Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Ноябрь
2021

Новости за 01.11.2021

د سپين بولدک - چمن دروازه نن سې شنبه پرانيستل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د سپين بولدک - چمن دروازه نن سې شنبه(د لړم ۱۱مه نېټه) د ټرانزیټ او د مسافرو د تګ راتګ پر مخ پرانيستل کېږي.  د کندهار د سپين بولدک د کميسارۍ مرستيال مولوي همايون همت تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل، د سپين بولدک دروازه له پاکستان سره له توافق وروسته له نن اتو بجو پرانيستل کېږي او هره ورځ  به اته ساعته پرانيستې وي.  د ښاغلي همت په وینا تر دې وروسته د سپين بولدک پر لار سوداګریز موټر او عام خلک په عادي ډول تګ راتګ کولی شي او هغه مسافر چې د افغانستان پاسپورټ او د کندهار تذکره ولري، ورته اجازه ورکول کېږي چې پر دې لاره سفر وکړي. Читать дальше...

نړۍ کې کرونا څه کم ۲ کلونو کې له ۵ میلیونو زیاتو کسانو ژوند واخیست

Pa.azadiradio.com 

په نړۍ کې د کرونا وبا له خپرېدو وروسته په څه کم دوو کلونو کې د دغه ویروس له کبله د مړو شوېو کسانو شمېر تر ۵ میلیونو واوښت.  کووېډ- ۱۹ په دې موده کې نه یوازې بې وزلو هېوادونو ته سخت ګوزار ورکړی، بلکې په شتمنو هېوادونو کې یې هم چې ښه روغتیايي سیستمونه لري، ډېر کسان مړه کړي دي.  د کرونا له کبله د مړینو نیمايي راپورونه امریکا، اروپايي اتحادیې، بریتانیا او برازیل ورکړي چې خلک یې شتمن یا د متوسط عاید خاوندان دي.  یوازې په متحدو ایالاتونو کې څه باندې ۷ لکه ۴۵ زره تنه په کرونا مړه شوي چې تر بل هر هېواد... Читать дальше...

د 'ارامکو' شرکت عاید ۳ میاشتو کې۳۰ میلیارډه او ۴۰۰ میلیونه ډالره وو

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان د تېلو شرکت په درېيو میاشتو کې ۱۵۸ سلنه ګټه کړې ده. د سعودي ارامکو شرکت وايي، د سږ کال د درېیم فصل په درېيو میاشتو کې یې ناخالص عاید ۳۰ میلیارډه او ۴۰۰ میلیونه ډالره وو، حال دا چې د تېر کال په ورته موده کې ۱۱ میلیارډه او ۸۰۰ میلیونه ډالره وو. د دې راپور له خپرېدو سره هم مهاله د ارامکو د ونډو ارزښت کابو یو فیصد لوړ شو او د دې کمپنۍ ارزښت تر دوو تریلیونه ډالرو واوښت. د سعودي عربستان دغه ستر شرکت د کرونا وبا د خپرېدو له کبله په تېرو دوو کلونو کې ډېر تاوان کړی و.



هند سره د افغان کرکټ لوبډلې سیالۍ؛ لوبډله وايي تمرینونه یې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په نړیوال شل اووره جام کې د خپلې څلورمې مسابقې لپاره پرون تمرینونه وکړل.  ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم سبا چهارشنبه(د لړم ۱۲مه نېټه) له هند سره په ابوظهبۍ کې مخامخ شي.  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي، تر دې دمه پرېکړه نه ده شوې چې د پخواني کپتان او تکړه لوبغاړي اصغر افغان په ځای به څوک په لوبډله کې شامل کړل شي.  اصغر افغان د یکشنبې په ورځ له نامیبیا سره له سیالۍ وروسته له ملي لوبډلې استعفا ورکړه.   افغانستان تراوسه پورې په تېرو درېيو مسابقو کې... Читать дальше...

نیوزیلنډ خپل یو ډپلوماټ افغانستان لپاره ځانګړی استازی وګوماره

Pa.azadiradio.com 

د نیوزیلنډ حکومت خپل یو دپلوماټ د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وګوماره.   د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو وزیرې Nanaia Mahuta نانایا ماهوتل ویاندې پرون دوشنبه (د لړم۱۰مه) وویل، په متحده عربي اماراتو کې د نیوزیلنډ سفیر ماتیو هاوکینس د افغانستان لپاره د نیوزیلنډ ځانګړی استازی ګومارل شوی او دا دنده د دې لپاره ورسپاري چې له افغانستانه د نیوزیلنډیانو او هغو افغانانو په ایستلو کې مرسته وکړي چې د نیوزیلنډ وېزې لري.  د نیوزیلنډ حکومت تر ۱۲۰۰ ډېرو افغانانو ته چې افغانستان کې یې د نیوزیلنډي ځواکونو ملاتړ کړی... Читать дальше...

د ځینو افغانانو د ایستلو په اړه له بایډنه د بشري چارو د ډلو غوښتنې

Pa.azadiradio.com 

د بشري چارو تر ۱۰۰ ډېرو ډلو د امریکا له ولسمشر جو بایډن څخه غوښتي چې افغانستان کې د هغو افغانانو د ایستلو لپاره نور اقدامات وکړي چې خطر سره مخامخ دي.  د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د نړیوالې پراختیا موسسو، بشر پالو ادارو او د کډوالو د سازمانونو مشرانو تېره اوونۍ د متحدو ایالاتونو د ملي امنیت سلاکار جېک سولیوان ته په استولي لیک کې په دې نه هیلي ښوولې چې د متحدو ایالاتونو حکومت په مجموع کې له افغانستانه د ایستل کېدونکو کسانو په اړه محدودو کسانو ته لومړیتوب ورکړی دی.  دوی د بایډن له حکومته... Читать дальше...

د سپين بولدک-چمن دروازه سبا د ترانزیټ او مسافرو پر مخ 'پرانيستل' کېږي

Pa.azadiradio.com 

د سپين بولدک-چمن دروازه سبا سې شنبه د ترانزیټ او د مسافرو د تګ راتګ پر مخ پرانيستل کېږي. د کندهار د سپين بولدک د کميسارۍ مرستيال مولوي همايون همت ازادي راډیو ته وویل، د سپين بولدک دروازه له پاکستان سره له توافق وروسته سر له سبا اتو بجو پرانيستل کېږي او هره ورځ به ۸ ساعته پرانيستې وي. همت وويل چې تر دې وروسته به د سپين بولدک پر لار سوداګریز موټر او عام خلک په عادي ډول تګ راتګ کولای شي او مسافر د کندهار پر تذکره او پاسپورټ سفر کولای شي. د طالبانو حکومت شااوخوا یوه میاشت مخکې له افغانانو سره د... Читать дальше...

له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې روسیه کې ۱،۱۵۸ کسان په کرونا مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په روسیه کې ۱،۱۵۸ کسان په 'کووېډ-۱۹' مړه شوي دي.  دا شمېرې د پرون ورځې پرتله یوازې درې کمې دي چې وروستیو کې بې‌سارې بلل شوې وې.  په دغه هېواد کې له کرونا سره د مبارزې مسؤلانو نن وویل، له پرون راهیسې څه باندې ۴۰ زره او ۴۰۰ کسان نوي په کرونا اخته شوي دي.  دا درېیمه پرله‌پسې ورځ ده چې روسیه کې په ورځني ډول په کرونا د اخته کېدونکو شمېر له ۴۰ زرو اوړي.  روسیه کې روغتیایي مسؤلان وایي، دا مهال ۹۳۲ زره کرونایي ناروغان تر درملنې لاندې دي. روسیه ۱۴۶ ملیونه وګړي لري چې تر اوسه‌یې ۸،۵ ملیونه په کرونا اخته شوي دي. Читать дальше...



پاکستان په بند محکومه شوې چکي موډله خوشې کوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، هغه چکي موډله به خوشې کړي چې د نشه‌یي توکو د قاچاق په جرم په څه باندې ۸ کاله بند محکومه شوې وه. دا اعلان وروسته تر دې وشو چې د تیریزا هلوسکوا مدافع وکیل نن وویل، استېناف محکمې د هغې د برائت حکم صادر کړی دی. ۲۵ کلنه تیریزا په ۲۰۱۸ کال کې پاکستان کې ونیول شوه او د ۲۰۱۹ کال په مارچ کې په ۸ کاله او ۸ میاشتې حبس محکومه شوه. نوموړې هغه مهال د محکمې پر پریکړه غبرګون ښودلی و او ویلي یې و چې بل چا یې بکس کې نشه یي توکي ایښي و.  د چک جمهوریت بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړې چې دا تبعه به یې لنډو ورځو کې خوشې شي.

د ځینو دولتي پوهنتونونو د محصلانو شکایت: لا هم زموږ پر مخ د پوهنتون دروازې تړلې دي

Pa.azadiradio.com 

د یو شمېر دولتي پوهنتونونو ځیني محصلان وايي، لا یې هم پر مخ د پوهنتون دروازې تړلې دي. دوی په دې اړه اندېښنه ښيي او زیاتوي، اوس‌مهال په یوه بې‌برخلیکه حالت کې دي. یو له دوی ۲۲ کلن مسعود شریفي نابینا او د کاپیسا ولایت اوسېدونکی دی. دی وايي، له ډېرو ستونزو سره سره وتوانېد د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ته بریالی شي. د ده په خبره، اوس د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دی او له ازادي راډیو سره په خبرو کې اوسنی وضعیت او د پوهنتونونو تړلي پاتې کېدل د ځوانانو لپاره له مرګ سره پرتله کوي او وایي، ټولې هیلې یې له خاورو سره خاورې شوي. Читать дальше...

د نوبل د سولې جایزې ګټونکي اوسلو کې خپلې جایزې ترلاسه کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د نوبل د سولې جایزې ګټونکي د ډسمبر په ۱۰مه په اوسلو کې خپلې جایزې ترلاسه کړي. د نوبل کمېټې نن د "نومبر په لومړۍ نېټه" دا اعلان وروسته تر دې وکړ چې په ستاکهلم کې د نوبل د نورو جایزو د ورکړې مراسم د کرونا له کبله په پرله‌پسې دوهم کال هم لغوه شول.  د نوبل د سولې جایزه سږ کال دوو خبریالانو ماریا ریسا او دمیتري موراتوف ته ورکړل شوه چې ماریا په روسیه او موراتوف په فیلیپین کې خبریال دی.  دوی ته دا جایزه د بیان ازادي لپاره د "زړورې مبارزې" په خاطر ورکړل شوې ده.

د سوداګرۍ خونه: له بانکونو د پیسو اخیستلو ستونزه لا هم نه‌ده حل شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، تر اوسه هم له بانکونو د پیسو اخیستلو ستونزه نه‌ده حل شوې. د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند نن دوشنبه (د لړم په ۱۰مه) ازاډيو ته وویل، دا چې افغان سوداګر نه‌شي کولای ډېرې پیسې له بانکونو واخلي، هېواد ته د وارداتو کچه هم ټیټه شوې ده. ښاغلی مومند وايي، سوداګر کولای شي په اوونۍ کې ۲۰ زره افغانۍ او یا ۲۰۰ ډالره له بانک څخه واخلي، له همدې امله نه‌شي کولای چې له هېواده بهر د وارداتي توکو پیسې ورکړي او توکي افغانستان ته وارد کړي. د ښاغلي مومند... Читать дальше...

د معاملاتو د لارښوونې دفترونه: افغانستان کې د املاکو بیې ټیټې شوي

Pa.azadiradio.com 

د معاملاتو د لارښوونې د دفترونو یو شمېر مالکان وايي، د طالبانو په واکمنېدو سره په افغانستان کې د املاکو بیې ټیټې شوې دي. د انلاین معاملاتو او لارښوونو مسؤل تمیم یوسف ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو واکمنېدو سره په کابل کې د کورونو د کرایې او خرڅلاو بیې ۶۰ سلنه راټيټې شوې دي. ښاغلی یوسف وايي، په تېر حکومت کې به په وزیر اکبرخان مېنه کې د یوه ښه کور میاشتنۍ کرایه ۱۳،۰۰۰ امریکايي ډالره وه، خو اوس هماغه کور په ۴۵۰ ډالره کرایه ورکول کېږي. ښاغلی یوسف وايي، د کورونو د خرڅلاو په بیو کې هم ۶۰ سلنه کموالی راغلی دی. Читать дальше...

د اقلیمي بدلون د وضعیت د کنټرول په تړاو نن سکاټلند کې کنفرانس جوړېږي 

Pa.azadiradio.com 

نن دوشنبه د سکاټلند په ګلاسکو کې د اقلیمي بدلون د وضعیت د کنټرول په تړاو د دوه اوونیو په مخه کنفرانس جوړېږي. دغه کنفرانس ته به د نړۍ د نورو مشرانو ترڅنګ د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون هم د ځمکې د ګرمایښت په اړه او له امله‌یې انسانانو ته د شته ګواښ په تړاو خبرې وکړي. جانسون چې د سکاټلند په ګلاسکو کې د دغه دوه اوونیز کنفرانس کوربه هم دی، د نړۍ له هېوادونو به وغواړي چې له خپلو پخوانیو کړیو هوکړو لا زیات نوي اقدامات ترسره کړي، څو د ځمکې د ګرمایښت درجه د سانتي ګراد په کچه ۱،۵ وساتل شي. په دې... Читать дальше...

بلېنکن: له هېواده د غني وتلو د ټول شموله حکومت د جوړولو پلان ګډوډ کړ

Pa.azadiradio.com 

طالبان د اکسټ په۱۵مه طالبان پر کابل واکمن شول او جمهوري نظام سقوط وکړ، خو ښکاري چې واک ته د طالبانو رسېدل، د دوی جګړه‌ییز قوت نه، بلکې د یوې هوکړې پایله وه. هغه هوکړه چې واک‌یې طالبانو ته لېږداوه، خو له اوسني شکل په یوه بله بڼه. تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، د افغانستان ګوښه شوي جمهور رئیس محمد اشرف غني ورسره پر هغه پلان هوکړه کړې وه چې واک به د طالبانو په مشرۍ یو ټول‌ګډونه حکومت ته سپاري. خو بلېنکن وايي، ښاغلی غني د دې هوکړې له عملي کېدو مخکې له افغانستان ووت. ښاغلي... Читать дальше...

چین له افغانستانه د ځلغوزیو ور رسېدل د کابل-پیکېنګ د همکارۍ لویه نښه وبلله

Pa.azadiradio.com 

د چین د بهرنیو چارو وزیر له افغانستانه د ۴۰ ټنو ځلغوزیو ور رسېدل، د پیکېنګ او کابل ترمنځ د همکارۍ لویه نښه بللې ده. وانګ یي نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د ځلغوزیو دا کارګو د چین پوډونګ هوایي ډګر ته ور رسېدلې ده. وانګ یي ویلي، د دې کار ګټه دواړو هېوادونو ته رسېږي او عاید یې د افغان بزګرانو جېبونو ته ځي. د طالبانو حکومت پرون خبر ورکړ چې په کام ایر الوتکه کې یې دا ځلغوزي چین ته صادر کړل. چین د افغانستان د ځلغوزیو لوی پېرېدونکی دی او نږدې دوه کاله وړاندې یې خصوصي سکټورونو دې برخه کې د ۲،۲ میلیارده ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ.

د سپینې ماڼۍ د ویاندې جن ساکي د کرونا ټسټ مثبت ختلی

Pa.azadiradio.com 

د کرونا ضد واکسین له لګولو سره سره د سپینې ماڼۍ د ویاندې جن ساکي د کرونا ټسټ مثبت ختلی دی. هغې پرون پر خپل ټویټر کې لیکلي چې د کرونا ټسټ‌یې مثبت ختلی او خفیف علایم لري. جن ساکي ویلي چې له تېرې سې شنبې له ولسمشر جو بایډن یا د سپینې ماڼۍ له کوم بل چارواکي سره په نږدې تماس کې نه‌وه. هغې له تېرې چهارشنبې ځان وروسته له هغې قرنطین کړی و چې د کورنۍ د یوه غړي د کرونا ټسټ‌یې مثبت ختلی و.

په شمالي مقدونیا کې د اپوزېسیون بریا؛ زوران زایف استعفا  وکړه

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې په شمالي مقدونیا کې اپوزېسیون پرون یکشنبه دوهم ځلي ټاکنې وګټلې، صدراعظم زوران زایف د خپلې استعفا اعلان وکړ. زایف چې د ده په مشرۍ سوسیال ډیموکرات ګوند د واکمن ائتلاف مشري کوي، پرون وویل: "زه د دغو تحولاتو مسؤلیت پر غاړه اخلم. هم د صدرات او هم د ګوند له مشرۍ استعفا کوم." د زوران زایف ائتلافي حکومت، لبرال ډیموکراتیک اساسات، دغه‌راز په اروپايي ټولنه او ناټو تړون کې د ادغام موضوع تأيید کړې ده. شمالي مقدونیا د ۲۰۲۰م کال په مارچ میاشت کې له ناټو تړون سره یوځای شو، خو په اروپايي ټولنه... Читать дальше...

د تحریک لبیک او د پاکستان حکومت ترمنځ د ۱۰ ورځني لاریون د ختمېدو هوکړه وشوه

Pa.azadiradio.com 

د تحریک لبیک پاکستان منع شوي ګوند او د پاکستان د حکومت ترمنځ د دې ګوند د ۱۰ ورځني لاریون د ختمېدو لپاره یوه موافقه وشوه. د دغه لاریون چې په تاوتریخوالي هم اوښتی، برخه‌وال له پاکستانه د فرانسې د سفیر د اخراج او د خپل رهبر سعد رضوي د خوشې کېدو غوښتنه لري. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او مذهبي مشر مفتي منیب‌الرحمن چې په دغو خبرو کې یې برخه درلوده، پرون په اسلام‌اباد کې د کنفرانس پر مهال د دې موافقې په اړه نور جزئیات ورنه‌کړل. منیب‌الرحمن وویل چې د دې موافقې مثبتې نتیجې او جزئیات به شااوخوا په یوه اوونۍ کې ملت ته روښانه شي.


Музыкальные новости
Певица

Певица Рита Дакота заявила, что лицо покрылось прыщами после совета косметолога





Rss.plus
PR time

«Сурганова и Оркестр» приглашают на Летник на Флагшток




РФ делает ставку на Баку и Ташкент избавляясь от "нахлебников"? Новая политика Москвы в Ближнем Зарубежье

Московские рестораны приглашают попробовать блюда из рыбы в рамках фестиваля «Москва — на волне. Рыбная неделя»

Горожанам подготовили особое меню на фестивале «Москва — на волне. Рыбная неделя»

Ввод в 2026 году. В Рязанском районе началось строительство трех корпусов




بلېنکن: معلومه نه‌ده چې تهران هم غواړي پر اټمي تړون خبرو ته راستون شي که نه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي امریکا، بریتانیا، جرمني او فرانسه د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون ته د ایران د بیا راګرځولو هوډ لري، خو معلومه نه‌ده چې تهران هم غواړي خبرو ته راستون شي که څنګه؟ بلېنکن دا خبره پرون د ایټالیا له پلازمېنې روم نه سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون ته په یوه مرکه کې وکړه. بلېنکن وویل: "جمهور رئیس جو بایډن له خپلو جرمني، فرانسوي، او بریتانوي سیالانو سره دلته په روم کې سره راغونډ شوي او ټول اټمي تړون ته د ایران د راستنولو هوډ لرو. دا ځکه نوې خبره ده چې موږ پخوا په دې اړه سره مخالفه... Читать дальше...

جرمني کې ۱۰ افغان پناه غوښتونکي یوې لارۍکې وموندل شول

Pa.azadiradio.com 

د جرمني پر یوه لویه لار ۱۰ افغان پناه غوښتونکي په یوه لارۍکې وموندل شول. «DPA» خبري اژانس د پولیسو په حواله راپور ورکړی چې دغه پناه غوښتونکي د المان په زاکسن انهالت ایالت کې د یوې لارۍ په شا کې موندل شوي دي. پولیسو ویلي د لارۍ چلوونکي چې د رومانیا دی، پولیسو ته زنګ وهلی او ویلي یې دي چې د لارۍ له شا یې غږونه اورېدلي دي. په لارۍ کې د ۱۴ او ۲۰ کلونو ترمنځ ۱۰ افغان کډوال سپاره وو چې د دوی په خبره د یوه قاچاقبر په مرسته ځای پر ځای شوي وو. دغو پناه غوښتونکو ویلي چې دوی د هنګري، سلواکیا او چک جمهوریت له لارې جرمني ته رسېدلي دي. Читать дальше...

طالبانو په کابل کې ۷ کسان د وسله‌والو غلاوو په تور نیولي 

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو امنیتي چارواکو ویلي چې په کابل کې یې اووه کسان د وسله‌والو غلاوو په تور نیولي دي. د طالبانو د حکومت د استخباراتو ریاست خبر ورکړی چې د دوی غړو د کابل د نهمې حوزې په پکتیا کوټ سیمه کې د غلو دوه ډلې له وسلو او موټرو سره نیولي. د خبر له مخې دغو کسانو د خلکو له کورونو په زور موټر او نور قیمتي شیان وړل. اخوا باختر اژانس خبر ورکړی چې د ښار په ۱۱مه حوزه کې هم درې کسان د غلا په تور نیول شوي دي.

سهيل شاهین: ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د طالبانو قانوني حق دی

Pa.azadiradio.com 

سهیل شاهین چې د طالبانو د حکومت له‌خوا ملګرو ملتونو ته د دایمي استازي په توګه کاندید شوی ویلي چې په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ د قانون له مخې د طالبانو حق ده. هغه پرون مازیګر په خپل ټویټر لیکلي: "طالبان د افغانستان په ټولو سرحدونو باندې کنټرول لري او د خلکو له ملاتړ هم برخه‌من دی، دا د یوه دولت د رسميت پېژندلو لپاره دوه اړین مسایل دي." طالبانو د سپټمبر په ۲۰مه د ملګرو ملتونو تر عمومي اسامبلې یوه ورځ مخکې د دغه سازمان عمومي منشي انتونیو ګوترش ته لیک واستاوه او په‌کې یې سهیل شاهین د افغانستان د استازي په توګه ورمعرفي کړ. Читать дальше...

روغتیا سازمان: د اګسټ له ۳۱مې ۲۲۹ مټریک ټنه طبي توکي افغانستان ته لېږل شوي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د اګسټ له ۳۱مې نېټې راهیسې یې ۲۲۹ مټریک ټنه طبي توکي افغانستان ته استولي دي. د روغتیا نړیوال سازمان پرون په خپل ټویټر ولیکل چې دغه طبي توکي د ۱۲ الوتنو له لارې افغانستان ته رسېدلي دي. د دغه سازمان په وینا، افغانستان ته وارد شوي روغتیايي توکي کولای شي د دوه ملیونو او اووه لکو خلکو عاجلې روغتیايي اړتیاوې پوره کړي. د روغتیا نړیوال سازمان «WHO» وايي چې په راتلونکو اوونیو کې به افغانستان ته نور روغتیايي توکي هم ورسېږي. د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف... Читать дальше...

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم غړي اصغر افغان استعفا ګڼ غبرګونونه پارولي

Pa.azadiradio.com 

د ابوظبي د کرکټ ستډیوم کې ګلبدین نایب خپل هم‌ټیمی او پخوانی کپټان په اوږو جګ کړ او نورو ځوانو لوبغاړو یې بدرګه وکړه. دا په کرکټ کې د اصغر افغان وروستۍ شېبې وې ځکه استعفا یې کړې او نور نه‌غواړي نړیوال کرکټ وکړي. په ژړغوني غږ یې له مینه‌والو وغوښتل چې د افغان لوبغاړو ملاتړ وکړي. په یوه کنفرانس کې یې هم د خپلې استعفا دلیل دا راووړ چې غواړي نورو ځوانانو ته لار هوار کړي. اصغر وویل: "ډېرو زیاتو مینه‌والو او ملګرو لپاره ټکان ورکوونکی خبر وو چې زه استعفا ورکوم. ځکه ما دا خبره هېچا ته نه‌کوله او نه مې غوښتل. Читать дальше...



Москва

В Подмосковье сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого в краже товаров из магазина


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Юрий Башмет

С 31 мая по 7 июня 2024 в Самаре пройдет детская академия Башмета




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

ЦСКА разорвал дистанцию // Армейцы увеличили преимущество в финальной серии Единой лиги ВТБ

Сделано в СССР. Первое историческое ралли в Москве стартует 2 июня

ТАСС: Паралимпийский комитет России провел урок и мастер-классы для участников СВО


Ролан Гаррос

Медведев пошутил о том, что часто проводит ночные матчи на турнирах «Большого шлема»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Три из пяти участков новой трассы на юго-западе Москвы завершены — Собянин



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России