ملګرو ملتونو خوست کې له څه باندې ۸،۰۰۰ وزیرستاني کډوالو سره مرستې پیل کړې
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ نن په خوست کې له څه باندې ۸،۰۰۰ وزیرستاني کډوالو سره د مرستې لړۍ پیل کړه. دغه کډوال په ګلان کمپ کې اوسي. تمه ده د کډوالو د عالي کمېشنرۍ لهخوا ورته د هرې کورنۍ لپاره ۳۴۵ ډالره مرسته وشي. دا مرستې یادو کورنیو ته د خوراکي موادو د اخیستلو په هدف شوي. په خوست کې طالب چارواکي له یادو مرستو خوښي څرګندوي او له نورو نړیوالو بنسټونو هم غواړي چې وزیرستانیو کډوالو او داخلي بېوزله کورنیو سره مرستې وکړي. د خوست ګلان کمپ کې زرګونه کډوال اوسي چې له وزیرستانه دې خوا راغلي.