Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Ноябрь
2021

Новости за 25.11.2021

د سره صلیب کمېټه: د شتمنیو کنګل کېدل میلیونونه عام افغانان اغېزمن کړي

Pa.azadiradio.com 

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د افغانستان د میلیارډونو ډالرو په ارزښت د شتمنیو د کنګل کېدو هدف د هغو چارواکو مجازاتول وو چې پر قدرت دي، خو د دې پرځای یې په افغانستان کې په میلیونونو افغانان چې د بقا لپاره اساسي خدماتو ته اړتیا لري، اغېزمن کړي دي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، دا خبره د دې ادارې د عملیاتي چارو مشر، ډامنیک سټیلهارټ افغانستان ته تر سفر وروسته کړې ده. د اګسټ میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د افغانستان نهه نیم میلیارده ډالره... Читать дальше...

جرمني: اروپايي ټولنه دې پر روسیې بندیزونو ته چمتووالی ولري

Pa.azadiradio.com 

د جرمني صدراعظمه وايي، که د اوکراین یا هم د بېلاروس او پولنډ پر پوله وضعیت لا کړکېچن شي، اروپايي ټولنه دې پر روسیې بندیزونو ته چمتووالی ولري. انګېلا مېرکل چې کاري دوره یې په ختمېدو ده، پرون پنجشنبه(د لېندۍ ۴مه) دا څرګندونې وکړې. اروپايي او امریکايي چارواکو پر مسکو تور لګولی چې د بېلاروس د هغه کمپاین ملاتړ یې کړی چې د اروپايي ټولنې پر سرحد د پناه غوښتونکو په دېره کولو سره 'څو اړخیز' بحران ته لمن وهي. دغو چارواکو په عین حال کې د اوکراین په ختیځ کې د روسي پوځیانو د ځای پر ځای کېدو په اړه هم خبرداری ورکړی دی. Читать дальше...

اروپايي ټولنې ماشومانو ته د فایزر-بایوانټیک واکسین ورکول تصویب کړل

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې د درملو د تنظیم ادارې پرون پنجشنبه (د لېندۍ ۴مه) هغو ماشومانو ته چې له ۵ تر ۱۱ کلونو عمرونه لري د فایزر-بایوانټیک واکسین ورکول تصویب کړل. له دې سره وړو ماشومانو ته هم زمینه برابره شوه چې د کرونا ضد واکسینونه ولګوي. په اروپا کې په وروستیو کې د نړۍ تر بل هر وخت د کرونا ویروس مثبتې پېښې زیاتې شوې دي. ماشومانو ته به هغه واکسینونه چې د ډوز اندازه یې کمه ده، د ډسمبر پر شلمه برابر شي. تردې مخکې له ۱۲ کلنۍ څخه تر ۱۷ کلنۍ پورې ماشومانو ته د کرونا ضد واکسین لګول تصویب شوي وو.



افغان ژباړونکو ته د ویزې پر نه‌ورکولو د اسټرالیا پارلمان ځینو غړو نیوکې

Pa.azadiradio.com 

د اسټرالیا د پارلمان ځینو غړو په خپل حکومت تُندې نیوکې کړي چې د اسټرالیايي ځواکونو افغان ژباړونکو ته‌یې ویزې نه‌دي ورکړي.  د اسټرالیا د پارلمان غړي جولیان هیل نن د پارلمان یوې غونډې ته په دې تړاو وویل: "موږ سخت حیرانه شوو (شاک شوو) چې پوه شو ان له دې درې زره ژمنه شویو ویزو لبرال حکومت هېڅ یوه هم نه‌ده پروسس کړې." ښاغلي جولیان وویل چې د حکومت دې بې‌غورۍ ټول په تېره افغان اسټرالیایان او د اسټرالیايي ځواکونو افغان همکاران او ژباړونکي خواشیني کړي دي. د اسټرالیا حکومت تر اوسه په دې تړاو څه غبرګون... Читать дальше...

کابل کې یو‌ شمېر افغان هزاره‌ګانو د طالبانو حکومت ملاتړ اعلان کړ

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې اکثره افغان هزاره‌ګانو په وار وار پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو مخکې او وروسته د خپل ژوند د امنیت په اړه اندېښنې ښودلي، خو یو شمېر شیعه هزاره‌ګانو نن په کابل کې د طالبانو د حکومت په ملاتړ سره راغونډ شوي وو. دا غونډه چې د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لیندۍ ۰۴» د کابل په دشت برچي سیمه کې چېرې چې ډېری هزاره وګړي ژوند کوي جوړه شوې وه، د پوهنتون استاد جعفر مهدوي چې ځان د هزاره‌ګانو یو استازی بولي وویل چې دوی د طالبانو له راتګ هرکلی کوي او ورته خوښ دي. جعفر مهدوي وایي د تېر حکومت... Читать дальше...

په کابل ښار کې چاودنه وشوه

Pa.azadiradio.com 

نن مازدیګر شااوخوا ۴:۳۰ بجې په کابل ښار کې چاودنه وشوه. د طالبانو د ویاند مرستیال احمدلله وثیق ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د کابل په کارتې پروان سیمه کې په یوه موټر کې د مقناطیسي ماین له امله شوې ده. د ښاغلي وثیق په خبره په دې چاودنه کې چاته مرګ‌ژوبله نه‌ده اوښتې.  بل‌خوا د سې شنبې په ورځ هم د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې یوه رېنجر موټر کې زوروره چاودنه وشوه چې له امله‌یې دوه طالبان او درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

تخار کې د هاوان سرګلولې چاودنې ۴ ماشومان ووژل او یو بل ټپي دی

Pa.azadiradio.com 

په تخار کې د هاوان سرګلولې د چاودنې له امله ۴ ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي دی. د تخار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس انصارالله انصار نن ازادي راډيو ته وویل چې چاودنه مازیګر مهال تالقان ښار اړوند د ګولايي باغ په سیمه کې شوې. ښاغلی انصار زیاتوي: "نن د تالقانو ښار ګولايي باغ کې یوه ناچاوده سرګلوله په ماشومانو باندې چې لوبې یې ورسره کولې چاودلې ده. څلور تنه دا ماشومان شهیدان شوي او یو یې ټپي دی."   ښاغلي انصار د وژل شویو ماشومانو عمرونه د اووه او ۱۰ کلونو ترمنځ یاد کړل.

د ژغورنې نړیواله کمېټه: ۳،۱ ملیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ شدید ګواښ سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

د ژغورنې نړیواله کمېټه (IRC) وایي چې ۳،۱ ملیون ماشومان په افغانستان کې د خوارځواکۍ له شدید ګواښ سره مخ دي. د دغې کمېټې مشر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، "نږدې ټول هغه افغانان چې په دې وروستیو اوونیو کې د «IRC» کلینیکونو ته ځي، هغه ښځې دي چې خپل خوارځواکه ماشومان د بېړنیو روغتیایي پالنو لپاره راوړي". دغې کمېټې د نړیوالو مرستو ځنډول، د افغانستان د زېرمو کنګلول او د کورنیو بې‌ځایه شویو د کچې زیاتېدل د دغه هېواد د اقتصادي کړکېچ لاملونه بولي او خبرداری ورکوي چې که بېړني اقدامات ونه‌شي په دغه هېواد کې به انساني ناورین رامنځته شي. Читать дальше...



کابل کې یو شمېر مېرمنو د یو لاریون پر مهال د کار او زده‌کړو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د نومبر ۲۵مه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ، خو په دې ورځ په کابل کې یوه ډله مېرمنې راوتلي او د له طالبانو د کار او زده‌کړو د حق غوښتنه کوي. د دغه مېرمنو شمېر چې نږدې ۲۰ تنو ته رسېدې او ټولې يې د ښځو چارو وزارت پخوانۍ کارکوونکې وې، وايي په تېرو ۲۰ کلونو کې يې مبارزه کړې او د خپلو اولادونو د نفقې ګټونکې وې. دوی ویل پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته‌يې د زده‌کړو او کار پر حقونو محدودیتونه لګېدلي دي او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته پام وکړي. Читать дальше...

سیمه ییز کارکوونکي: روغو خلکو ته د نشه يي توکو پوهاوی، ټولنه له نشو ساتي

Pa.azadiradio.com 

په جوزجان ولایت کې د معتادینو د درملنې پنځوس بستريز روغتون ساحوي کار کوونکي سهار وختي په هغو معتادینو پسې راوځي چې په سړه هوا کې د واټونو پر غاړه پراته وي او له کړاوونو ډکه شپه يې سبا کړې وي.   ډېری معتادینو ته له لومړیو وختونو څخه بيا تر اوسه پورې د نشې پرېښودو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ويل شوي او کورنیو يې هم د درملنې په برخه کې خپل مسووليت پوره نه دی ادا کړی.   د جوزجان ولايت د معتادینو د درملنې پنځوس بستريز روغتون يو ټولنيز کار کوونکی عزت الله مايار وايي، دوی له همدې امله هم معتادینو او... Читать дальше...

روسیه: سایبریا کې چاودنې یو تن وژلی او ۴۳ تنه یې ژوبل کړي

Pa.azadiradio.com 

روسي چارواکي وايي، د سایبریا په کمروو سیمه کې د ډبرو سکرو یوه کان ته څېرمه یوې چاودنې لږ تر لږه یو کس وژلی او لږ تر لږه ۴۳ نور یې ټپیان کړي دي.  د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت نن (د نومبر په ۲۵ مه) وویل چې د نورو ۴۹ کان کیندونکو برخلیک لاهم معلوم نه دی، ځکه چې د کوزباس په سیمه کې له کانه په سلګونو کسان ایستل شوي دي.  ځايي ژغورونکو ډلو د پنځو تنو روغتیايي حالت نازک بللی دی.   SDS-Ugol چې د روسیې د ډبرو سکرو یو له سترو شرکتونو څخه دی، ویلي چې لږ تر لږه ۲۸۷ کسان سهار وختي په کان کې دننه وو.  ... Читать дальше...

نن د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ ده

Pa.azadiradio.com 

نن د نوومبر پنځه ویشتمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ ده.  د دې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما ویلي چې دا هېواد د نړۍ په کچه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو لوړه کچه لري.  یوناما په دې تړاو اعلامیه کې زیاته کړې چې په هرو لسو افغان مېرمنو کې نهه يې د خپل نږدې شخص له خوا له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي.  د یوناما مشرې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دېبرا لاینز له قوله لیکل شوي: "د تاوتریخوالي مخه باید ونیول شي، موږ باید... Читать дальше...

د ژغورنې کمېټه: افغانستان کې څه باندې۳ میلیونه ماشومان خوارځواکه دي 

Pa.azadiradio.com 

د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، په افغانستان کې  درې میلیونه او یو لک ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.  دې کمیټې په یوه بیان کې ویلي: "تقریباً ټول هغه افغانان چې په وروستیو اونیو کې د IRC کلینیکونو ته راغلي ښځې دي چې خپل خوارځواکي ماشومان یې عاجلې څانګې ته وړي دي."  دغې کمېټې د نړیوالو مرستو بندېدل، د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل او د کورنیو بې‌ځایه شویو ډېرېدل د دغه هېواد د کړکېچ لوی لاملونه وبلل او خبرداری یې ورکړ چې که ژر تر ژره اقدام ونه‌شي، په افغانستان کې به بشري ناورین رامنځته شي.  ... Читать дальше...

طالبان: پر سي فارم جرمني کمپنۍ د بنګو د بوټو د پلور موافقه شوې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي، پر سي فارم C-Pharm  اسټرالیايي کمپنۍ نه بلکې C-Pharm جرمني کمپنۍ باندې د بنګو د بوټو د پلور موافقه شوې.  د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي دا سپیناوی نن په خپل ټوېتر وروسته له هغه ورکړ چې سي فارم په نوم یوې اسټرالیايي کمپنۍ رد کړه چې دوی دې له طالبانو سره د چرسو د کاروبار کومه موافقه کړې وي. سعید خوستي زیاته کړې چې سي فارم جرمني کمپنۍ په افغانستان کې د چرسو بوټي کري او چرسو ته تر رسېدو مخکې یې باسي. مخکې هم د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې تمه ده... Читать дальше...

بزګران وايي تاریاک زېرمه کوي ځکه بیه یې لوړه شوې ده

Pa.azadiradio.com 

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره سم، د نورو قوانينو په څېر له نشه يي موادو سره د مبارزې قانون هم ځنډېدلی او د طالبانو حکومت هم د کوکنارو د کښت په اړه هېڅ حکم او اعلاميه نه ده ورکړې.    که څه هم بزګران اندېښنه لري چې کېدای شي د طالبانو حکومت د کوکنارو کښت منع کړي، خو تر اوسه د طالبانو حکومت د کوکنارو د نه کرلو په اړه هېڅ رسمي اعلاميه نه ده خپره کړې. نصرالله چې په کندهار کې د تارياکو کاروبار کوي وايي، خلکو د کوکنارو د کښت منع کولو او بازار کې د تارياکو د کمښت له وېرې تارياک زېرمه کړي دي او... Читать дальше...

د یوې تاجرې افغانې سل ورځې " فکر کوم هیڅ یم"

Pa.azadiradio.com 

فرشته موحد افغان تاجره ده چې د طالبانو د واکمنۍ په سل ورځو کې یې خپل تجارت په بشپړه توګه له لاسه ورکړی. هغې د یو لوژیستکي شرکت او د جامو د ډیزاین او پلور د یو بنسټ سربېره د انځورګرۍ یو مرکز هم درلود چې لسګونه ښځو په کې کار کوه. په دې راپور کې فرشته موحد د طالبانو تر واک لاندې د خپل سل ورځني ژوند په اړه وايي

یوناما: په لسو افغان مېرمنو کې ۹ يې له تاوتریخوالي سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما وايي چې دې هېواد کې د ښځو د کارکولو پر حق او د تګ راتګ پر ازادیو د محدودیتونو له امله تاوتریخوالی زیات شوی دی. په اعلامیه کې راغلي، په داسې حال کې چې خدماتو ته اړتیا ډېره شوې، د تاوتریخوالي قربانیانو لپاره اړینو خدماتو ته لاس رسی خورا اغېزمن شوی دی. د یوناما په اعلامیه کې افغانستان  د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لوړې کچې هېواد یاد شوی او په کې راغلي دي چې په هرو لسو افغان مېرمنو کې نهه يې د خپل نږدې شخص له خوا له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي. Читать дальше...

پاکستان هند ته اجازه ورکړه چې غنم او درمل افغانستان ته ولېږدوي

Pa.azadiradio.com 

پاکستان هند ته اجازه ورکړه چې له افغانستان سره مرسته شوی ۵۰ زره ټنه غنم او درمل د دغه هیواد د واګې بندر له لارې افغانستان ته انتقال کړي.   د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي د واګې بندر له لارې د دغو مرستو د انتقال جواز تېره ورځ د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې د هند شارژدافیر ته وسپارل شو.   د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د اسلام اباد دغه پرېکړه د "بشر دوستانه استثنایي اقدام" په توګه یاده کړې، ځکه وړاندې له دې پر هندي سوداګریزو توکو بار هېڅ لارۍ له واګې بندر څخه د تیرېدو اجازه نه درلوده. Читать дальше...

د سوداګرۍ خونه: د افغانستان د صادراتو کچه ۹۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي

Pa.azadiradio.com 

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، په روان میلادي کال کې د افغانستان د صادراتو کچه ۹۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسېږي.   د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مهمند نن ازادي راډیو ته وویل، تېرکال افغانستان ۷۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات درلودل، خو سږکال دا کچه ۹۰۰ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې او تر ټولو ډېر صادرات په تېرو درېیو میاشتو کې شوي دي.   ښاغلي مهمند د سپین بولدک د لارې بندیدو خبره ردوي او وایي چې د سپین بولدک سربېره اوس د تورخم، ډڼډپټان، غلام خان او نورو بندرونو له لارې هم د صادراتو په وړاندې کوم خنډ نشته. Читать дальше...


Музыкальные новости
Михаил Кутушов

Компания ICDMC приняла участие в торжественном открытии выставки “Тульское качество”





Rss.plus
#123ru.net

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге об инвестировании в отечественные цифровые технологии




Незаконно получить водительские права массово предлагают россиянам мошенники

COMvex 2024: российское машиностроение заменяется китайским

Горожанам подготовили особое меню на фестивале «Москва — на волне. Рыбная неделя»

Новую рентген-операционную для сложных случаев открыли в Люберецкой больнице




امریکا کې پولیسو د وژل شوي افغان اجمل اماني ویډیو خپره کړه

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې پولیسو د هغې پېښې ویډیو خپره کړې چې یو پولیس افسر په هغه کس باندې ډزې کوي چې یوه اوږده چاړه یې په لاس کې ده.  دا ویډیو د نوومبر د نولسمې پېښې ده چې د سان فرانسېسکو په یوه سیمه کې ثبت شوې.  د سان فرانسېسکو د پولیسو مشر بېل سکاټ ویلي چې وژل شوی کس ۴۱ کلن افغان اجمل اماني و چې په خېټه او پښه په مرمیو لګېدلی او په روغتون کې یې ساه ورکړې.  هغه د پولیسو له خوا په دې پېښه کې د زور د کارولو له امله د اجمل اماني له کورنۍ سره خواخوږي ښودلې ده.

د ۱۱م ټولګي زده کوونکې صدف: د ژوند هیلې مې په سیند لاهو شوې

Pa.azadiradio.com 

صدف د غزني ښار اوسېدونکې او د یوولسم ټولګي زده کوونکې ده، نوموړې وايي، کله چې د دوی پر وړاندې د ښوونځیو دروازې بندې شوې، نو له هغه وروسته خپل راتلونکې ته ډېره اندېښمنه ده. دا زیاتوي، فکر یې نه کاوه چې طالبان به دوی ته د تعلیم کولو اجازه نه ورکوي. اغلې صدف له طالبانو غواړي چې د نجونو د ښوونځي پرانیزي. ازادي راډیو له اغلې صدف سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې د ښوونځیو تړل کېدو وروسته څه احساس لري؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې تړونۍ کېکاږئ:

امریکا کې د 'مننې ورځې' په پار رخصتۍ کې په کرونا ډېر خلک اخته دي

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې د کرونا مثبتې پېښې داسې مهال زیاتې شوي چې لسګونه میلیونه امریکایان د "مننې ورځې" په رخصتۍ له کورنیو او ملګرو سره ټولېږي. د امریکا د ټرانسپورټ ادارې اټکل کړی چې د نوومبر د ۲۵مې ورځې په دې رخصتۍ کې به پنځوس میلیونه امریکایان یوازې موټرو کې سفرونه وکړي او د هوایي سفرونو مسافر به هم زیات وي. د شمېرو له مخې اوس هره ورځ متحده ایالاتونو کې د کرونا شااوخوا یو لک پېښې ثبتیږي. د تېرو ۷ ورځو شمېرې ښيي چې په اوسط ډول هره ورځ ۱۴ سوه امریکایان په کرونا مري. د امریکا په روغتونونو کې د خلکو... Читать дальше...

هنګري: سږکال پر پولو د یو لک غیرقانوني کډوالو مخه نیول شوې

Pa.azadiradio.com 

د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان وايي، سږکال د دغه هېواد په پولو کې د څه باندې یو لک غیرقانوني کډوالو چې د بالکان له هېوادونو څخه ورغلي، مخه نیول شوې ده.  ویل کېږي چې ډېری افغانان هم له همدې لارې هنګري او بیا د لوېدیځې اروپا هېوادونو ته پناه وړي.  اوربان په یوه ویدیويي پیغام کې وویل: "اروپايي اتحادیه د اوس په شان هېڅکله تر دومره فشار لاندې نه وه. تل له هرې ممکنې خوا 'اروپا ته' مهاجرتونه وو، خو هېڅکله په یو وخت له درېيو خواوو نه دي شوي."  د هنګري صدراعظم همدا راز وویل، د ورځې له ۳۰ زره تر ۳۵ زره... Читать дальше...

کام ایر: راتلونکې میاشت به له کابله دوبۍ ته ورځنۍ الوتنې پیل کړو

Pa.azadiradio.com 

کام ایر خصوصي هوايي شرکت وايي چې له راتلونکې میاشتې له کابل څخه دوبۍ ته ورځنۍ الوتنې پیلوي. دې شرکت پرون چهارشنبه وویل چې د ډسمبر له لومړۍ نېټې به هره ورځ له کابل څخه د متحده عربي اماراتو دوبۍ او له هغه ځایه کابل ته یوه الوتنه ولري. د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د الوتکو د تګ راتګ د ځنډېدو له کبله په ځانګړي ډول هغه افغانان له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوي چې په عربي هېوادونو کې یې کار کاوه.

نن ۱۰ نورو ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش لړۍ پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې سر له نننه په لسو نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټ ورکړه پیل شي. د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په ټول افغانستان کې د پاسپورټ او تذکرو دفترونه وتړل شول، خو وروسته یې یوازې په کابل کې د پاسپورټ دفتر پرانېست. له دې کبله هغه خلک چې غواړي له افغانستانه ووځي، له ډېرو کړاوونو سره مخامخ شول. د کورنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې سر له نن پنجشنبې څخه به د پروان، کاپیسا، لوګر، میدان وردک، غزني، دایکنډي، فاریاب، نورستان، غور او بدخشان په ولایتونو کې د پاسپورټ وېش پیل شي.



Москва

На Мальдивы – без лишних трат


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: В июне в Москве пройдет цикл мероприятий для собак и их владельцев



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Александр Розенбаум

Пугачева, слова об СВО, суд из-за пива: как живет певец Александр Розенбаум




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

При поддержке MR Group прошел полумарафон «ЗаБег.РФ»

Бойцовская лига «Наше Дело» представит спортивную зону на Дне России

Сделано в СССР. Первое историческое ралли в Москве стартует 2 июня


WTA

Надежда Петрова высказалась о перспективах Арины Соболенко снова возглавить рейтинг WTA



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Свыше 2,2 тыс. случаев заболевания коронавирусом выявили в Москве за неделю



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России