Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Май
2023

Новости за 01.05.2023

د افغانستان کرکټ اکاډمۍ اړوند لوبغاړو ظرفيت لوړونې لپاره رزونکي ګمارل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د مې په لومړۍ نېټه په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د ملي کرکټ اکاډمۍ لپاره یې دوه نور بهرني روزونکي هم په دنده ګمارلي دي. يادې ادارې ليکلي: "منډيپ سېنګ چې د ماسټرۍ تر کچې زده‌کړې او له ۱۳ کالو ډېره تجربه لري د فیزیوټراپسټ او راجېش چوهان چې د زمبابوې، مالیزیا، سنګاپور، راجستان روبالز او ګڼ شمېر نورو لوبډلو سره د دندې تجربه او لوړې زده‌کړې لري د فزیکي تکړښت د روزونکي په توګه وګمارل شول." کرکټ بورډ زیاتوي، د یادو روزونکو تر ګمارنې وروسته به اوس د ټولو لوبغاړو درملنه په افغانستان کې کېږي او دا چاره به د ډېر لګښت مخه ونیسي.

ازبکستان کې ټولپوښتنه؛ اساسي قانون کې وړانديز شوي بدلونونه تاييد شوي

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان چارواکي وایي چې رایه ورکوونکو د یکشنبې د ورځې په ټولپوښتنه یا ریفرانډم کې په اساسي قانون کې وړاندیز شوي تعدیلات تایید کړي دي. یو له دغو وړاندیزونو د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ته زمینه برابروي چې تر ۲۰۴۰م کاله پورې په قدرت کې پاتې شي. بهرنیو څارونکو وویل، داسې ښکاري چې د یکشنبې د ورځې ټولپوښتنه ښه مخته تللې خو دا یې هم ویلي چې داسې برېښي د رایو په شمېرلو کې ستونزې شته او هم دوی د ازبکستان په ټولنه کې د رښتیني سیاسي اپوزیسیون یا خپلواکو رسنیو نشتوالی نورې پراخې ستونزې یادې کړې دي. Читать дальше...

ملګرو ملتونو اړمنو افغانانو ته د مرستو رسولو بهیر کې د ښځو ونډه مهمه وبلله

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې جیلیان تریګز کابل ته په خپل سفر کې اړمنو کسانو ته د مرستو په رسولو کې د ښځو ونډه مهمه بللې ده. نوموړې د یکشنبې په مازدیګر کابل ته رسېدلې. مېرمن تریګز داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې په‌کې یې پر افغان ښځو د کار بندیز غندلی و او له طالبانو یې غوښتي و چې د ښځو پر ضد له ځپونکو کړنو لاس واخلي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د افغانستان... Читать дальше...



سرچینې: په کابل او ځینو ولایتونو کې د نجونو ښوونځیو ته د کانکور فورمې لېږل شوي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د نجونو د ښوونځيو ځینو مسوولانو او زده‌کوونکو ازادي راډیو ته ویلي، د ۱۴۰۲ لمریز کال په کانکور کې د ګډون فورمې ورکړل شوي. د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت او د ازموینو ملي ادارې که څه هم تر دې دمه په رسمي ډول نجونو ته په کانکور کې د ګډون کولو د اجازې په اړه څه نه‌دي ویلي، خو ځینو سرچینو ازادي راډيو ته ویلي چې په کابل او ځینو ولایتونو کې د کانکور فورمې ښوونځیو ته لېږل شوي چې له دولسم ټولګي فارغې نجونې یې ډکې کړي او دوی ته په کانکور کې د ګډون زمینه برابره شي. د کابل د یوه دولتي ښوونځي... Читать дальше...

شاهين: د دوحې غونډه ته د طالبانو نه وربلل د افغانستان مسئله نوره هم پېچلې کوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش په کوربه‌توب د افغانستان په تړاو غونډه نن او سبا په دوحه کې ترسره کېږي، خو تر اوسه د غونډې د جریان هېڅ معلومات نه‌دي خپاره شوي. غونډه کې د پنځه وېشتو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي د افغانستان په اوسني وضعیت خبرې کوي، خو د طالبانو د حکومت استازی نه‌دی وربلل شوی. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او ملګرو ملتونو ته د طالبانو له‌خوا ټاکل شوي استازي سهېل شاهین ازادي راډیو ته وویل، غونډې ته د دوی نه وربلل د مسئلې له حل سره مرسته نه‌کوي. نوموړي وويل... Читать дальше...

دوحې غونډې ته غبرګونونه؛ افغان فعالانو، معترضانو او سازمانونو ګوټېرېش ته لیکونه استولي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغانان چې د افغانستان دننه په بېلابېلو ټولنیزو برخو کې کار کوي، له طالبانو سره یو اصولي او عملي تعامل د افغانانو د هوساینې لپاره یوه اړتیا بولي. دوی د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ته په یوه پرانیستي لیک کې د هغو خنډونو د لېرې کولو غوښتنه کړې چې د دوی له قوله، د افغانانو د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ مخه نیسي. د دې لیک یوې لاسلیک کوونکې د سولې نوبل جایزې ته نوماندې محبوبه سراج ازادي راډیو ته وویل: "موږ یو لیک لیکلی او په دې لیک کې مو یوازې خپل نظریات او د اوسنیو ستونزو د وتو حل لار ملګرو ملتونو ته ښودلې ده او بس. Читать дальше...

د کارګرانو نړيواله ورځ؛ امکا: افغان کارګران له کمو انساني حقونو هم برخمن نه‌دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنه یا امکا وايي، افغان کارګران له ډېرو کمو انساني حقونو هم برخمن نه‌دي، کاري خوندیتوب یې ختم شوی او سیستماتیک تبعیض ورسره کېږي. میرزا ګل د کابل پر سړکونو له سهاره تر ماښامه د کار موندلو هڅه کوي خو وايي، کار نه ورته پیدا کېږي. نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د یوې ۷ کسیزې کورنۍ سرپرست دی او اړ دی چې خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کړي. میرزا ګل وايي: "ټول خلک له دندو لرې شوي، پیسې نه‌شته، خلک خپل اولادونه نه‌شي مړولای، نو څوک دومره پیسې له کومه کړي چې ابادي وکړي او موږ کار ته بوځي. Читать дальше...

دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه؛ ايا طالبانو سره د تعامل په اړه به په‌کې پرېکړه وشي؟

Pa.azadiradio.com 

په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو سازمان په مشرۍ غونډه، هغه چې د بندو دروازو تر شا کېږي او له‌‌منځه یې د رسنیز پوښښ اجازه نه‌شته. خو د ملګرو ملتونو سازمان پرون ناوخته یوه اعلامیه کې د دې غونډې بنسټیز اهداف اعلان کړل. د دې سازمان اعلامیه کې لیکل شوي: "هدف دا دی چې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو، د ټولشموله حکومت جوړېدو، له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې نړیوال تعامل قوي شي." اعلامیه کې زیاته شوې، د دې غونډې موخه نړیوالې ټولنې سره د... Читать дальше...



هلمند کې يوې سيمه‌ييزې رسنۍ د شاعرانو ترمنځ د ترنم سيالي جوړه کړې وه

Pa.azadiradio.com 

هلمند کې د سکون په نوم يوې محلي رسنۍ د دغه ولايت د شاعرانو او نعت ويونکو ترمنځ د ترنم سيالي جوړه کړې وه. محمد رفيع بختيار؛ هغه شاعر چې د سکون راډيو د ترنم په سيالۍ کې يې لومړی مقام ترلاسه کړی دی. نوموړی وايي، په اوسني وخت کې شاعران او ليکوالان هڅونې ته اړتيا لري چې دا ډول سيالۍ جوړول ورته يو ډول انرژي ورکوي. بختيار وايي، په ليرې پرتو سيمو کې ډېر تکړه شاعران شته چې د ټولنې له سترګو پناه دي چې دغه ډول سيالۍ کولی شي راڅرګند يې کړي. نوموړی وايي: "شاعران، نعت خوانان، هرڅوک چې په هره برخه کې وي، اول خو دا تشويق ته ضرورت لري. Читать дальше...

د افغانستان په جنوب کې د يوه سړک د جوړولو چارې پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په جنوب کې د هېواد د شمال او جنوب د يو نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي. دغه سړک په لومړي پړاو کې کندهار د اروزګان د مرکز ترينکوټ او بیا د دغه ولایت د دهراود ولسوالۍ سره نښلوي او په دوهم قدم کې به د دايکندي ولایت له لارې د هېواد شمالي ولایتونو ته غځول کېږي. ياد سړک د طالبانو د کانونو وزارت له لوري د يو کان د استخراج په بدل کې جوړېږي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

په میدان وردګ کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له کبله درې تنه مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

په میدان وردګو کې د طالبانو د حکومت ځایي چارواکي وایي چې د هاوان مرمۍ د چاودنې په پېښه کې درې تنه مړه شوي دي. په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر حبیب الله مجاهد نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، پېښه پرون ناوخته د سیداباد ولسوالۍ په دیولګي کلي کې شوې ده. هغه ویلي، دا مرمۍ له پخوانیو جګړو پاتې وه او په خبره یې درې سره قربانیان یې د ۶ او ۱۶ کلونو ترمنځ ماشومان او تنکي ځوانان دي.

طالبان: کابل کې د چین سفارت افغانانو ته ویزه ورکول له سره پيل کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د چین سفارت افغانانو ته د ویزې ورکړه له سره پيل کړې ده. د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل نن پر خپله ټویټرپاڼه یوه ویډیويي پيغام کې ویلي: "هغه کسان چې د چین د ویزې غوښتونکي دي، کولای شي په افغانستان کې د چین سفارت ویبپاڼې ته ولاړ شي او هلته په انلاین بڼه خپل غوښتنلیکونه ثبت کړي." چین وروسته تر هغه افغانانو ته دویزې ورکړه درولې وه چې په هغه هېواد کې د کرونا پېښې ډېرې شوې وې. چین که څه هم د طالبانو له حکومت سره ډيپلوماتیکې او کونسلي اړیکې... Читать дальше...

اوکرایني چارواکو په کييف کې د ميزاييلي حملو د شنډولو خبر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین محلي چارواکي وايي، د دوی د هوايي مدافع دستګاو نن سهار وختي پر پلازمېنه کییف د میزاییلو حملې شنډې کړې دي. دا څرګندونې څو ساعته وروسته تر دې کېږي چې د بېړنیو خدماتو ادارې له‌خوا په ټول اوکراین کې د هوايي حملو د خطر زنګونه وغږول شول. د څو چاودنو د راپورونو تر خپرېدو وروسته، د کییف محلي ادارې په ټلېګرام کې لیکلي، د هوايي دفاع دستګاه فعاله ده. يادې ادارې خلکو ته ویلي چې ارام دې وي او تر هغو چې د خطر زنګ غږول کېږي، په خپلو پناه ځایونو کې دې پاتې وي. د اوکراین رسنیو به دنیپروپیټروفسک او سُمي سیمو کې د چاودنو راپورونه ورکړي دي.

په غزني ښار کې د یوه شپږ کلن ماشوم مړی موندل شوی

Pa.azadiradio.com 

طالب چارواکي خبر ورکوي چې د غزني ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په سلطان محمود ښارګوټي کې د یوه شپږ کلن ماشوم مړی موندل شوی دی. د غزني له امنیه قوماندانۍ څخه پرون یکشنبه رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مړی په یوه خالي نمره کې پروت و. دوی وايي، د ماشوم پر تن د وهل ډبولو ټپونه معلومېږي. تر اوسه پورې د دغه ماشوم خپلوان نه‌دي موندل شوي.

اردوغان په سوريه کې د داعش ډلې د يوه مشکوک مشر د وژل کېدو خبر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د یوه مشکوک مشر د وژل کېدو خبر ورکړ. اردوغان پرون په تلوېزیون کې اعلان وکړ چې ابوحسین القریشي د ترکیې د استخباراتي ځواکونو په عملیاتو کې د شنبې په ورځ وژل شوی دی. د سوریې په شمال کې د فرانسې خبري اژانس خبریال ویلي، د ترکیې استخباراتي اجنټانو او د ترکیې له ملاتړه برخمنو پوځي محلي پولیسو د شنبې په ورځ د عفرین سیمې په شمال لوېدیځ کې یوه ناحیه محاصره کړې وه. محلي اوسېدونکو دغه اژانس ته ویلي چې په عملیاتو کې یوه وچه کرونده چې د اسلامي مکتب په توګه کارول کېده، په نښه شوې ده. Читать дальше...

هلمند کې د کوېډ۱۹ ناروغۍ د درملنې سل بستريز روغتون پرانيستل شو

Pa.azadiradio.com 

په هلمند ولایت کې بست روغتون ته څېرمه د کویډ ـ ۱۹ ناروغیو د درملنې لپاره یو سل بستریز روغتون پرانیستل شو. د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس د راپور له مخې د اسیا د پراختیایي بانک په مرسته دغه روغتون د یو ميلیون امریکایي ډالرو په لګښت د یوه کال په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر سید احمد سعید وویل، د ياد روغتون پرانیستلو سره به د نورو خدمتونو تر څنګ هلمند مېشتو ته د اکسېجن پلانټ په برخه کې زیاتې اسانتیاوې هم رامنځته شي.

ازبکستان کې د ولسمشر 'شوکت ضيايف' واک کې د پاتې کېدو لپاره ټولپوښتنه شوې

Pa.azadiradio.com 

په ازبکستان کې پرون یکشنبې خلکو د اساسي قانون په هغه ټولپوښتنه کې خپلې رایې وکارولې چې له مخې یې ولسمشر شوکت میرضیایف ته زمینه برابرېږي چې تر ۲۰۴۰م کاله پورې پر قدرت پاتې شي. په پرونۍ ټولپوښتنه کې تر ډېره اټکل کېږي چې رایه ورکوونکي به هغه وړاندیزونه هم تایید کړي چې له پنځو کلونو څخه اوو کلونو ته د ولسمشرۍ دورې غځول په‌کې شامل دي. د ټولپوښتنې په نورو پوښتنو کې میرضیایف ته لار پرانیستل کېږي چې دوه دورې په واک کې پاتې وي او تر ۲۰۴۰م کاله پورې خپل قدرت ته دوام ورکړي. د نوموړي د ولسمشرۍ اوسنۍ دوره په ۲۰۲۶ کال کې پای ته رسېږي. Читать дальше...

د روغتيا نړيوال سازمان: کورنۍ بايد خپل ماشومان د پوليو پر ضد پرله‌پسې واکسين کړي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او له افغان کورنیو غوښتي چې خپل ماشومان د پولیو د ناروغۍ په وړاندې مسلسل واکسین کړي. د روغتيا نړيوال سازمان پرون په یوه ټویټ کې ویلي: "په هر کمپاین کې ماشومانو ته د پولیو دوه څاڅکي واکسین ورکولو سره کولای شو د پولیو وایروس د خپرېدو مخه ونیسو." د روغتیا نړیوال سازمان له خلکو غوښتي چې له هر فرصت څخه په استفادې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین کړي. د روان ۲۰۲۳ کال د پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو ضد د واکسینو څو کمپاینونه ترسره شوي... Читать дальше...

بریتانيا د افغان نجونو او ښځو د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا وایي، په افغانستان کې ښځې او نجونې به چې طالبانو سخت محدودیتونه پرې لګولي، یوازې پرې‌نه‌ږدي. دا خبره په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا استازي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستۍ غونډې ته کړې. په هغه بیان کې چې د بریتانیا حکومت پر خپله وېبپاڼه خپور کړی، ویل شوي چې بریتانیا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او خپلو شریکانو د کار ملاتړ ته ژمنه ده او زیاته کړې يې ده چې بریتانیا د ۲۰۲۱ کال د اپرېل له میاشتې راهیسې له افغانستان سره د ۶۶۲ ميلیون ډالرو بشري مرسته کړې ده. خو په بیان کې نه‌دي ویل شوي... Читать дальше...


Музыкальные новости
Елена Волкова

Два дня, наполненных театром, музыкой, книгами и наукой, — в Парке Горького во 2-й раз прошел Московский детский фестиваль искусств «НЕБО»





Rss.plus
Елена Волкова

Два дня, наполненных театром, музыкой, книгами и наукой, — в Парке Горького во 2-й раз прошел Московский детский фестиваль искусств «НЕБО»




Мирра Андреева впервые вышла в четвертьфинал турнира Большого шлема

Травматолог-ортопед Подмосковья рассказал, как уберечь детей от «асфальтной болезни»

Картину Ивана Шишкина продали за рекордную сумму на аукционе в Москве

Двух детей на самокате сбили при попытке пересечь Волгоградский проспект в Москве




ملګرو ملتونو ته د بشري مدافعانو ليک: طالبانو ته له مشروعيت ورکولو ډډه وکړئ

Pa.azadiradio.com 

د ښځو او بشري حقونو مدافعانو له ملګرو ملتونو غوښتي چې طالبانو ته دې د مشروعيت ورکولو څخه ډډه وکړي. د دوحې د غونډې په درشل کې د افغانستان د مدني ټولنې، د ښځو او بشري حقونو مدافعانو او د رسنیو نږدې دېرشو بنسټونو پرون یکشنبې د یوه سرخلاصي لیک له لارې د ملګرو ملتونو په ګډون د دې غونډې له ګډونوالو غوښتي چې له طالبانو سره دې له هر ډول تعامل څخه چې هغوی ته مشروعیت ورکوي، ډډه وکړي. په دغه لیک کې چې رسنیو ته استول شوی، له ملګرو ملتونو غوښتل شوي چې ټول هغه پلانونه دې که هغه د طالبانو رژیم ته د مشروعیت... Читать дальше...

ملګرو ملتونو نن دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه رابللې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په مشرۍ غونډې ته چې سبا به هم دوام کوي، شاوخوا د ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي وربلل شوي دي. د طالبانو د سرپرست حکومت استازیو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه‌ده ورکړل شوې. د ملګرو ملتونو ویاندویانو ویلي چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د روانو ستونزو د هوارۍ او د نړیوالو له‌خوا د یوه ګډ دریځ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشي. ملګرو ملتونو دا غونډه داسې مهال رابللې چې طالبانو پر افغان ښځو او نجونو د کار او زده کړو په برخو کې سختو محدودیتونو ته دوام ورکړی. Читать дальше...

د روسيې حکومت د خپل پوځ لوژيستيکي چارو مشر له دندې ليرې کړ

Pa.azadiradio.com 

د روسیې دفاع وزارت پرون یکشنبې اعلان وکړ چې د لوژیستیکي چارو مشر جنرال میخایل میزینڅیف له دندې لیرې شوی او پر ځای یې د ملي ګارډ پخوانی چارواکی الکسې کوزمینکوف ټاکل شوی دی. دفاع وزارت په یوه بیان کې وویل، کوزمینکوف د روسیې د دفاع د وزیر د مرستیال په توګه ټاکل شوی او هغه به د وسله‌والو ځواکونو د لوژیستیکي چارو د ملاتړ مسوول وي. په بیان کې نه‌دي ویل شوي چې ولې میخایل میزینڅیف چې په سپټمبر میاشت کې څو ورځې وروسته له هغې چې ولسمشر ولادمیر پوتین د پوځ لیکو ته په سلګونو زره نورو کسانو د جذبولو اعلان... Читать дальше...

نن دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه جوړېږي؛ څه تمه ترې کېدای شي؟

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش به نن دوشنبې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د غونډې مشري کوي. په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د شاوخوا ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ځانګړي استازي ګډون وکړي. ګوټېرېش تر دې غونډې مخکې په یوه ټویټ کې ویلي، دا مهمه ده چې په افغانستان کې د هغو ميلیونونو کسانو د لاسنیوي لپاره چې بشري مرستو ته اړتیا لري، له ټولو هغو اقداماتو څخه لاس واخیستل شي چې د کار کولو په برخه کې د ښځو حقونه محدودوي. هغه ټینګار کړی چې افغانان بېړنیو مرستو ته فوري اړتیا... Читать дальше...

ایا غرب بیا د افغانانو خرڅولو ته چمتووالی نیسي؟

Pa.azadiradio.com 

مېل انلاین: برتانوۍ انلاین خپرونې مېل انلاین په یوه مطلب کې لیکلي چې د یوه برتانوي ډاکتر کورنۍ له طالبانو د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. په مطلب کې راغلي چې د کوین کارن ویل کورنۍ د هغه د روغتیايي وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه لري. د کارن ویل کورنۍ تمه درلوده چې دغه ډاکټر به د طالبانو له خوا د روژې میاشتې په پای کې خوشې کړای شي. د هغه کورنۍ اندېښنه لري چې کارن ویل د صحي امکاناتو د نشتوالي له کبله ښايي په توقیف کې ساه ورکړي. د دې کورنۍ په خبره، د دې ډاکټر یوازنی جرم دا و، چې په افغانستان کې یې له اړو کسانو سره مرسته کوله. Читать дальше...



Москва

Артисты – они все особенные!


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин открыл пешеходную галерею между станциями метро и МЦД-4 Кутузовская



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Виктор Цой

Полина Гагарина назвала себя жертвой конфликта из-за песни Цоя




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Баскетболисты из Лобни завоевали золото на турнире Moscow Open

Дмитрий Вязьмикин – тренер по индивидуальной подготовке молодежного футбола «Локо»

Среди сотрудников уголовно-исполнительной системы Республики Дагестан определили лучшего гроссмейстера


Александр Зверев

Александр Зверев: «Сказал себе, что хочу стать примером для подражания. Я больше не ломаю ракетки, почти не получаю предупреждений»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

В хороших общих ИИ жизнь и спасение человечества. Если правильно применять.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России