Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Июнь
2023

Новости за 09.06.2023

په قزاقستان کې د یو سیاسي ګوند ۱۴ فعالان نيول شوي

Pa.azadiradio.com 

پولیسو د قزاقستان په پلازمېنه استانه او د دې هېواد په لوی ښار الماتي کې د الګا په نوم د یو ناراجستر شوي سیاسي ګوند ۱۴ فعالان نیولي دي. د ازادي راډیو د قزاستان د برخې د راپور پر بنسټ، دغه کسان پرون نیول شوي دي. په الماتي کې مېشت د بشري حقونو مدافع باخیتجان تورګوژینا نن خبریالانو ته ویلي، دغه نیونې د دې ګوند له خوا د پلان شویو لاریونونو د مخنیوي په موخه شوي. د هغه په خبره، لاریونونه د استانې د اوسنۍ نړیوالې دوه ورځنۍ ناستې سره هممهاله پلان شوې وو. په ياده ناسته کې ګډونوالو د اقلیمي تغیراتو،... Читать дальше...

پاکستان او ترکمنستان د ټاپي پروژې په تړاو یوه ګډه طرحه لاسلیک کړې

Pa.azadiradio.com 

پاکستان او ترکمنستان د ټاپي پروژې چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د پایپ لاین پروژه ده، د چټکتیا لپاره یوه ګډه طرحه لاسلیک کړه. دا ګډ تطبیقي پلان 'جی آ پي' د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په حضور کې د یوې غونډې په ترڅ کې د پاکستان د تېلو وزیر مصدق ملک او د ترکمنستان د دولت وزیر او د ترکمن د ګازو د شرکت مشر مسقط بابایوف لاسلیک کړ. د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په دې کتنه کې د ټاپي د ګازو د پایپ لاین پروژې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل،... Читать дальше...

داعش په بدخشان کې د فاتحې پر مراسمو د بريد مسوولیت ومانه

Pa.azadiradio.com 

په بدخشان کې د فاتحې پر مراسمو د بريد مسوولیت داعش وسله والې ډلې ومانه. د رویټرز د راپور پر بنسټ، داعش نن جمعه په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا چادونه دوی کړې ده. د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدی د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي وو، په دې چادونه کې د بغلان ولایت پخوانی امنيه قومندان صفي الله صمیم وژل شوی دی. د راپورنو پر بنسټ، په ياده چادونه کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان وو. د داعش وسله والې ډلې خراسان څانګې د بدخشان په مرکز فیض اباد کې د جون میاشتي د شپږمې چاودنې مسوولیت هم منلی و. Читать дальше...



بلېنکن: د اړتيا پر مهال په افغانستان کې د داعش او القاعدې پر ضد اقدامات کوو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي، که اړتیا وي امریکا به په افغانستان کې د داعش او القاعده د مهمو څېرو د له منځه وړلو لپاره مستقیم اقدام وکړي. انټوني بلېنکن د پنجشنبې په ورځ د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د 'داعش د ماتولو لپاره د نړیوال ایتلاف' د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته، په یوه خبري کنفرانس کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې امریکا او متحدین به یې اجازه ورنه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل شي. د هغه په وینا داعش لا هم یو فعال ګواښ دی او امریکا او... Читать дальше...

افغانستان په تړاو د وېسټ ليدنې؛ دا ليده کاته څومره ګټور دي؟

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي او په ملګرو ملتونو کې د عربي متحده اماراتو ځانګړې استازې په جلا ناستو کې په افغانستان کې د بشري حقونو په ورستیو حالاتو او یو شمېر نورو مسایلو خبرې کړي. د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالتونو ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي، په دوبۍ کې یې د متحده عرب اماراتو د دولت د رییس له سلاکار انور قرقاش سره په افغانستان کې پر ګډو ګټو خبرې کړي. وېسټ تېره شپه په خپل ټویټر کې لیکلي: "د افغان ښځو او نجونو حقونو ته په خپلو تعاملاتو کې د لومړیتوب ورکولو لپاره د متحده... Читать дальше...

کورنی کرکټ؛ د درې ورځنیو سیالیو په ترڅ کې دوه نورې سیالۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کورني کرکټ په چوکاټ کې د میرویس نیکه په نوم د پیل شویو درې ورځنیو سیالیو په دوام نن شنبه د سپین غر ـ بند امیر او بوست ـ امو لوبډلو ترمنځ لوبې پیل شوي دي. دغه سیالۍ د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان او شهید نجیب تره‌کي په لوبغالو کې جریان لري. بوست لوبډلې د خپلې توپوهنې پاڼۍ ترسره کړې ده او ټولټال یې ۱۵۹ منډې کړې دي. اوسمهال امو لوبډله توپوهنه کوي. د سپین غر پر وړاندې بیا د بند امیر لوبډلې ښه توپوهنه پیل کړې ده چې، تر دې دمه یې تر ۳۰۰ زیاتې منډې کړې دي. دغه سیالۍ به دوه نورې ورځې هم دوام لري.

فوټبال؛ افغان ملي لوبډله سبا له قرغزستان سره سیالي کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا د کافا اتلولیو په ترڅ کې خپله لومړۍ لوبه له کوربه قرغزستان سره کوي. دغه سیالي به سبا شنبه د جون ۱۰مه د کابل پر وخت ماښام ۷:۳۰ بجې پیل شي. د افغانستان فوټبال فدراسیون د خبر له مخې، د فوټبال ملي لوبډله د تمریناتو لپاره له سعودي عربستان قرغزستان هېواد ته تللې ده. خبر زیاتوي، تېره ورځ یې د قرغزستان په پلازمېنه بشکک کې لومړني تمرینات ترسره کړل. یاد فدراسیون وايي، په دې تمریناتي کمپونو کې د نوي ټاکل شوي مشر روزونکي عبدالله المطیري له لوري لوبغاړو ته د... Читать дальше...

د اوکراین دفاع وزارت: په دونیڅک کې وضعیت کړکېچن او سختې جګړې روانې دي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د دفاع وزارت یوه چارواکې وايي، د اوکراین د ختیځې سیمې دونیڅک د جګړې په لومړۍ کرښه کې وضعیت کړکېچن دی او سختې جګړې روانې دي. د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې هانا ملیار نن جمعه ویلي، چې د ختیځې سیمې دونیڅک د جګړې په لومړۍ کرښه کې وضعیت کړکېچن دی او هلته جګړې روانې دي. ملیار نن په ټلګرام کې لیکلي، د جګړې د لومړۍ کرښې په ټولو ساحو کې وضعیت کړکېچن دی. د هغې په وینا، 'دښمن' خپلې عمده هڅې د لیمن، بخموت، افدییفکا او ماریینکا پر استقامتونو متمرکزې کړي او سختې جګړې روانې دي. د اوکراین د... Читать дальше...



په افغانستان کې د ښوونیزو موسسو د فعالیتونو بندېدو اندېښنې رامنځته کړي

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د فعالو نادولتي سازمانونو د فعالیت د بندېدو د راپورونو په اړه اندېښنه وښوده. وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف پرون وویل، ممکن د طالبانو حکومت هغه نړیوال سازمانونه چې په کلیوالي ټولګي کې افغان ماشومانو ته زده کړې ورکوي له فعالیته منع کړي د دغه سازمان ویاند وايي، که دا کار وشي دا به د شاه تګ پر لور یو بل ګام وي چې افغانستان ورسره مخ کېږي. سټیفن دوجارېک تېره ورځ ناوخته په یو خبري کنفرانس کې د طالبانو... Читать дальше...

د بزګرۍ ستړی ژوند؛ ۷۰ کلن محبوب چې لسیزې یې کروندې او بڼونه پاللي

Pa.azadiradio.com 

بزګري ستړی کار دی، یوازېتوب یې بیا بیخي سختوي، خو ۷۰ کلن محبوب یې لا د بېچلې ایښودو ته نه دی اړ کړی. نرګس حسن زۍ یوه شېبه په پوله ورسره ناسته او څو خبرې یې ورسره کړې دي. د دې راپور اورېدو لپاره لاندې غږیز فایل کېکاږئ:

وېسټ د عربي اماراتو له رییس سره د افغانستان په اړه خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالتونو ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي، په دوبۍ کې یې د متحده عرب اماراتو د دولت د رئیس له سلاکار انور قرقاش سره په افغانستان کې پر ګډو ګټو خبرې وکړې. وېسټ تېره شپه په خپل ټویټر کې لیکلي: "د افغان ښځو او نجونو حقونو ته په خپلو تعاملاتو کې د لومړیتوب ورکولو لپاره د متحده عرب اماراتو د اصولي مشرتابه ستاینه کوم." هغه هیله ښودلې چې د افغانانو ملاتړ لپاره د متحده عرب اماراتو او متحده ایالتونو همکاري دوام وکړي. ټوماس وېسټ چې له تېرې سې شنبې تر نن پورې د بریتانیا... Читать дальше...

تاجکستان د پخوانيو پوځيانو په ګډون لسګونه افغانان نيولي

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان چارواکي وايي، د افغانستان د پخوانیو پوځیانو په ګډون په لسګونو افغانان د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي. د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې د راپور له مخې دغه افغانان د افغانستان پولې ته څېرمه د ختلان ولایت په شمس الدین شاهین ولسوالۍ کې تېره اوونۍ د تصفیې د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي. د تاجکستان چارواکو د دې موضوع په اړه سم د لاسه کومه تبصره نه ده کړې. د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې ته ځینو سرچینو پرون پنجشنبه دغه راپور تایید کړی او ویلي یې دي، له ځینو توقیف شویو سره وسلې هم نیول شوي او دوی پلازمېنې دوشنبې ته لېږدول شوي دي. Читать дальше...

امریکا د افغانانو د لنډمهالې استوګنې د تمدید لپاره نوې پروسه اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزارت یوه نوې پروسه اعلان کړه، چې له مخې یې افغان وګړي کولی شي، خپله مشروطه ازادي، یا لنډمهالې استوګنه تمدید او هلته خپل ژوند او کاروبار ته دوام ورکړي. دغه وزارت پرون پنج شنبه په یوه اعلامیه کې وویل، نوې پروسه ساده شوې او لګښت به نه ورباندې راځي او پر شرایطو برابر کسانو ته د دوو کلونو لپاره د مشروطې ازادۍ یا استوګنې د تمدید امکان برابروي. د کورني امنیت وزارت وايي، افغان وګړي که پر شرایطو برابر وي، هڅول شوي چې په امریکا کې د دایمي استوګنې موقف خپل کړي.... Читать дальше...

د افغان سېکانو او هندوانو یوه پلاوي له 'جی شنکر' سره خپلې ستونزې شریکې کړي

Pa.azadiradio.com 

په هند کې د افغان سېکانو او هندوانو یوه پلاوي د هند له بهرنیو چارو وزیر سره خپلې ستونزې شریکې کړې. په دې غونډه کې چې پرون په نوي ډیلي کې وشوه، افغان هندوانو او سېکانو د خپلو ویزو مشکل ایس جی شنکر ته بیان کړ او هغه ته یې وویل چې دوی په افغانستان کې خپلو مذهبي تاریخي ځایونو ته اندېښمن دي. جي شنکر تر غونډې وروسته وویل چې ځینو افغان سېکانو او هندوانو ورته وویل چې دوی غواړي بېرته افغانستان ته ستانه شي، نو د بهرنیو چارو وزارت به پر داسې یوه میکانیزم کار وکړي چې دغو افغانانو ته د تګ او راتګ په ویزو کې اسانتیاوې برابرې کړي. Читать дальше...

په اروپايي ټولنه کې د اوکرایني کډوالو د دایمي منلو لپاره د چمتووالي غوښتنه وشوه

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي ټولنې د اساسي حقونو اداره وایي، د دې ټولنې غړي باید د اوکرایني کډوالو دایمي منلو ته چمتو شي. دې ادارې په خپل کلني راپور کې چې پرون د اتریش په پلازمېنه ویانا کې خپور شو وویل چې له دې کډوالو سره چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي سمې مرستې وشي. د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې په وینا، د ۲۰۲۲م کال د فبروري له وروستیو راپه دې خوا شاوخوا اته میلیونه او درې لکه اوکراینیان له خپل هېواده وتلي چې له دې ډلې څخه څه باندې پنځه میلیونه یې د اروپایي ټولنې په څو هېوادونو او سویس او ناروې کې په موقتي ویزو ژوند کوي.

د اوکراین ولسمشر د خرسون سېلاب ځپلې سیمې ته ورغلی

Pa.azadiradio.com 

روسي ځواکونو لږ وروسته تر دې د خرسون سېلاب ځپلي سیمې پرون وویشتې چې د اوکراین ولسمشر دې سیمې ته ورغی. ولودومیر زیلینسکي پرون د ژغورونکو هڅې له نږدې ولیدې. ژغورونکي هڅې کوي چې له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې د دنیپر پر سیند د لوی نړېدلي بند له امله په سېلابونو کې ایسار شوي دي. د ازادي راډیو یوه خبریال له سیمې راپور ورکړ چې د ماسپښین له دوو بجو وروسته د خرسون په کورابل سیمه کې څو سترې چاودنې واورېدل شوې. د دې سیمې د پوځي ادارې مشر الکساندر پروکودین وایي چې روسیي ځواکونو د خرسون ساحلي سیمې او د ښار منځ په نښه کړ.

محکمې د قتل په یوه دوسیه کې د عمران خان ضمانت ومانه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې عالي محکمې پرون د تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکیني صدراعظم عمران خان ضمانت د قتل په یوه دوسیه کې ومانه. د عمران خان مدافع وکیل وویل چې دا په دې معنا ده چې په راتلونکو څوارلس ورځو کې د دې قضیې په تړاو څوک عمران خان نه شي نیولی. عمران خان د مې په نهمه د درېیو ورځو په مخه توقیف شو چې له امله یې په پاکستان کې پراخې خونړۍ مظاهرې وشوې. پر ده په لسګونه تورونه لګېدلي دي. عمران خان په ۲۰۱۸م کال کې د پاکستان صدراعظم شو او پروسږ کال پارلمان د عدم اعتماد رایه ورکړه. Читать дальше...

کندهار کې د هوږې د حاصلاتو زیاتوالی؛ کروندګر یې د ساتنې ځای نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د هوږې کروندګر وایي، حاصلات يې زيات دي، خو د ساتنې لپاره یې سړې خونې او د پلور بازار نه‌شته. سږ کال د کندهار په شپږو ولسوالیو کې پر ۹۰۰ جريبه ځمکه د هوږې کښتونه شوي، چې ۲۷۰۰ ټنه حاصل به ورڅخه ترلاسه شي. نور تفصيل د لاندې غږي فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيدر بار: ملګري ملتونه په افغانستان کې له سترو ستونزو سره مخامخ دي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان مرستیاله هیدر بار وايي، ملګري ملتونه په افغانستان کې له سترو ستونزو سره مخامخ دي. اغلې بار، دا خبره په یوه ټویټ کې، چې پرون یې خپور کړ، کړې ده. دې زیاته کړې، د ملګرو ملتونو ادارو د ښځو پر کار د بندیز په شمول د طالبانو د غوښتنو په وړاندې نااصولي امتیازونو ته د غاړې اېښودو په خاطر اوس خپل پروګرامونه د هغوی له لا ډېرو حملو سره مخامخ کړي دي. د بشري حقونو د څار سازمان مرستیالې ملګروملتو ته په خطاب کې ویلي چې د طالبانو د غلي کولو لپاره د نااصولي اقداماتو منل، دې نړیوال سازمان ته ګټه نه‌شي رسولی. Читать дальше...


Музыкальные новости
Певица

Певица Пелагея разделила имущество с бывшим мужем





Rss.plus
Станислав Черчесов

«Вклад Черчесова в наш успех — очень большой»




Как правильно и безопасно загорать: советы врача-косметолога

Брянский паралимпиец стал призёром Кубка России

В Подмосковье действует запрет на парковку у контейнерных площадок

Нападающий хоккейного клуба «Металлург» привезет Кубок Гагарина в Балашиху




ځینې کارپوهان: داعش په بریدونو کې د طالبانو له پخوانیو تکتیکونو کار اخلي

Pa.azadiradio.com 

مېل انلاین: مېل انلاین بریتانیایي خپرونې په بدخشان کې وروستیو چاودنو ته کتنه کړې او لیکلي یې دي، پرون د بدخشان د سرپرست او مرستیال والي نثار احمد احمدي د فاتحې په مراسمو کې چاودنې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو په ګډون یو شمېر کسان ووژل او ټپیان کړل. نثار احمد احمدي تر پرونۍ چاودنې دوه ورځې وړاندې د هغه پر موټر د شوې چاودنې له کبله وژل شوی و. پر نثار احمد احمدي د شوي برید مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې منلی دی. په تېره ډسمبر میاشت کې د بدخشان لپاره د طالبانو امنیه قومندان هم... Читать дальше...

د بارتري سوداګرۍ پیلولو لپاره د پاکستان د نوښت هرکلی وشو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان- پاکستان د صنعت او سوداګرۍ د ګډې خونې رییس زبیر متولي له افغانستان، روسیې او ایران سره د بارتري سوداګرۍ د پیلولو لپاره د پاکستان د حکومت د نوښت هرکلی وکړ. پاکستاني رسنیو پرون پنجشنبې د متولي په قول وویل چې دوی له ۲۰۲۱ کال څخه هڅه کوي چې د سیمې د هېوادونو په تېره بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګري اړیکو د پراختیا له لارې خنډونه لېرې شي. ده د څلور هېوادونو ترمنځ د بارتري یا جنس په جنس سوداګرۍ د میکانېزم پر سر موافقه د سوداګرۍ د غوړېدو لور ته یو مهم ګام وباله. پاکستاني رسنیو... Читать дальше...

طالبانو د کوکنارو د کښت مخنیوي په خاطر له کروندګرو سره د مرستې غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د کوکنار د کښت د مخنیوي په خاطر له زیانمن شویو افغان کروندګرو سره د نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي پرون پنجشنبې د ترکیې انادولو خبري اژانس ته وویل، د دوی حکومت د اقتصادي ستونزو له کبله په هغو سیمو کې چې د کوکنارو مخه نیول شوې، لویې پروژې اجرا کولی نه‌شي، نو له نړیوالې ټولنې غواړي چې له کروندګرو سره د مرستې لپاره د متبادلو کارونو په برخه کې مرسته وکړي. د یوې بریتانیايي موسسې د سروې پر اساس، سږ کال په افغانستان کې په تېرو ۲۰ کلونو کې تر ټولو لږ کوکنار کرل شوي دي. Читать дальше...

د يوناما د ځانګړي استازي د مرستيال ماموريت پای ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال رامز الاکبروف په افغانستان کې خپل درې کلن ماموریت پای ته ورساوه. ده د افغانانو د ملاتړ لپاره د مرستندویو ټولنو او د بشري مرستو د موسسو مننه کړې. الاکبروف په یوه ټویټ کې لیکلي چې له یوناما یا د ملګروملتونو د افغانستان له مرستندوی ماموریت سره په دې هیله خدای پاماني کوي چې په افغانستان کې داسې جنسیتي مساوات، ټولنیز او اقتصادي فرصتونه رامنځته شي چې د ۴۰ میلیونه افغانانو د سوکالۍ او ثبات سبب شي. رامزالاکبروف د ۲۰۲۰ په ډسمبر کې په... Читать дальше...

اوتنبایوا: طالبان دې په دولتي ادارو کې د ښځو د کار بندیز پای ته ورسوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا له طالبانو څخه وغوښتل چې په دولتي ادارو کې د ښځو د کار بندیز پای ته ورسوي. د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس وايي، اوتنبایوا پرون پنجشنبې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدو وزارت له مسلکي مرستیال شیخ محمد فقیر سره په کتنه کې په دولتي ادارو کې د ښځو د کار بندیز ته په اشارې وویل چې دې ستونزې ته باید مناسبه حل‌لار ولټول شي. د باختر اژانس د معلوماتو پر اساس، د طالبانو د امربالمعروف وزارت... Читать дальше...

د بدخشان د پرونۍ چاودنې د مرګژوبلو شمېر په اړه ضد و نقیض راپورونه

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌اباد کې د پرونۍ چاودنې د مرګژوبلو د شمېر په اړه ضد و نقیض راپورونه ورکول کېږي. یوې خبرې سرچینې، د نوم نه ښودلو په شرط ازادي رادیو ته وویل چې تر پرون ناوخته پورې په دې پېښه کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۳۸ نور ژوبل شوي وو. خو په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ريیس معزالدین احمدي د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳ تنه ښيي. دا چاودنه تر غرمې مخکې په لس نیمې بجې د فیض‌اباد د نوي ښار د لومړۍ حصې په نبوي جومات کې داسې مهال وشوه چې ځايي طالب چارواکي او عام خلک د بدخشان لپاره د طالبانو... Читать дальше...



Москва

Артисты – они все особенные!


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин рассказал о новых трамвайных линиях в Москве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Песня

Рассылка Песни или Музыки на все Радиостанции.




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Росгвардейцы обеспечили безопасность во время футбольного матча в Москве

Баскетболисты из Лобни завоевали золото на турнире Moscow Open

Среди сотрудников уголовно-исполнительной системы Республики Дагестан определили лучшего гроссмейстера


Ролан Гаррос

Синнер повторил достижение Джоковича и Надаля по победам на "Больших шлемах"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Семья бывшего главы администрации Кирово-Чепецка победила в конкурсе "Это у нас семейное"



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России