پوتين: پر مسکو د بې پیلوټه الوتکو حملو موخه ملکي اهداف وو
د روسیې ولسمشر وايي، پر مسکو د نن سهار د بې پېلوټه الوتکو د حملو هدف ملکي اهداف وو. ولادمیر پوتین نن تر دغو حملو وروسته وویل، د مسکو د هوايي دفاع ظرفیت به لوړ کړای شي. د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي، نن سهار پر مسکو ښار د بې پیلوټه الوتکو د حملو خبر ورکړ. د هغه په وينا، پېښه مرګژوبله نه لري، خو دوو ودانيو ته زيان اوښتی دی. بلخوا روسیې یو ځل بیا نن سهار د اوکراین پر پلازمېنې کییف د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل. د کییف ښاروال ویټالي کلیچکو پر خپل ټیلګرام کې ویلي، څو سیمې په نښه شوي چې په پایله کې یو تن وژل شوی او څو نور ټپیان دي. Читать дальше...