بېوزلي او د ډلهييزو ودونو زياتوالی
په باميان کې د ۱۷ جوړو ډلهييز واده مراسم ترسره شول. ياد ډلهییز واده چې د يو بنسټ لهخوا تنظیم شوی وايي، دوی د هغو ځوانانو ودونه ترسره کوي چې اقتصادي توان نهلري. نور په دې ويډيويي راپور کې:
په باميان کې د ۱۷ جوړو ډلهييز واده مراسم ترسره شول. ياد ډلهییز واده چې د يو بنسټ لهخوا تنظیم شوی وايي، دوی د هغو ځوانانو ودونه ترسره کوي چې اقتصادي توان نهلري. نور په دې ويډيويي راپور کې:
کروندګر وايي، د بازار د نشتوالي له امله د دوی حاصلات له خرابوالي او مالي زيانونو سره مخ دي. دوی وايي، پنځه کیلو هندواڼه په ۲۰ افغانۍ پلوري، خو بيا هم پېرېدونکي نهلري. ياد بزګران د طالبانو د سرپرست حکومت پر نه پاملرنې هم نیوکه کوي. نور په دې ويډیويي راپور کې:
يو شمېر نجونې زدهکوونکې وايي، د اقتصادي ستونزو له امله یې انلاين درسونه پرېښي دي. سميه چې د اتم ټولګي زدهکوونکې وه او د طالبانو د بنديز له امله له زدهکړو بېبرخې شوې ده وايي: "موږ حتی خپلو خوړو ته پیسې نهشو رسولی، تاسې له د انټرنېټ خبره کوئ." سمیې ازادي راډیو ته وویل، د ښوونځي له تړل کېدو وروسته یې په انلاین ډول خپل درسونه پر مخ بیول، خو د اقتصادي ستونزو له امله نور نهشي کولای خپل درسونه تعقیب کړي. هغه وايي: "ما انلاین درسونو سره ډېره مینه لرله، ما غوښتل خپل درسونه تعقیب کړم، ما د خپلې... Читать дальше...
له کمپيوټر ساينس فارغه مېرمن بېوزله مېرمنو ته د خياطۍ او لاسي صنايعو زدهکړه ورکوي. وروسته له هغه چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې نجونې او ښځې له منځنیو او لوړو زدهکړو او دغه شان ډېری دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې له کار کولو راګرځولي، ډېرو مېرمنو د دندو او زدهکړو پر ځای نورو بوختياو ته مخه کړې. د کابل د لوېديځ اوسېدونکې فاطمه محمدي بېوزله او نالوستو ښځو ته په وړيا ډول خياطي او لاسي صنایع ورزده کوي. فاطمه محمدي چې د کمپيوتر ساينس برخه کې يې زدهکړې کړي دي، بېلابېلو برخو دندې هم ترسره کي دي. Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له افغان تخلیې ایتلاف سره به خپل تړون د دوشنبې په ورځ بیا تمدید کړي. یو شمېر افغانان چې د متحدهایالاتو د ځانګړي مهاجرت ویزې، ایس آی وي، پي۱، پي۲ یا P1،SIV او P2 کېسونه لري په خپلو کېسونو کې د نه پرمختګ او په دې برخه کې د چارو له سستوالي شکایت کوي. رفیعالله چې په خبره یې مخکې له امریکايي ځواکونو سره ژباړن و، ازادي راډیو ته وویل چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د خپلې کډوالۍ د ځانګړې ویزې دوسیه تعقیبوي. نوموړی وايي، د امنیتي ستونزو له امله په درېیم هېواد کې ژوند کوي چې د پناه غوښتنې کېس یې وروستی شي. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکوي، چې احتمالاً د ۲۰۲۳ کال له جون څخه تر نومبر مياشتې پورې به د ۲۲ هېوادونو په ۱۸ سیمو کې د خوړو خوندیتوب نور هم خراب شي. د کابل ولايت اوسېدونکې سميرا چې ښوونکې وه او د طالبانو له بياځلي واکمنۍ راهيسې له دندې ګوښه شوې ده وايي: "هرې دروازې ته لاړم، نانوايي ته لاړم دوکانونو ته لاړم هر څه مې وکړل چا راته خیرات را نهکړ." نوموړې چې د خپل د کورنۍ سرپرسته ده، وايي، خاوند یې ورک دی او له ډېرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده. Читать дальше...
روسي ځواکونو نن سهار وختي د لسګونو ډرون الوتکو په مرسته پر اوکراین حملې کړې دي. راپورونه وایي چې مسکو غواړي د اوکراین د تهاجمي بریدونو مخه ونیسي. روسي ځواکونو هم د ډرون حملې کړي او هم یې د اوکراین بېلابېلې سیمې نن سهار په توغندیو ویشتلي دي. په پلازمېنه کییف کې چارواکي وایي، د تورې بحیرې پر غاړه په اودیسا ښار کې درې ملکیان وژل شوي او په مرکزي پولتاوا سیمه کې روسیي ځواکونو یو پوځي هوایي ډګر په نښه کړی دی. د چارواکو په وينا، په دې بریدونو کې یو نهه ویشت کلن کس په خارکیف کې هم وژل شوی دی. رویټرز... Читать дальше...
د اوکراین پوځ نن اعلان وکړ چې د اودیسا پر بندري ښار د تېرې شپې د بېپیلوټه الوتکو په بمبارۍ کۍ یو شمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي. د اوکراین د پوځ عملیاتي قومانداني په فېسبوک کې لیکلي، یوه ډرون الوتکه چې هوایي مدافع ځواکونو ویشتلې پر یوې څو پوړیزه ودانۍ لګېدلې چې د اورلګېدو سبب شوې ده. راپورونه وایي، دې اور د درې ملکیانو ژوند اخیستی او شپږ ویشت تنه نور یې ټپیان کړي دي. د اوکراین هوایي ځواکونه همدا راز وایي، روسیې په پنځه دېرش ډرون الوتکو او اته توغندیو پر اوکراین برید وکړ چې له دې ډلې یې... Читать дальше...
د ترکیې دفاع وزارت نن په یوه بیان کې وویل چې په پلازمېنه انقره کې د توغندیو د جوړېدو په فابریکه کې چاودنې پنځه کارګر وژلي دي. دا چاودنه نن د 'ایم کې اي' توغندیو او چاودېدونکو موادو په فابریکه کې وشوه. ياده فابریکه له انقرې څخه شاوخوا څلوېښت کیلومتره لرې ده. د انقرې والي واسیپ ساهین خبریالانو ته وویل، د ژغورنې هڅو ته اړتیا نهشته ځکه چې نه څوک ایسار شوي او نه هم څوک ټپي شوي چې روغتون ته انتقال شي.
د امریکا د متحدهایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن به راتلونکې اوونۍ چین ته ولاړ شي. دا سفر چې پخوا د فبروري په میاشت کې پلان شوی و، د دې لپاره وځنډېده چې د امریکا پر فضا د چین یو مشکوک څارونکی بالون ولیدل شو او بیا امریکا وویشت او اعتراض یې وکړ. وروسته تر دې چې په ۲۰۱۸م کال کې بلېنکن د مایک پامپیو پر ځای د امریکا د متحدهایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو، دا چین ته د ده لومړی سفر دی. یو شمېر چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، بلېنکن به د جون په ۱۸مه پېکېنګ ته ورسېږي. د امریکا... Читать дальше...
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره بنګلهدېش ته رسېدلې ده. افغان کرکټ بورډ ویلي چې لوبډله یې نن شنبه د جون ۱۰مه یاد هېواد ته ورسېده. ټاکل شوې چې افغانستان او بنګلهدېش د جون په ۱۴مه نېټه خپله یوازېنۍ ټېسټ سیالي پيل کړي چې د همدې میاشتې تر ۱۸مې نېټې به دوام وکړي. افغان کرکټ ادارې د یو شمېر پخوانیو او ځوانو لوبغاړو په ګډون دې ټېسټ سیالۍ ته ۱۵کسیزه لوبډله اعلان کړې ده. د ویلو ده چې دواړه هېوادونه به په جولای میاشت کې د یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ هم ولوبوي.
د اروپا فوټبال د اتلانو لیګ پایلوبه نن د مانچسټرسیټي او اینټرمیلان لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. دغه سیالي به د کابل پر وخت د شپې ناوخته د ترکیې د اتاترک د فوټبال په لوبغالي کې ترسره شي. مانچسټرسيټي د انګلستان او اینټرمیلان د ایټالیا د فوټبال مخکښ کلبونه دي. د ویلو ده چې په دواړو کلبونو کې د فوټبال یو شمېر نوموتي لوبغاړي لوبېږي.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا د اتلولیو په ترڅ کې خپله لومړۍ لوبه له کوربه قرغزسستان سره کوي. د افغانستان فوټبال فدراسیون د خبر له مخې چې دغه سیالي به نن شنبه د جون ۱۰مه د کابل پر وخت ماښام ۷:۳۰ بجې پیل شي. یاد فدراسیون وايي، افغان لوبډله په ب ګروپ کې سیالۍ کوي او د دې لوبې ګټونکې لوبډلې ته ۳ نومرې ورکول کېږي. دغه راز تېره ورځ د یوه خبري ناستې پر مهال عبدالله المطیري په خپلو څرګندونو کې ډاډ څرګند کړی دی چې افغان لوبډله به ډېر ښه فوټبال نندارې ته وړاندې کړي. د ویلو ده چې د افغانستان... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو د عملي کېدو د څارنې او څېړنې کمېټې نوی راپور ښيي چې طالبانو د القاعده او یو شمېر نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړې نه دي. د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د بندیزونو د عملي کېدو د څارنې او څېړنې کمېټې په خپل نوي راپور کې ویلي، طالبان له القاعده او پاکستاني طالبانو سره پیاوړې اړیکې لري او تر څنګ یې یو شمېر نورې ترهګرې ډلې هم د دوی تر واکمنۍ لاندې فعالیت او ازادي لري. دا راپور چې د جون په لومړۍ نېټه چمتو شوی او تازه خپور شوی پهکې راغلي، طالبانو د دوحې... Читать дальше...
کابل کې روانه اونۍ یو نندارتون جوړ شوی چې په کې نجونو او ښځو خپل هنري کارونه او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړل. د دغه نندارتون جوړونکي وايي چې د نندارتون موخه د دغو تولیداتو لپاره د خرڅلاو زمینې برابرول او ښځو ته د کار فرصت پیدا کول دي.
نا تایید شوي راپورونه وايي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې مشر ثناالله غفاري چې په شهاب المهاجر هم مشهور دی وژل شوی دی. د امریکا د پوځ مرکزي قرارګاه یا سنتکام د امریکا غږ راډیو ته ویلي چې دوی هم د تېرې اوونۍ په ترڅ کې په کونړ ولایت کې د المهاجر د وژل کېدو راپورونه ترلاسه کړل، خو د سنتکام یو چارواکي جګړن جان مور یادونه کړې چې دی اوس مهال په دې اړه هېڅ نهشي ویلای. پاکستاني رسنیو پرون د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي د سرچینو په حواله خبر ورکړ چې المهاجر په کونړ ولایت... Читать дальше...
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوه تازه راپور په اړه یې د بخښنې د نړیوال سازمان او د بشري حقونو د مدافعانو د ډلې له چارواکو سره خبرې کړي. مېرمن امیري بېګا ناوخته په یوه ټویټ کې لیکلي چې د افغان ښځو او نجونو د ناوړه وضعیت په اړه د حساب کتاب او د هغوی ژوند ته د رڼا د راوستلو د هڅو لپاره د دې دوو بنسټونو مننه کړې. د ښځو پرضد د طالبانو د جګړې په نوم د بخښنې د نړیوال سازمان او د بشري حقونو د مدافعانو د ډلې راپور د تېرې مې میاشتې په ۶مه نېټه خپور شو. Читать дальше...
بریتانیا د افغانستان لپاره په خپل سفارت کې نوی شارژدافېر وګوماره. د بریتانیايي رسنیو د راپورونو له مخې رابرت ډیکسن به په راروانه جولای میاشت کې په قطر کې خپل ماموریت پیل کړي. پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته بریتانیا او یو شمېر نورو لوېدیځو هېوادو د افغانستان لپاره خپلې ډیپلوماتیکې استازولۍ دوحې ته ولېږدولې. ډیکسن له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې په کابل کې د بریتانیا د سفارت د شارژدافېر او مرستیال سفیر پر دندو کار کړی. نوموړی له ۳۴ کلونو راهیسې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت کې دنده... Читать дальше...
متحدوایالتونو په چین کې د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو پر ناین سټار او یو بل کیمیاوي شرکت د وارداتو بندیزونه لګولي دي. ناین سټار چې ادعا کوي د نړۍ په کچه د لیزرې پرنټرونو څلورم لوی تولیدوونکی شرکت دی، له شینګ جانګ ژونګتای شرکت سره یو ځای د اویغور مسلمانانو او نورو ډلو پر وړاندې د بشري سرغړونو له وجې د امریکا د بندیزونو په فهرست کې راغلی دی. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د متحدوایالتونو د کورني امنیت وزارت پرون د جون نهمه وویل چې متحدایالتونو ته د دې شرکتونو واردات له دې وروسته ممنوع دي.... Читать дальше...
سپینه ماڼۍ د خپلو سرچینو په حواله وايي، ایران په پام کې لري چې د روسیې په خاوره کې د بېپیلوټه الوتکو د تولید تاسیسات پراخ کړي. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي پرون وویل، ایران روسیې ته د دې ډول الوتکو استولو ته دوام ورکوي څو د اوکراین په جګړه کې له هغو کار واخلي. کربي وویل، ایران او روسیه هڅه کوي د بېپیلوټه الوتکو د تولید صنعت د جګړې سیمې ته ورنږدې کړي او زیاته کړه یې چې د ده د معلوماتو له مخې د دې الوتکو د جوړولو تاسیسات د مسکو د ختیځ په زر کیلومترۍ کې په پام کې نیول شوي دي.
نړیوالو مطبوعاتو ته کتنه ګارډین: برتانوۍ ګارډین ورځپاڼې، د افغانستان په اړه یوه لیکنه کې ویلي چې د امریکا متحد ایالتونه له اسټرالیا سره د دفاعي روزنې پر اړیکو بیا کتنه کوي. دا کتنه داسې وخت کېږي، چې د یوې څېړنې له مخې د اسټرالیا ځانګړي ځواکونه په افغانستان کې په جنګي جنایتونو تورن شوي دي. د لیکنې په پیل کې راغلي، د امریکا متحدو ایالتونو ویلي د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو له خوا د جنګي جنایتونو ادعا د دې سبب شوه، چې پر دوه اړخیزې روزنې بیا کتنه وشي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ دا پرېکړه وشوه، چې د دوی ترمنځ به امنیتي همکاري نه ځنډول کېږي. Читать дальше...
اوکراین او متحدهایالات وايي داسې شواهد لري چې د اوکراین په جنوب کې د برښنا د یوه بند په الوځولو کې د روسیې لاس لرل ثابتوي. د اوکراین او امریکا د استخباراتو تازه معلوماتو هغه شواهد لا پیاوړي کړي چې د اوکراین په جنوبي سیمه خرسون کې د کاخوفکا د برښنا پر بند په برید کې د روسیې لاس لرل ثابتوي. دا بند د سهشنبې ورځې په سهار وختي والوځول شو. د بند د ویجاړېدو له کبله پراخې سیمې تر اوبو لاندې شوې او زرګونه کسان اړ شول چې له خپلو سیمو ووځي. د اوکراین د امنیتي خدماتو اداره یا 'ایس بي یو' وايي، د... Читать дальше...
اسلامي دولت ډلې يا داعش په تېره یوه میاشت کې په بدخشان ولایت کې د درېیمې خونړۍ حملې مسوولیت هم ومانه. اسلامي دولت ډله یا داعش ادعا کوي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې خپله درېیمه حمله هم په بدخشان ولایت کې ترسره کړه. وروستۍ حمله چې دې ډلې یې مسوولیت ومانه، د پنجشنبې په ورځ د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د سرپرست والي نثاراحمد احمدي د فاتحې په مراسمو کې وشوه. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وویل، په دې چاودنه کې ۱۱ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۳۰ نور کسان ټپیان شول. د راپورونو له مخې دا... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости