افغان عکاس او خبریال مسعود حسیني د بیان ازادۍ د 'ویلیام روډلف هیرسټ' جایزه وګټله
افغان عکاس او خبریال مسعود حسیني چې اوس هالنډ کې اوسېږي، د بیان ازادۍ په برخه کې د کالفورنیا سن خوزه پوهنتون د "ویلیام روډلف هیرسټ" جایزه وګتله. دا جایزه یو ایوارډ او څه اندازه پیسې دي چې هر کال د دې پوهنتون د رسنیو او اړیکو څانګې لهخوا هغو خبریالانو ته ورکول کېږي چې زړهور کار یې کړی وي. مسعود حسیني ازادي راډیو ته وویل، دا جایزهیې وروستیو کې د افغانستان د جګړې په اړه د خبر جوړونې او عکاسۍ له امله ګټلې ده. دی زیاتوي: "ما سږ کال د افغانستان د وروستیو جګړو او د طالبانو لهخوا د نظام د سقوط په اړه د خبري پوښښ په نتیجه کې دا جایزه وګټله. Читать дальше...