فاریاب کې نن د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې
په فاریاب ولایت کې د وزلوبې سیالۍ نن پنجشنبه (د لېندۍ ۱۱مه) پای ته ورسېدې. دغه سیالۍ چې د چهارشنبې په ورځ د میمنې ښار، قیصار، غورماچ او چهلګزي ولسوالیو د چاپندازانو ترمنځ پیل شوې وې، دوه ورځې یې دوام وکړ. د بدني روزنې ریاست د نشراتو رییس داد محمد ناوک ازادي راډیو ته وویل، یادې سیالۍ د فاریاب ولایت د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل او ترسره شوې.