'د طالبانو یوه ډله کابل ته راغلې'
د طالبانو د بندیانو خوشې کول د قطر پلازمېنه دوحه کې د دغې ډلې او امریکا ترمنځ د فبرورۍ میاشتې د ۲۹مې د هوکړې یوه برخه وه.
د طالبانو د بندیانو خوشې کول د قطر پلازمېنه دوحه کې د دغې ډلې او امریکا ترمنځ د فبرورۍ میاشتې د ۲۹مې د هوکړې یوه برخه وه.
که څه هم د بلاروس ټولو ګاونډیانو پولې تړلي او د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپارهیې سخت تدابیر نیولي، خو دې هېواد تر اوسه هېڅ اقدام نهدی کړی. په دې هېواد کې د فوټبال لوبې ترسره کېږي، ښوونځي، رستورانتونه او نور د خلکو د راټولېدو ځایونه پرانيستي دي. نور په دې وېډیو راپورکې وګورئ
چین د کرونا ویروس د نویو تأیيد شویو پېښو د زیاتېدو خبر ورکړی دی. دا وروسته له هغه چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې په دې ویروس د اخته کسانو شمېر مخ پر کمېدو راپور شوی وو. کرونا ویروس لومړی ځل په چین کې راپور شوی وو، خو د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم په چټکۍ سره خپور شو. په همدې حال کې په یو لک او ۶۴ زره امریکايان په دې ویروس اخته شوي او ۳۱۷۰ کسان مړه شوي دي. د سې شنبې په ورځ د چین د ملي روغتیا کمېسیون وویل چې په دې ورځ په چین کې ۴۸ د کرونا مثبتې پيښې ثبت شوي چې دا کسان د کمېسیون په وینا له بهره دې هېواد ته ورغلي دي. Читать дальше...
بریتانیا، فرانسې او جرمني د ځانګړي سوداګریز مېکانیزم په کارولو سره ایران ته روغتيايي توکي لېږلي. له دې اقدام سره پر ایران د امریکا له بندیزونو سرغړونه نهکېږي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ وویل چې درې هېوادونو د انټيکس له لارې ایران ته روغتیايي توکي لېږلي. انټيکس هغه مېکانیزم دی چې یو کال مخکې رامنځته شو چې له مخې یې پرته د امریکا له بندیزونو له سرغړونې، له ایران سره قانوني بشري سوداګري کېدای شي. ایراني چارواکي وايي د واشنګټن پالېسۍ او بندیزونو له کرونا ویروس سره د دې هېواد د مبارزې وړتیا ته زیان رسولی دی. Читать дальше...
په تېرو ۳ اوونیو کې چې کرونا ویروس له افغانستانه د بهرنیو پروازونو د درېدو لامل شوی، د افغانستان د هوايي چلند سکټور ۲۰ میلیونه ډالره زیان لیدلی دی. د کامایر هوايي شرکت وايي، هره اوونۍ ۲،۶ میلیونه ډالره زیان ویني.
اروپايي ټولنې له طالبانو غوښتي چې د افغانستان د سولې مذاکراتو او د تاوتریخوالي کمولو ته دې رښتونې ژمنتیا وښيي او همداراز دې د دوحې له توافق سره سم د اوربند لپاره خبرې پيل کړي. دې ټولنې همداراز د افغان سیاستوالو لهخوا د سولې لپاره د ټولشموله پلاوي هرکلی کړی دی. په کابل کې د اروپايي ټولنې مأموریت د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا د بینالافغاني خبرو او د خپلمنځي سیاسي بحران د حل پر لور یو مهم ګام دی. په اعلامیه کې له سیاسي مشرانو غوښتنه شوې چې د سولې په بهیر کې د ښځو، ځوانانو او قربانیانو د اغېزناک ګډون لپاره کار وکړي. Читать дальше...
د فراه اوسېدونکي اوس هم د ډوډۍ پخولو لپاره له پخوانیو خټینو تنورونو کار اخلي. اوسمهال په فراه کې د تنور جوړولو څه د پاسه ۲۰ کارخونې شته چې هره ورځ ۱۰۰ خټین تنورونه جوړوي. په دې اړه نور حال د حفیظالله نورزاد په وېډیويي راپور کې.
که څه هم په جلالاباد ښار کې د کرونا ویروس له وېرې پخوانۍ ګڼه ګوڼه نهترسترګو کېږي او لوی کاروبارونه درېدلي او د ښار ډېره برخهیې تړل شوې، خو ډېری خلک لا هم هره ورځ د ښار واټونو او چوکونو ته د کار روزګار د پیدا کولو او خپلې کورنۍ ته د نفقې د ګټلو لپاره د کار په تمه راوځي. دغه خلک وایي، له کومې ورځې چې ښار تړل شوی، له هغې راهیسې یې مزدوري ورکه شوې او اندېښمن دي چې که خپل ورځنی ژوند همداسې مخ پر وړاندې یوسي، نو د کرونا پر ځای بهیې اولادونه له لوږې ومري. دوی وایي، حکومت بې له دې چې د خوار او غریب... Читать дальше...
د کورونا یا د کووید -۱۹ د ناروغۍ په وړاندې د واکسین پر جوړولو او د علاج موندلو پر لاروچارو یې په ټوله نړۍ کې تحقیقات په سرعت روان دي. په دغه ویډیویي راپورکې ګورئ چې دغه تحقیقات چیرته رسیدلي او آیا ډیرژر به د دغې ناروغۍ ضد واکسین جوړ یا علاج به یې وشي.
د امریکا د مینیسوتا پوهنتون د څېړنې د برخې مرستیال مشر تیم شاکر وايي چې څېړونکي له هره اړخه د دې ناروغۍ د مخنیوي پر امکاناتو تحقیق کوي.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست یوه سرچینه ازادي راډیو سره په خبرو کې تأییدوي چې د دغه ریاست د جندر رئیسه جنرال شرمیلا فروغ مړه شوې ده. دغه سرچینې ونهغوښتل چې د موضوع د حساسیت له کبله خپل نوم واخلي، خو زیاتهیې کړه چې په دې اړه به د دغه ریاست لهخوا ډېر ژر اعلامیه خپره شي. ویل کېږي چې جنرال شرمیلا فروغ تېره ورځ د یو مقناطیسي ماین په چاودنه کې چې د دې په موټر کې ځای پر ځای شوی و سخته ټپي شوه چې ننیې ساه ورکړه. سرچینې وویل چې د پېښې د عاملینو د نیولو لپاره د دوی هڅې روانې دي، خو په ډاګهیې نهکړه چې دا د چا کار کېدلای شي.
په ختیځ کې د ملي اردو چارواکي په ننګرهار او لغمان کې د ۶ وسلهوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي. د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مسؤلان ادعا کوي چې په تېرو دوو اوونیو کې په ننګرهار او لغمان کې د وسلهوالو طالبانو له لوري د افغان ځواکونو پر پوستو ۱۰ وسلهوالې حملې شوي چې د دوی لهخوا په شا تمبول شوي دي. د یادې قول اردو ویاند هارون یوسفزي وویل، د ننګرهار په شېرزادو کې وسلهوال له افغان ځواکونو سره په نښته کې د یادې ډلې د یو قوماندان چې په منصور مشهور و، وژل شوی او پنځه ملګري یې ټپیان شوي دي. هغه زیاته کړه... Читать дальше...
د دې خپرونې په پیل کې به واورئ چې زرګري له څه وخت راپه دې خوا دود شوه؟
په دې موده کې به د اراک د درنو اوبو په رېکټر، د بوشهر په اټمي کارخانه، د تهران د څېړنې په رېکټر او نورو اټمي تأسیساتو کې څېړنه روانه وي.
د ده په خبره، یو میلیون او ۲۹ زره کسان د سېلابونو له جدي خطر او دوه نورې ډلې له لږ خطر سره مخ کېدای شي.
افغان حکومت د کرونا ویروس څخه د مخنیوي لپاره په کابل ښار کې ګرځبندیز اعلان کړی او دغه ښار تهیې له څلور دروازو د تګ لارې د موټر پر مخ تړلي.
دغه افغان مسافرین وايي، پاکستان ته د درملنې او همدا ډول د خپلو ستونزو د حل لپاره تللي، خو اوسیې ناروغان د دې پر ځای چې ښه شي، له خراب روغتیايي وضعیت سره مخ دي.
په عین حال کې په متحده ایالاتو کې چې اوس پهکې پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر له ۱۶۳ زره کسانو اوښتی، په نیویارک ایالت کې د مړو شمېر ډېر په زیاتېدو دی.
د جرمني حکومت افغانستان ته د هغو افغانانو د جبري ستنولو بهیر ځنډولی چې له غیر قانوني لارو دې هېواد ته تللي دي. د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویانده وايي چې د افغان حکومت د غوښتنې له مخې او د کرونا ویروس له وجې رامنځته شوي بحران ته په پام سرهیې د افغانانو جبري ایستل موقتاً ځنډولي دي. د جرمني خبري اژانس «DPA» د راپور له مخې له دې هېواده د ایستل شويو افغان کډوالو وروستۍ جوپه د روانې مارچ میاشتې په ۱۲مه نېټه کابل ته واستول شوه. جرمني ټول ۹۰۷ افغانان چې ټول نارینه دي، افغانستان ته ستانه کړي دي.
د ننګرهار عامې روغتیا مسؤلین وایي، د هغه ناروغ د معایناتو نتیجه منفي راغلې چې د کرونا ویروس شکمنې نښې یې درلودې او تېره ورځ په روغتون کې مړ شو. د ننګرهار د عامې روغتیا ویاند ظاهر عادل نن سې شنبه د وري په ۱۲مه ازادي راډيو ته وویل چې یاد ناروغ ۶۵ کلن وو او د شکر او زړه د ناروغۍ له املهیې ساه ورکړې. دا کس د ننګرهار اوسېدونکی وو. د ښاغلي عادل په خبره، د دغه ۶۵ کلن سړي معاینات د مارچ په ۲۸مه کابل ته لېږل شوي وو چې تېره شپه ناوختهیې پایله له دوی سره شریکه شوه. ده وویل د ناروغ سړي مړی نن د هغه کورنۍ ته وسپارل شو. Читать дальше...
د بېپولې خبريالانو اداره شک لري چې په سويډن کې شااوخوا یوه میاشت مخکې یو ورک شوی پاکستانی خبریال د دې هېواد د استخباراتي ادارې په امر تښتول شوی دی. د بلوچستان ټایمز خبري وېبپاڼې مدیر مسئول ساجد حسین د مارچ میاشتې په دوهمه نېټه د سويډن په اوپسالا ښار کې ورک شو. دا وېبپاڼه په پاکستان کې د بلوڅانو له بشري حقونو د سرغړونو راپورونه ورکوي. په سويډن کې د بېپولې خبریالانو سازمان مسؤل ایریک هالکر پرون وویل: "په اروپا کې له پاکستاني خبریالانو سره وروستیو د ځپنو او ځورونو پېښو ته په کتو موږ د ده د... Читать дальше...
د امریکا حکومت پر ایران په لګول شویو بندیزونو کې معافیت د نورو ۶۰ ورځو لپاره تمدید کړ. له دې پرېکړې سره به روسیه، چین او اروپايي هېوادونه وکولای شي چې د دې هېواد په اټمي بټیو کې د اټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي کار ته دوام ورکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو دا معافیت پرون دوشنبه تأیید کړ، خو هغه یادونه وکړه چې دا پرېکړه د ایران اټمي فعالیت محدودوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده مورګان اورتاګوس په یوه بیان کې وايي د ایران د اټمي فعالیتونو پراخېدل د منلو وړ نهدي. مېرمن اورتاګوس... Читать дальше...
د تخار ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې د غیر مسئوله وسلهوالو په نښته کې ۳ ملکیان وژل شوي دي. د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تېر ماښام د کلفګان ولسوالۍ په خان دستمال سیمه کې د دوو غیر مسؤله قوماندانانو د کسانو ترمنځ په نښته کې ۳ ملکي کسان ووژل شول. ښاغلي اسیر زیاته کړه چې دولتي ځواکونه د دغو غیر مسؤله وسلهوالو د نیولو په هدف سیمې ته لېږل شوي، خو غیر مسؤل کسان له سیمې تښتېدلي دي. ده وویل چې د کلفګان ولسوالۍ د خان دستمال سیمې اوسېدونکو د اعتراض... Читать дальше...
د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې په وسلهواله نښته کې د ملي اردو د یوه سرتېري او ۶ طالب وسلهوالو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی. ځايي چارواکي وايي چې تېره شپه وسلهوالو طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ په قولق سیمه کې د دولتي ځواکونو پر پوستو حمله وکړه چې د سهار تر درې نیمو بجو روانه وه. د دشت ارچي ولسوال نصرالدین سعدي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۱۲» ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه ۱۲ بجې د طالبانو حمله پیل شوه او په نتيجه کې يې یو د ملي اردو سرتېری ووژل شو او درې نور ټپيان شول او همداراز ۶ وسلهوال طالبان ووژل شول. Читать дальше...
د پولنډ د طبیعي ګاز اداره وايي، د روسیې د انرژۍ له دولتي شرکت ګازپروم سره د یو نیم میلیارد ډالرو په ارزښت څو کلنه دعوهیې په سویډن کې په یوه نړیواله محکمه کې ګټلې ده. د پولنډ د طبیعي ګاز د وېش دې لوی دولتي شرکت په یوه بیان کې چې پرون د مارچ په ۳۰مه نېټه خپور شو ویلي چې دا دعوهیې د ۱۹۹۶ کال د ګاز د خرڅلاو د یوې معاملې په تړاو ګټلې ده. په بیان کې راغلي چې ګازپروم له دې شرکت څخه د څو کلونو لپاره د جریمې په نوم اضافه پیسې اخیستې دي چې اوس بهیې بېرته ورکوي. په بیان کې دا یادونه هم شوې چې سویډنۍ... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости