیزي وايي چې د کابل د برښنا پر هغه پایه چې پرون یکشنبه په دوشي ولسوالۍ کې الوځول شوې، کار پیل شوی دی. په دوشي کې د برښنا پر پایه د چاودنې له امله نن دوشنبه د کابل ښار په ډېرو سیمو کې د برښنا جریان قطع شوی دی. سلطان محمد عزیزي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې پر پایه کار روان دی. د بغلان پولیسو ویلي چې تېره شپه‌یې یو مشکوک سړی نیولی چې په چشمه شیر سیمه کې یې هم د برښنا د بلې پايې د الوځولو لپاره تیاری نیولی و.  تر اوسه هېڅ وسله‌والې ډلې په بغلان کې د برښنا پر پایو د حملې مسؤلیت نه‌دی اخیستی.

د کندز ابدان دښته او د ځوانانو مېله

Pa.azadiradio.com 

دغې سیمې ته د کندز د اوسېدونکو تر څنګ د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي له خپل خپلوانو،ملګرو او کورنیو سره د مېله لپاره راځي. امنیتي مسولینو هم د دغه ولایت په مېله ځایونو کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی. په دغه ویډیويي راپور کې اجمل ارین تاسو د ابدان دښتې مېلې ته بیایي ویډیو: اجمل ارین ایډیټ: ابراهیم صافی

امریکا پر ۷ پاکستاني شرکتونو بندیزونه لګولي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالاتو حکومت پر ۷ پاکستاني شرکتونو بندیزونه لګولي دي. رویټرز خبري اژانس نن دا خبر خپور کړی دی. د رویټرز په حواله، د امریکا حکومت پر هغو شرکتونو بندیز لګولی چې د اټمي ټکنالوژۍ له تجارت سره د ارتباط له امله تر شک لاندې دي. دا اقدام به د پاکستان هڅو ته زیان ورسوي چې غواړي د هغې نړیوالې ډلې غړی شي چې په نړۍ کې د اټمي وسلو پر سوداګرۍ کنټرول لري.

جرمني: افغانستان کې به د خپلو ځواکونو شمېر زیات کړو

Pa.azadiradio.com 

د جرمني دفاع وزیرې ویلي چې په افغانستان کې به د خپلو ځواکونو شمېر زیات کړي. د بلخ د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د جرمني د دفاع وزیره اورزولا فن در لاین بلخ ته ورغلې او هلته یې د شاهین قول اردو له قوماندان سره د خپلو پوځيانو پر فعالیت خبرې کړي دي. ښاغلي رضايي وویل چې د جرمني د دفاع وزیرې ویلي چې په نېږدې وخت کې به یې اضافي پوځيان افغانستان ته واستول شي، خو دقیق وخت یا شمېر یې نه دی څرګند کړی. د جرمني دفاع وزیره په دوه ورځني سفر بلخ ته تللې ده. ... Читать дальше...


Музыкальные новости
Игорь Бутман

Бутман и Долина приняли участие в Akra Jazz Festival в Турции





Rss.plus
Сбер

Жители Смоленска с воодушевлением приняли подарок Сбера




В лесничестве Подмосковья противопожарные мероприятия выполняются с опережением

ЦСКА объявил об увольнении Федотова

Свыше 70 знаков ГТО торжественно вручили жителям в Химках

Собянин рассказал о нововведениях МЭШ




د ازبکستان په پلازمېنه کې د سولې په اړه نړیوال کنفرانس پېل شو

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې نن دوشنبه د افغانستان د سولې په اړه نړیوال کنفرانس پېل شو. په دې کنفرانس کې د افغانستان د ولسمشر په ګډون، د ملګرو ملتونو عمومي منشي، د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشره او د امریکا، روسیې، چین، سعودي عربستان او پاکستان په ګډون د ۲۰ هېوادونو استازي ګډون لري. دا غونډه سبا پای ته رسېږي او پرېکړې به یې په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان شي. د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله نن دوشنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په تاشکند کې پېل شوې غونډه خورا... Читать дальше...

د ازبکستان په پلازمېنه کې د سولې په اړه نړیوال کنفرانس پیل شو

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې نن دوشنبه د افغانستان د سولې په اړه نړیوال کنفرانس پیل شو. په دې کنفرانس کې د افغانستان د ولسمشر په ګډون، د ملګرو ملتونو عمومي منشي، د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشره او د امریکا، روسیې، چین، سعودي عربستان او پاکستان په ګډون د ۲۰ هېوادونو استازي ګډون لري. دا غونډه سبا پای ته رسېږي او پرېکړه به‌یې په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان شي. د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله نن دوشنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په تاشکند کې پېل شوې غونډه خورا... Читать дальше...

د ایران حکومت د جان بولتن په اړه پر ډونالډ ټرمپ نیوکه کړې

Pa.azadiradio.com 

د ایران حکومت د امریکا پر جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ نیوکه کړې چې جان بولتن یې د ملي امنیت په چارو کې د خپل سلاکار په توګه ګومارلی دی. جان بولتن پخوا په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر و. د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مشر علي شمخاني ویلي چې د امریکا ولسمشر خرابه پرېکړه کړې او واشنګټن د تهران د رژیم د نسکورولو په تمه دی. خو د بولتن یوه ویاند دا څرګندونې رد کړي او د ایران له لوري د "پروپاګند" برخه یې بللې دي. د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مشر علي شمخاني ویلي چې جان بولتن په ۲۰۱۷ میلادي کال کې... Читать дальше...

د مخابراتو وزارت: د انټرنټي خدمتونو په بیو کې کموالی راغلی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي، په ۹۷م لمریز کال کې یې د انټرنټي خدمتونو په بیو کې کموالی راوستی دی. د دغه وزارت سلاکار خان زمان امرخېل نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، د افغان ټیلي کام په «تري جي» انټرڼت کې ۱۰ فیصده کموالی راغلی او د کورنیو لپاره د همدغه سیستم په انټرنټ کې ۳۷،۵۰ فیصده کموالی راغلی دی. ښاغلي امرخېل وویل، د تعلیمي او تحصیلي ادارو د انټرنټي خدمتونو د بیو د ټیټوالي اندازه ۴۰ فیصده ده. د مخابراتو وزارت سلاکار دا هم وویل، دغه انټرنټي بیې د روان کال له لومړۍ نېټې نه د پلي کېدو په حال کې دي. Читать дальше...

مخابراتو وزارت: په ۱۳۹۷د انټرنیټي خدمتونو په بیو کې کموالی راغلی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي، په ۹۷م لمریز کال کې یې د انټرنیټي خدمتونو په بیو کې کموالی راوستی دی. د دغه وزارت سلاکار خان زمان امرخېل نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، د افغان ټیلي کام په «تري جي» انټرڼیت کې ۱۰ فیصده کموالی راغلی او د کورنیو لپاره د همدغه سیسټم په انټرنیټ کې ۳۷ عشاریه ۵۰ فیصده کموالی راغلی دی. ښاغلی امرخېل وویل، د تعلیمي او تحصیلي ادارو د انټرنیټي خدمتونو د بیو د ټیټوالي اندازه ۴۰ فیصده ده. د مخابراتو وزارت سلاکار دا هم وویل، دغه انټرنیټي بیې د روان کال له لومړۍ نېټې نه د پلي کېدو په حال کې دي. Читать дальше...

د کرنې او مالدارۍ وزارت: د شاتو حاصلات ۲۴ فیصده زیات شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په ۱۳۹۶ لمریز کال کې په هېواد کې د شاتو حاصلات د تېرو کلونو په نسبت ۲۴ فیصده زیات شوي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، په ۹۶م لمریز کال کې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ټول ۲۱۰۰۰ ټنه شات راټول شوي دي. ښاغلي رستمي وویل، د کرنې او مالدارۍ وزارت د مچیو د پالنې پروژه، په روان کال کې د شاتو د سکتور د پراختیا لپاره یو لړ پروګرامونه ترتیب کړي چې له پلي کېدو سره به يې د شاتو حاصلات، له دې هم زیات او کیفیت لرونکي شي. ښاغلي رستمي وویل،... Читать дальше...



Москва

Более 40 тысяч семей в Москве и области получают ежемесячные выплаты из средств материнского капитала


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Rammstein

Rammstein зажигают




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Баскетболисты из Лобни завоевали золото на турнире Moscow Open

Дмитрий Вязьмикин – тренер по индивидуальной подготовке молодежного футбола «Локо»

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей


Большой шлем

17-летний россиянин Даниил Саркисян разгромил Форбса из США на юниорском «Ролан Гаррос»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Пушинка из Космоса спасёт либо снесёт США? Научные важные данные. Проект «Святой Ленин».



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России