Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Май
2023

Новости за 13.05.2023

د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزن ضد واکسین کمپاین پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په ۲۳ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پر ضد د واکسین د فرعي کمپاین د پیل خبر ورکوي. دې وزارت نن وویل چې، د دې کمپاین په ترڅ کې به له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا شپږ میلیون ماشومانو ته د پولیو د واکسین څاڅکي ورکړل شي. یونېسف پرون اعلان وکړ چې په افغانستان کې په ۲۰۲۳ کال کې د پولیو لومړنۍ پېښه یې په ننګرهار ولایت کې ثبت کړې. افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو د پېښې موارد په کې موندل کېږي.

شریف: تاوتریخجنو اعتراضونو کې ښکېل کسان به د تروریزم په تور محاکمه شي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وايي، هغه کسان به د تروریزم په تور محاکمه شي چې د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان له نیول کېدو وروسته په تاوتریخجنو اعتراضونو کې ښکېل وو. شریف نن په خپلو څرګندونو کې همدا راز ژمنه وکړه چې هغه کسان به محاکمې ته راکاږل شي چې په لاهور کې یې د پوځ د یوې قول اردو د قوماندان د استوګنځي په سوځولو کې لاس درلوده. شریف امنیتي چارواکو ته ۷۲ ساعته مهلت ورکړ څو په تاوتریخوالي کې ښکېل ټول کسان ونیسي. عمران خان چې د فساد په لسګونه قضیو کې تورن دی، د سې شنبې په ورځ د فساد ضد محکمې... Читать дальше...

ایران کې د جنوب پراختيا په نوم د ورځپاڼې مسوول مدیر وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د جنوب د پراختیا په نوم د یوې ورځپاڼې مسوول مدیر اکبر لیموچي د دې هېواد د جنوب لوېدیځ ولایت خوزستان په یو کافي کې وژل شوی دی. د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې یوه وسله وال کس تېر ماښام کافي تر ننوتو وروسته پر لیموچي ډزې وکړې. بریدګر له سیمې په تېښته بریالی شوی دی. د دې پېښې لامل تر اوسه نه دی معلوم.



د ځینو پوځي افسرانو د استعفا له اوازو وروسته پاکستان کې ټولنیزې شبکې بندې شوي

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې خواله رسنۍ نن وروسته تر دې بندې شوې چې پرون په‌کې اوازې خپرې شوې چې یو شمېر پوځي افسرانو استعفاوې کړې دي. په پاکستان کې خواله رسنۍ نن وروسته تر دې بندې شوې چې پرون په کې اوازې خپرې شوې چې یو شمېر پوځي افسرانو استعفاوې کړې دي. د پاکستان د پوځ ویاند دا اوازې رد کړې او ویې ویل چې پوځیان متحد دي او د پاکستان دښمنان د امنیتي ځواکونو د اختلافاتو هڅې کوي چې بریالي به نه‌شي. په پاکستان کې فېسبوک، یوټیوب او ټویټر نن قطع شوی دی. پرون په موقت ډول دا پاڼې وروسته تر دې فعالې شوې چې د امریکا... Читать дальше...

له نړیوالو سازمانونو د ګوټېرېش غوښتنه: د ښځو تر څنګ ودرېږئ

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش وايي، د ښځو او نجونو د حقونو په وړاندې د سیستماتیکو بریدونو پر وړاندې به هیڅکله هم چپ پاتې نه‌شي. هوسۍ چې د ننګرهار ولایت اوسېدونکې او د بیولوژۍ ځانګې د درېیم کال محصله وه وايي، د طالبانو په راتګ سره له خپلو درسونو محرومه شوې او اوس یې خیاطۍ ته مخه کړې ده. ۲۵ کله هوسۍ وايي، تعلیم یې حق دی او باید دا حق ترې وانه‌خیستل شي. اغلې هوسۍ له ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل، طالبان باید افغان مېرمنو ته خپل شرعي حقونه ورکړي. نوموړې وايي: "په دغه سیاسي تحولاتو کې... Читать дальше...

پخوانۍ ميناتوري په نوي سبک سره؛ يوې نجلې د دې هنر د غوړېدا هڅې پيل کړي

Pa.azadiradio.com 

د هرات ولايت اوسېدونکې عفت سعادت حسیني هغه څوک، چې پخوانۍ ميناتوري يې له نوي سبک سره یو ځای کړې او د ګرافیک په توګه يې انځوروي. ٢٦ کلنه عفت سعادت حسیني چې اصلي د کابل ده او اوس په هرات کې ژوند کوي، د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي په ګرافیک څانګه کې يې لوړې زده‌کړې کړي دي. د عفت په خبره، وروسته له زده‌کړو هغې د "کهن‌وار" په نوم یو سبک جوړ کړی چې پخوانۍ میناتوري يې له اوسني ګرافیکي انځورونو سره یو ځای کړې ده. عفت ازادي راډيو ته وویل، کهن‌وار سبک د لرغونو ښکلاګانو ښکارندوی دی. نوموړې وايي... Читать дальше...

په کابل کې د ښوونځیو ډېری زده کوونکي د درسي کتابونو له نشتوالي شکایت کوي

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار یو شمېر زده‌کوونکي او کورنۍ یې شکایت کوي چې د ښوونیز کال له پیله نږدې دوه میاشتې تېرې شوې، خو تر اوسه زده‌کوونکو ته درسي کتابونه نه‌دي وېشل شوي. د کابل ښار د يوه ښوونځي د شپږم ټولګي زده کوونکې ستایش وايي، سږ کال د ښوونځي ادارې ورته ځينې اړين کتابونه نه‌دي ورکړي او له همدې امله له ګڼو ستونزو سره مخ ده. نوموړې پرته له دې چې خپل د ښوونځي نوم واخلي، ازادي راډیو ته یې وویل: "دوه میاشتې کېږي چې ښوونځي خلاص شوي، خو لا مو کتابونه نه‌دي ترلاسه کړي. ښوونکي موږ ته پوښتنې راکوي، خو نه یې شو ځوابولی... Читать дальше...

ننګرهار کې د پولیو مثبته پېښه؛ یونېسف: په ختیځ کې د پولیو ویروس د خپرېدو وېره شته

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبیلو ایچ او' وايي، که څه هم د تېر میلادي کال په پرتله په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو د چاپېریالي مثبتو نمونو شمېر کم دی، خو تازه په ننګرهار کې د پولیو یوه مثبته پېښه رامنځته شوې ده. که څه هم د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو د کمېدو خبر ورکړی، خو په روان ۲۰۲۳ لمریز کال کې په دې هېواد کې د پوليو تازه پېښه ثبت شوې ده. د روغتیا نړیوال سازمان له لوري په دې اړه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په افغانستان کې د ګوزڼ وروستۍ مثبته پېښه... Читать дальше...



د پاکستان پوځ: بلوچستان کې د شپږو پوځيانو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ نن وویل چې بلوچستان کې د شپږو پوځيان په ګډون ديارلس کسان وژل شوي دي. د پوځ په بیان کې راغلې دي، په مسلم‌باغ کې د امنیتي ځواکونو پر مرکز د جمعې په ورځ سهار وختي وسله‌والو برید وکړ او درې کورنۍ یې برمته کړې. پوځ وایي، نن سهار یې سیمه تصفیه کړه او د تصفیوي عملیاتو پر مهال شپږ پوځیان او یو ملکي ووژل شول او د يوې مېرمنې په شمول شپږ تنه نور ټپیان شول. د پوځ په بیان کې راغلي چې شپږ سره ترهګر د عملیاتو پرمهال وژل شوې دي. تر اوسه د دې برید مسوولیت چا نه‌دی منلی، خو په بلوچستان کې اکثر... Читать дальше...

آی‌پي‌ایل؛ راشدخان یوځل بیا د توپ اچونکو د جدول په سر کې راغی

Pa.azadiradio.com 

د هند د غوره لیګ لوبو یا آي پي ایل په بالرانو کې د راشدخان نوم یو ځل بیا د جدول په سر کې راغی. د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر راشدخان چې د هند په غوره لیګ کې له ګجرات لوبډلې سره لوبېږي، په پرونۍ لوبه کې څلور وېکټې واخیستې چې له دې سره اوس په دولسو ترسره کړیو لوبو کې دی درویشت ویکټې لري. په ده پسې د هند د ملي لوبډلې لوبغاړي چاهل دی چې په دولس لوبو کې یې یوویشت وېکټې خپلې کړې دي او په درېیم مقام هم یو هندی لوبغاړی چاولا دی چې په دولس لوبو کې نولس وېکټې لري. د هند د غوره لیګ لوبو په... Читать дальше...

امريکا په خليج کې خپل پوځي حضور پياوړی کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالتونه غواړي، په خلیج کې خپل پوځي حضور وروسته تر دې پیاوړی کړي چې ایران په وروستیو میاشتو کې تجارتۍ بېړۍ د فارس خلیج په اوبو کې ګرځولې او تهدید کړې دي. امریکایي چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې په بحرین کې د دوی په یوه پوځي مرکز کې پر دې کار روان دی چې د هرمز په تنګي کې د کښتیو او الوتکو ګزمې زیاتې کړي. د امریکایي کښتیو قوماندان براډ کوپر په یوه بیان کې وویل چې په غیرقانوني او غیرمسوولانه توګه د ایران له لورې د سوداګرو د کښتیو د ګرځولو او نیولو مخه باید ونیول شي.

د اوکراين ولسمشر ایټالیا ته ځي

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې نن د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي د ایټالیا پلازمېنې روم ته ولاړ شي. بل لور ته روسیې په بې‌پیلوټه ډرون الوتکو یو ځل بیا د اوکراین پلازمېنه کییف او یو شمېر مرکزي او جنوبي ښارونه په نښه کړي دي. د راپورونو له مخې د دې بمباریو له امله وسایل تخریب شوي دي. دا په نږدې دوو اوونیو کې شپږم ځل دی چې روسي ځواکونه پر کییف د ډرون حملې کوي. له اوکراینه رارسېدلي راپورونه وایي چې اوکرایني پوځیانو په باخموت کې چې له میاشتو راهیسې جګړه په‌کې روانه ده، پرمختګ کړی دی.

لاهور ته له رسېدو سره سم زرګونه کسانو د 'عمران خان' تود هرکلی وکړ

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او مخکینی صدراعظم عمران خان وروسته تر دې چې له توقیف څخه خوشې شو، لاهور ته ورسېد او د ده په زرګونو پلویانو د خپل مشر هرکلی وکړ. ده تېره شپه تر خپل سفر مخکې په اسلام‌اباد کې د سترې محکمې مخې ته وویل چې پوځیانو دی نه و نیولی، اختطاف کړی یې و. بل لور ته د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د سترې محکمې پر پرېکړه انتقاد کړی دی. سترې محکمې پرون وویل چې عمران خان تر راتلونکې چهارشنبې څوک نه‌شي نیولی. د عمران خان ملاتړیو د خپل مشر تر نیولو وروسته خونړۍ مظاهرې وکړې. اسوشېټېډپرېس... Читать дальше...

ارواپوهان: د نشه‌يي موادو اعتیاد د کورنۍ جوړښت ويجاړوي

Pa.azadiradio.com 

ارواپوهان وايي له کورنیو څخه د معتادینو لرې‌والی د دې سبب کېږي چې د هغوی درملنه ښه پايله ونه‌ لري او د کورنۍ له ملاتړ پرته بېرته د معتادینو له ټولۍ سره یو ځای کېږي. ۴۸ کلن ګل‌زمان د دوو ماشومانو پلار دی او تر نشو مخکې د موټرو د رانیولو او خرڅولو کاروبار کاوه، اقتصادي وضعیت یې ښه و او کله ناکله به یې له بې‌وزلو خپلوانو سره هم مالي مرسته کوله. دی وايي چې تر نشو وروسته یې لومړی کار پرېښود او وروسته یې ورو ورو اقتصادی وضعیت خراب شو. ګل‌زمان وایي چې پنځلس کاله کېږي خپله مېرمن او ماشومان یې نه‌دي لیدلي او خپلوانو هم هېر کړی دی. Читать дальше...

ترکمنستان له افغانستان سره د ۱۲۵ ټنه مرستې خبر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

ترکمنستان له افغانستان سره د ۱۲۵ ټنه مرستې خبر ورکړ. د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړه چې په دې مرستو کې روغتیایي مواد او جامې شاملي دي. د دې خبرپاڼې له مخې د ترکمنستان یو شمېر روغتیایي کارکوونکي هم د هرات په تورغونډۍ ولسوالي کې هغه روغتیایي مرکز ته استول شوي چې په ۲۰۱۶م کال کې ترکمنستان جوړ کړی و.

بدخشان کې د موټر اوښتو پېښه کې ۷ کسان مړه او ۲۱ ټپيان شوي

Pa.azadiradio.com 

په بدخشان کې د موټر د اوښتو په پېښه کې ۷ کسان مړه شوي او ۲۱ نور ټپيان شوي دي. باختر اژانس د سیمې د خلکو په وینا خبر ورکړ چې د جمعې په ورځ د خاش په ولسوالۍ کې یو موټر چې واده ته روان و چپه شو. په افغانستان کې د ترافیکي پېښو اصلي سبب د لارو خرابوالی او د موټروانانو بې پروایي بلل کېږي.

مککال د افغان نجونو او مېرمنو په اړه د يوې غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال له ښځو او نجونو سره په افغانستان کې د طالبانو د چلند په خاطر د یوه بحث د جوړېدو غوښتنه وکړه. ټاکل شوې ده چې دا غونډه راتلونکې اوونۍ چهارشنبې په واشنګتن ډي سي کې جوړه شي. په دې غونډه کې به د افغانانو په استازيتوب په متحد ایالتونو کې د افغانستان پخوانۍ سفیره رویا رحماني او پخوانۍ افغان ډیپلوماته هدیه امیري ګډون وکړي.

میلیټري نیوز: افغانستان یوځل بیا د تروریزم په نړیوال ډګر بدلېږي

Pa.azadiradio.com 

ټایمز آف سان دییګو: په کلیفورنیا کې چاپېدونکې ټایمز آف سان دییګو ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د هغو کډوالو په اړه چې د مکسیکو په سرحد کې را ټول شوي دي یو مطلب خپور کړی. دا کډوال غواړي چې په متحدوایالتونو کې د کډوالو لپاره د کرونا د وبا د مهال د یوه قانون د اعتبار د مودې د پای ته رسېدو له فرصت څخه ګټه واخلي او امریکا ته ولاړ شي. د دې قانون موده د جمعې په ورځ پای ته ورسېده چې ورسره د متحدوایالتونو په سرحدونو کې د لسګونه زرګونه کډوالو برخلیک هم له یوه مبهم حالت سره مخامخ شو. دې قانون سرحدي ساتونکو... Читать дальше...

عمران خان تر خوشې کېدو وروسته لاهور ته روان شوی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او مخکینی صدراعظم عمران خان وروسته تر دې چې له توقیف څخه خوشې شو، د لاهور پر لور روان شو. ده تېره شپه تر خپل سفر مخکې په اسلام‌اباد کې د سترې محکمې مخې ته وویل، پوځیانو دی نه و نیولی، اختطاف کړی یې و. بل لور ته د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د سترې محکمې پر پرېکړه انتقاد کړی دی. سترې محکمې پرون وویل چې عمران خان تر راتلونکې چهارشنبې څوک نه‌شي نیولی. د عمران خان ملاتړیو د خپل مشر تر نیولو وروسته خونړۍ مظاهرې وکړې. اسوشېټېډپرېس اژانس خبر ورکوي چې د مظاهرو په... Читать дальше...

د جهاد اسلامي ډلې وسله‌والو هم د اسراییل په لور توغندي ویشتلي

Pa.azadiradio.com 

د جهاد اسلامي ډلې وسله‌والو پرون هم د اسراییل په لور توغندي وویشتل. د راپورونو له مخې اسراییل وروسته تر دې اوربند مات کړ چې له غزې څخه پر اسراییل د توغندیو بریدونه پيل شول. د فلسطین روغتیا وزارت وایي، د اسراییل د بریدونو پر مهال چې له سه‌شنبې راهیسې روان دي لږ تر لږه درې دېرش تنه وژل شوي او تر سلو ډېر ټپیان شوې دي. د دې وزارت په وینا، د وژل شویو له ډلې څخه اوولس تنه ملکیان دي. د اسراییل پوځ بیا وایي چې، څلور فلسطیني ملکیان د جهادي یاغیانو د منحرف شویو توغندیو په بریدونو کې وژل شو دي.

له ۶۰۰ ورځو وروسته هم د نجونو د ښوونځيو تړل کېدو دوام اندېښنې راپورته کړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو نن شپږ سوه ورځې شوې چې له امله یې په سلګونو زره نجونې په کورونو ناستې دي. د بشري حقونو د څار ډلې څېړونکې سحر فطرت وویل چې دې چارې اندېښمنه کړې او طالبان د خپلې لومړۍ دورې واکمنۍ تګلاره پر نجونو او ښځو تطبیقوي. نوموړې وويل: "د نجونو د ښوونځیو د بندېدو له شپږ سوه ورځو راهیسې موږ په خپلو سترګو ګورو چې طالبان د خپلې تېرې واکمنۍ په څېر د افغانستان د نجونو او ښځو مهم وقت ضایع کوي." د طالبانو سرپرست حکومت وایي چې دوی د نجونو د زده‌کړو... Читать дальше...

شهباز شريف د مخکیني صدراعظم عمران خان پر خوشې کېدو غبرګون وښود

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وایي چې د سترې محکمې د مشر او د اداري فساد په تور د تورن عمران خان تر منځ خوږو خبرو ته حیرانه شوی دی. صدراعظم شهباز شریف وروسته تر دې د سترې محکمې پر رییس انتقاد وکړ چې د جمعې په ورځ په اسلام‌اباد کې عالي محکمې وویل چې عمران خان به تر راتلونکې چهارشنبې په هېڅ قضیه کې نه زنداني کېږي. د تحریک انصاف ګوند مشر او د پاکستان مخکینی صدراعظم عمران خان د سه‌شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې امنیتي ځواکونو ونیو او د پولیسو په یوه مرکز کې یې توقیف کړ، خو د عمران خان پلویانو په پاکستان... Читать дальше...

کندهار ته د قطر د صدراعظم سفر؛ طالبانو له هېوادونو سره د اعتماد جوړونې برخه کې د قطر همکاري غوښتې

Pa.azadiradio.com 

قطر وایي چې په افغانستان کې به د امنیت، ثبات، سوکالۍ او د خلکو د ژوند په چارو کې د پرمختګ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. دوحې دا ژمنه وروسته تر دې وکړه چې پرون د قطر د صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان بن جاسم ال ثاني په مشرۍ پلاوی په نااعلان شوي سفر کندهار ته ولاړ او هلته یې د طالبانو له رییس الوزا او یو شمېر نورو چارواکو سره وکتل. د قطر د پلاوي د یوه ورځني سفر په ترکیب کې د قطر د دولت د یو شمېر نورو مسوولانو ترڅنګ د استخباراتو رئیس عبدالله الخلیفي هم و. د قطر د بهرنیو چارو... Читать дальше...



Москва

Америкой и Европой сенсационно управляет Гольфстрим. Научная сенсация!


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: 15 июня начинается самый масштабный сезон фестиваля «Усадьбы Москвы»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Джиган

Пополнение в семье: дочь Джигана и Оксаны Самойловой «стала мамой»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Архангельске прошёл межрегиональный теннисный турнир «Белое море»

"Евро-Футбол.Ру": "Спартак" летом хочет приобрести вингера

Турниры, проходящие при содействии Федерации шахмат г. Ростова-на-Дону


Елена Веснина

«Мирра Андреева обладает удивительной выживаемостью» // Олимпийская чемпионка по теннису Елена Веснина об итогах женского Roland Garros



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

На севере Москвы произошел крупный пожар в автосалоне



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России