Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Март
2020
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11
12
13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31

Новости за 04.03.2020

ازادي ستوډیو- د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا پوځ وايي، په هلمند ولایت کې يې پر طالبانو هوايي حمله په دفاع کې کړې ده. په نړۍ کې د کورونا ویروس د قربانیانو شمېر درې زره او دوه سوه ته لوړ شو. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.

صربیا کې عمومي انتخابات اعلان شول

Pa.azadiradio.com 

د صربیا ولسمشر الکساندر وچیچ ویلي چې د اپرېل په ۲۶مه په هغه هېواد کې عمومي انتخابات وشي. الکساندر وچیچ وویل: "د صربیا درنو خلکو! د صربیا د جمهوریت له قانون سره سم، ما پرېکړه وکړه چې د پارلماني انتخاباتو نېټه اعلان کړم. انتخابات به د ۲۰۲۰ داپرېل په ۲۶مه وي." داسې اټکل کېږي چې زیات اپوزېسیون ګوندونه ښايي دا ټاکنې تحریم کړي. هغوي شکایت لري چې اداري فساد زیات دی او په هغه هېواد کې ډیموکراتیکې ازادۍ خلک نه‌لري. خو وچیچ په نننۍ وینا کې همدې مسئلې ته اشاره وکړه او ویې‌ویل چې انتخاباتي کمپاین ته... Читать дальше...



امریکا په چین کې له وحشته تښتېدلې ساري ګل ته نړیواله جایزه ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به ساري ګل سوبوتایف ته چې د چین د شین جین ولایت اوسېدونکې، خو په خټه قزاقۍ ده سږ کال د زړورو ښځو جایزه ورکړي. ساري ګل په چین کې د مسلمانانو لپاره په ځانګړي کمپ کې چې د چین حکومت‌یې د مسلکي تعلیم مرکز بولي، له وحشته قزاقستان ته وتښېتده او د مسلمانانو پر ضد یې د چین حکومت له ځپونکو اقداماتو پرده پورته کړه. ساري ګل په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له شین جینه وتښتېده او بیا یې د قزاقستان یوې محکمې ته په بیان کې وویل چې زرګونه مسلمانان چې په خټه قزاق، اویغور او د نورو توکمونو دي،... Читать дальше...

د تاجکستان ملا امامان: خلک دې د جمعې په لمانځه کې ګډون نه‌کوي

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان په جوماتونو کې ډېرو امامانو نن د مارچ ۴مه، له خپلو خلکو غوښتنه وکړه چې د جمعې د لمانځه لپاره جوماتونو ته له تګه ډډه وکړي. سره له دې چې په تاجکستان کې تر اوسه د کرونا وایروس هېڅ مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې، دا هېواد هڅې کوي چې حد اکثر تدابیر ونیسي. تاجکستان نهه میلیونه وګړي لري او له چین سره‌یې پولې ګډې دي. په تاجکستان کې د حکومت د مذهبي چارو د کمېټې ویاند افشین مقیم د ازادي راډیو تاجکي برخې ته نن وویل چې د جوماتونو یو شمېر امامانو دا پرېکړه د تاجکستان د اسلامي مرکز د سلا له مخې کړې ده. Читать дальше...

د ټرمپ او ملا برادر له خبرو ۱۲ ساعته وروسته؛ امریکا پر طالبانو هوايي حمله کړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ترمنځ د ټیلیفوني اړیکې څخه د نږدې ۱۲ ساعته تېرېدو وروسته، امریکايي ځواکونو د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې پر طالبانو دغه هوايي حمله کړې.

کرونا په چټکۍ د منځني ختیځ، اروپا او امریکا په لوري روانه ده

Pa.azadiradio.com 

په چین کې د کرونا وایروس بحران په چټکۍ د منځني ختیځ، اروپا او امریکا په خوا د خوځېدو په حال کې دی. د وایروس تازه پېښې په ایران، جنوبي کوریا، ایټالیا او جاپان کې ثبت شوې دي. د ایران حکومت پرون د مارچ ۳مه، وویل چې په هغه هېواد کې ۲۳۳۶ پېښې تأیید شوې او ۷۷ تنه له دې امله مړه شوي دي. د ایران د پارلمان ۲۳ غړي او په هغه هېواد کې د بېړنیو خدماتو د ادارې مشر هم په کرونا وایروس اخته شوي دي. د قزاقستان حکومت نن د مارچ ۴مه، وویل چې د کسپین سمندرګي دوه مهم بندرونه، کوریوک او اکتاو یې له ایران او اذربایجانه د مسافرو لپاره بند کړی دی.



فراه کې د باغونو او مارغانو لپاره زرغونه شوې ځمکه

Pa.azadiradio.com 

فراه ولایت کې قطریانو زرګونه جریبه ځمکه د باغونو او مارغانو لپاره زرغونه کړې. د قطر الغرافه مؤسسې په یاده ځمکه کې د مېوو بېلابېل باغونه جوړ کړي او د هغه مارغانو روزنه کوي چې نسل‌یې مخ په ورکېدو دی.

د ۷۷ پراختیايي پروژو هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د ۷۷ پراختیايي پروژو هوکړه‌لیکونه چې نږدې ۴۸۸ میلیونه افغانۍ ارزښت لري د دغه وزارت د پراختیايي شوراګانو او خصوصي شرکتونو سره لاسلیک کړل. د دغه وزارت ویاند رفیق جنبش نن ازادي راډيو ته وویل: "په دې پروژو کې د کارېزونو، استنادي دېوالونو، د اوبو رسونې د کانالونو، سربندونو، سولر پمپونو او کلیوالي سړکونو جوړول شامل دي." دی وايي چې له دې پروژو به نږدې دوه لکه افغانان ګټه واخلي. د افغانستان د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو په اساس یادې پروژې به په راتلونکي یو کال کې بشپړې شي.

د میدان وردګ ښاروالې د 'زړورو ښځو' نړیواله جایزه وګټله

Pa.azadiradio.com 

ظریفه غفاري د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زړورو ښځو نړیواله جایزه ګټلې ده. غفاري د میدان وردګ ښارواله ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د ظریفه غفاري نوم د هغو ۱۲ ښځو په کتار کې لومړی راغلی چې سږ کال‌یې د زړورو ښځو جایزې ګټلي. په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د لومړنۍ ښځینه ښاروالې په توګه ظریفه غفاري د ځینو زورواکو سړیو له‌خوا سخته ګواښل شوې وه، خو مبارزه‌یې وکړه او هغوی یې غلط ثابت کړل چې ویل‌یې ښځه رهبري نه‌شي کولای. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سږ کال د افغانستان په استازیتوب... Читать дальше...

د کندز چارواکي: طالبانو ۱۹ افغان عسکر وژلي

Pa.azadiradio.com 

د کندز سیمه‌ییزو چارواکو تأیید کړه چې پرون شپه طالبانو د افغان عسکرو په پوستو بریدونه کړي او هغوی ته‌یې مرګ‌ژوبله اړولې ده. د کندز د ولایتي شورا مرستیال صفي‌الله امیري چهارشنبه سهار ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو په دوو سیمو د کندز په باغ شرکت او چله مزار کې د افغان عسکرو پوستې په نښه کړي او ۱۹ تنه‌یې وژلي دي. اخوا د کندز یوې معتبره امنیتي سرچینې هم د موضوع د حساسیت په خاطر د نوم د نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته تأیید کړه چې په باغ شرکت کې د طالبانو په برید کې د ملي اردو ۱۵ سرتېري وژل شوي او ۳ نور یې ژوبل دي. Читать дальше...

د کرونا ضد واکسین څه وخت جوړېږي؟

Pa.azadiradio.com 

کرونا وايروس په ځينو هېوادونو کې له دې جملې د امريکا متحده ايالاتو کې د اول وار لپاره ځيني کسان مړه کړي او ځيني نور هېوادونه لکه چين او ايټاليا کې يې د مړو شمېر زيات کړى دى.

د روسي فعال د خسارې د جبران غوښتنه رد شوه

Pa.azadiradio.com 

د مسکو يوې محکمې پرون سې شنبه د يوه فعال د خسارې د جبران درخواست رد کړ. سرګي ابانيچيف غوښتنه کړې وه چې حکومت دې د ده د غير قانوني مجازاتو له کبله خساره ورکړي. دى تېر کال د جولاى پر ٢٧مه په يوه غير مجازه مظاهره کې د برخې اخيستو له کبله د اګسټ پر پنځمه نيول شوى و. په پلازمېنه مسکو کې د هغې مظاهرې پر مهال د ابانيچيف ترڅنګ ځيني نور فعالان هم نيول شوي وو. د روسيې دغه فعال د ٧٥٠٠ امريکايي ډالرو معادل خسارې غوښتنه کړې وه.

'ایران د غني کړیو یورانیمو زېرمه درې برابره زیاته کړې'

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ يوه څارونکې اداره وايي ايران د خپلو غني کړيو يورانيمو زېرمې تقريباً درې برابره زياتې کړې دي. ويل شوي ايران دا غني شوي يورانيم په تېرو درېيو مياشتو کې زيات کړي چې دا د ٢٠١٥م کال له اټمي تړون څخه سرغړونه ګڼل کېږي. د اټمي انرژۍ نړيوالې ادارې پرون دغه‌راز ويلي، داسې ښکاري چې ايران درې نااعلان شوې اټمي ساحې هم لري چې دغې ادارې يې په اړه له تهران څخه د توضيحاتو غوښتنه کړې ده. ايران د امنيت شورا له پنځو دايمي غړو جمع جرمني او اروپايي ټولنې سره په ٢٠١٥م کال کې اټمي موافقه لاسليک کړې وه. Читать дальше...

بلخي: له پاکستانه افغان کډوال په خپله خوښه راستنېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير وايي، له پاکستانه افغان کډوال په خپله خوښه راستنېږي او هر کال د ژمي په پاى کې دا بهير له سره پيلېږي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ يا (UNHCR) دا بهير تېره دوشنبه پيل کړ. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي پرون ازادي راډيو ته وويل: "له پاکستانه د افغان کډوالو راستنېدل داوطلبانه دي. «UNHCR» د ژمي پر مهال د راستنېدونکو د راستنېدو ملاتړ بندوي او د ژمي په پاى کې يې بېرته پيلوي." په پاکستان کې شااوخوا دوه میليونه افغان... Читать дальше...

تاجکستان، افغانستان او څلورو نورو هېوادونو ته الوتنې وځنډولې

Pa.azadiradio.com 

تاجکستان، د کرونا وايروس د مخنيوي په هدف، افغانستان او څلورو نورو هېوادونو ته خپلې الوتنې وځنډولې. د تاجکستان د ټرانسپورت وزارت پرون مازيګر په يوه اعلاميه کې وويل، د افغانستان، جنوبي کوريا، چين، ايران او ايټاليا وګړي تر اپرېل مياشتې پورې تاجکستان ته له سفر کولو منع شوي دي. تمه کېږي، تاجکستان ته د دغو پنځو هېوادونو د وګړو د تګ ممنوعيت تمديد هم شي. د کابل او دوشنبې ترمنځ په اوونۍ کې دوې الوتنې کېدلې. تر دې مخکې ازبکستان تېره دوشنبه د کرونا وايروس د خپرېدو له ډاره افغانستان ته خپلې الوتنې وځنډولې. Читать дальше...

د افغانستان په سړو سیمو کې ښايي د ځینو ښوونځیو درس پیل نه‌شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، که په هېواد کې د کرونا وايروس خطر پراخ شي، ښايي په سړو سيمو کې د ځينو ښوونځيو درسي بهير پيل نه‌شي. د دغه وزارت وياندې نوريې نزهت تېر ماښام ازادي راډيو ته وويل، دا مهال په هرات ولايت کې د خصوصي ښوونيزو مرکزونو او ښوونځيو فعاليتونه ځنډول شوي. مېرمن نزهت زیاتوي: "د امنيت شورا او د هرات محلي حکومت دا پرېکړه وکړه چې په دغه ولايت کې خصوصي ښوونځي او خصوصي کورسونه خپل فعاليت وځنډوي. ترڅو چې امنيت شورا هغوى ته بل اعلان نه‌وي کړى." په هرات ولايت کې په کرونا وايروس د يوه کس د اخته کېدو پېښه تأييد شوې ده. Читать дальше...

د افغانستان اعتراضیه یادښت؛ د قریشي څرګندونې غندو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان حکومت د طالب بنديانو په اړه د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير وروستۍ څرګندونې وغندلې. شاه محمود قريشي د پاکستان له يوه خصوصي ټلوېزيون سره په خبرو کې د افغانستان له ولسمشر څخه هيله کړې چې د خپل هېواد د ګټو په خاطر دې د امريکا او طالبانو د موافقې پر اساس، د طالبانو بنديان خوشې کړي. خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پرون سې شنبه وويل، په دې اړه‌يې په کابل کې د پاکستان سفارت ته يو اعتراضيه يادښت سپارلى دى. وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، د افغانستان د کورنيو مسايلو په اړه د شاه محمود قريشي څرګندونې په کلکه غندي. Читать дальше...

ټرمپ له ملا برادر سره ټیلیفوني خبرې ښې وبللې

Pa.azadiradio.com 

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د لومړي وار لپاره په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره ټليفوني خبرې وکړې. ډونالد ټرمپ پرون سې شنبه په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل، د ده او ملا برادر دا خبرې ښې پر مخ لاړې. ښاغلی ټرمپ وايي: "د طالبانو له مشر سره مې نن سې شنبه خبرې وکړې. ډېره ښه مکالمه مو وه. موږ موافقه کړې چې تاوتريخوالى به نه‌وي، موږ تاوتريخوالى نه‌غواړو. وبه‌ګورو چې څه پېښېږي. موږ به وګورو چې څه کېږي. په حقيقت کې د طالبانو له مشر سره مو ښې خبرې وې." په... Читать дальше...

د ډونالد ټرمپ او ملا برادر ترمنځ ټیلیفوني خبرې

Pa.azadiradio.com 

بل‌خوا په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين وايي، د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د طالبانو د سياسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره ٣٥ دقيقې ټیليفوني خبرې وکړې.



Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» легально изготавливает армии и спецслужбы. 6 серия. СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин посетил фестиваль «Москва — на волне. Рыбная неделя»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Тимати

«Ты кого здесь уму-разуму учить собрался? Берега не путай», — Киркоров получил претензию от Тимати




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Дептранс Москвы раскрыл детали инцидента на станции метро "Спортивная"

Вышел второй подкаст онлайн-лектория «Иннагрика» о возможностях аграрной генетики для молодых исследователей

МегаФон привёз спасателям и пожарным грузовик связи


Australian Open

Синнер повторил уникальное достижение Джоковича и Надаля на турнирах «Большого шлема»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Певица

Певица Валерия и Иосиф Пригожин улетели из России в Турцию



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России