افغانستان کې د کونډو مېرمنو د ژوند ناوړه وضعیت؛ طالبان: د کونډو د ثبت نوې لړۍ پیلوو
د ملګرو ملتونو سازمان وايي، اوس مهال په ټوله نړۍ کې د کونډو مېرمنو شمېر له ۲۵۸ میلیونو څخه زیات دی. د ملګرو ملتونو سازمان وايي، هغه کورنۍ چې سرپرستي یې کونډې مېرمنې کوي، د بې وزلۍ له خطر سره مخ دي او بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري. دغه سازمان د جون د ۲۳مې د کونډو د نړیوالې ورځې په مناسبت یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي، جګړې، بې ځایه کېدو، کډوالۍ او کرونا ویروس په دې وروستیو کې لسګونه زره مېرمنې کونډې کړې او د ډېرو مېړونه ورک شوي دي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې اوس مهال په ټوله نړۍ کې د کونډو مېرمنو شمېر له ۲۵۸ میلیونو زیات دی. Читать дальше...