ډاکتران: زرقي معتادینو ته د سرنجونو نهورکول د ساري ناروغيو د ډېرېدو سبب کېږي
په معتادینو کې د ساري ناروغیو د خپرېدو په اړه زرقي معتادینو ته د سرنجونو نهرسېدو اندېښنې راپورته کړې دي. د معتادینو د درملنې مرکزونو کارکوونکي وايي چې د نشهيي موادو د زيانونو کمولو پروګرام چې پخوا به د معتادینو د راټولېدو په ځايونو کې عملي کېده، اوس له ستونزو سره مخ شوی دی. د معتادینو د درملنې کارپوهان وايي چې د نشهيي موادو د زيانونو کمولو پروګرام ځنډ به د دې سبب شي چې په معتادینو کې د ساري ناروغیو لمن پراخه شي او روغ خلک هم په ناروغيو ککړ شي. د کابل پل سوخته هغه سيمه ده چې پخوا به سلګونه... Читать дальше...