Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Ноябрь
2023

Новости за 06.11.2023

کرکټ نړیوال جام؛ بنګله دېش سریلانکا ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې نن بنګله دېش سریلانکا ته د درې ویکټو په توپیرماتې ورکړه. بنګله دېش د اوو لوبغاړو په سوځیدو په ۴۲ اورکې ۲۸۲ منډې وکړې او د سریلانکا د ۲۸۰ منډو هدف یې پوره کړ. ټاکل شوې چې سبا سې شنبې افغانستان له استرالیا سره د سیالۍ ډګرته ووځي. دا به په دې جام کې د افغانستان اتمه لوبه وي. افغانستان څلورلوبې ګټلي او درې یې بایللي دي.

ترکي سیال سره تر لیدنې وروسته؛ بلېنکن: ناټو کې د سویډن د شاملیدو هڅې به ګړندۍ شي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره له خبرو وروسته وویل چې دی ډاډه دی چې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب په هڅو کې به پرمختګ وشي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې څو میاشتې یې په دې تړون کې د سویډن د غړیتوب مخه نیولې وه نن په دې اړه یوه مسوده پارلمان ته د تصویب لپاره وړاندې کړه. مخکې له دې دغه مسوده پارلمان ته د عمومي رایې اخیستو لپاره وړاندې شي، د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټه یې باید تصویب کړي. بلېنکن له ترکیې له روانیدو مخکې... Читать дальше...

د بنګله دېش او سریلانکا کرکټ لوبه روانه ده

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې د بنګله دېش او سریلانکا د ټیمونو ترمنځ لوبه روانه ده. بنګله دېش پچه وګټله، خو سریلانکا ټیم یې د توپوهنې بلنه ورکړې. سریلانکا د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۷۹ منډې کړې او بنګله دېش ته د ۲۸۰ منډو هدف ټاکلی. بنګله دېش اوس توپوهنه کوي او د ۲ لوبغاړو په سوځیدو په ۱۹ اورکې ۱۲۳ منډې کړي دي. د دغو سیالیو په ترڅ کې هند پرون جنوبي افریقا ته د ۲۴۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه. په دې جام کې د افغانستان اتمه لوبه سبا سې شنبې له استرالیا سره ده. افغانستان څلورلوبې ګټلي او درې یې بایللي دي.



روغتیایي چارواکي: د غزې د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۰ زرو تنو واوښت

Pa.azadiradio.com 

په غزه کې د روغتیا وزارت وایي چې د اسراییل د روانو بریدونو په نتیجه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له لس زره تنو واوښت. دې وزارت وویل چې په غزه کې لس زره او ۲۲ کسان وژل شوي خو دا یې نه دي ویلي چې د وژل شویو څومره یې وسله وال او څومره ملکیان دي. پرغزې اسراییل د اوکتوبر له اومې وروسته له هغې بریدونه پیل کړل چې حماس د اسراییل پرجنوبي ښارګوټو د پراخو بریدونو په ترڅ کې ۱۴۰۰ اسراییلیان ووژل او شاوخوا ۲۴۰ یې یرغمل او هغه یې له ځان سره غزې ته یووړل.

تېرا کې د څو پاکستاني سرتېرو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په تېرا کې له وسله والو سره په نښتو کې د څو سرتېرو د وژل کیدو خبر ورکوي. د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې نن په یوه اعلامیه کې وویل چې پرامنیتي ځواکونو هغه مهال برید وشو چې د خیبرپښتونخوا ایالت د خیبرولسوالۍ په تیرا سیمه کې یې عملیات کول. پوځ له وسله والو سره په نښتو کې د یوه ډګرمن په ګډون د څلورو سرتیرو د وژل کیدوه خبره کړې ده. د پوځ په وینا، په نښتو کې درې سخت دریځي هم وژل شوي دي. تراوسه د دغه برید مسوولیت چا یا کومې ډلې نه دی اخیستی، خو په دې سیمه کې د پاکستاني... Читать дальше...

هېواد ته د ستنیدونکو افغانو نجونو اندېښنه؛ « کار او زده کړې نشته، راتلونکی تیاره دی »

Pa.azadiradio.com 

له ېاکستانه د احتمالي وتلو په صورت کې د یو شمېر افغان ښځو او نجونو اندېښڼې چې دغه هېواد ته د زده کړو لپاره تللي. وروسته له هغې چې د پاکستان حکومت د نومبر د میاشتې له پیله په دغه هېواد کې د بې اسناده افغان کډوالو نیول او اېستل پیل کړل، اوس یو شمېر کورنۍ او نجونې چې د زده‌کړو لپاره دغه هېواد ته تللي وايي، افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې به د دوی تعلیمي راتلونکې له خطر سره مخامخ شي. کميلا چې په سوېلي ښار کوټه کې اوسيږي له ازادي راډیو سره يې په خبرو کې وويل، که طالبانو نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي... Читать дальше...



د کونړ سېند د مهارولو ولسي کمپاین؛ ستانکزی: د اوبو مهارولو ته ژمن یوو

Pa.azadiradio.com 

په ټولنیزو شبکو کې ځینو فعالانو چې د طالبانو پلویان هم په کې دي، د کونړ سېند د اوبو مهارولو په خاطر کمپاین پیل کړی. دا کمپاین وروسته له هغه پیلېږي چې د پاکستان سرپرست حکومت له دې هېواده د بې اسنادو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې ده. دا فعالان وايي، د دې پرېکړې په ځواب کې دې د کونړ سېند اوبه چې پاکستان ته روانې دي، را وګرځول شي. د دې انلاین کمپاین یوه ګډونوال عطاالله خوږياڼي ازادي راډيو ته وویل، خلک غواړي چې اوبه مهار شي او په دې خاطر مرستې ته هم تیار دي. خوږياڼی زیاتوي: "ولسونه لېواله... Читать дальше...

د طالبانو حکومت: ایران ته د سلګونه زره ډالرو او یورو قاچاقبر نیول شوی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت وایي، هغه کس یې نیولی چې ایران ته یې سلګونه زره ډالر او یورو په قاچاقي ډول لېږدول. دغه وزارت نن ( د لړم ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نیول شوي کس څلور نیم لکه یورو او یو لک او پنځوس زره ډالر په یوه ترانزیتي ټیکسي کې ځای پر ځای کړي وو. د اعلامیې له مخې، موټر کې یو نیم میلیون سعودي ریال هم و خو دا معلومات نشته چې قاچاق وړونکی څوک او دا پیسې یې څنګه ترلاسه کړې وې. تر دې وړاندې د افغانستان د صرافانو ټولنې ازادي راډیو ته تایید کړې وه چې ایران او پاکستان ته د... Читать дальше...

د اوکراین پر اودیسې د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه پنځه کسان ټپیان شوي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پر اودیسې بندري ښار د روسیې د توغندیو او بې پيلوټه الوتکو په بریدونو کې لږ تر لږه پنځه تنه ټپیان شوي دي. د اودیسې والي اولیح کیپر ویلي چې په دغو بریدونو کې د یوه موزیم ودانۍ، د بندر تاسیسات او د هستوګنې کورونه زیانمن شوي دي. په بریدونو کې د غلودانو ګدامونو ته هم زیان اوښتی دی. د اودیسې والي ویلي، د دوی د هوايي دفاع ځواکونو د روسیې له خوا توغول شوې ۱۵ بې پیلوټه الوتکې شنډې کړي هم دي.

د طالبانو له بنده د بندي فعالانو او ژورناليستانو د خوشې کېدو غوښتنه وشوه

Pa.azadiradio.com 

قلم لارې ټولنې د طالبانو له حکومته غوښتي چې په زندانونو کې بې برخه لیکه بندیان په ځانګړې توګه ښځینه فعالانې، ژورناليستان او فعالان ژر تر ژره ازاد کړي. دغې ټولنې نن د لړم ۱۵مه په یوه اعلامیه کې د خپل مشر او د تعلیم د فعال مطیع الله ویسا د ۲۱۵ ورځې زنداني کېدو لاملونه غیر عادلانه بللي دي. ويسا د روان کال د مارچ په پای کې په کابل کې ونیول شو او طالبانو هغه د 'حکومت ضد فعالیتونو' په ترسره کولو تورن کړ، خو کورنۍ یې دا تور رد کړی و. مطیع الله ویسا د اکټوبر میاشتې په ۲۶مه د طالبانو له بنده ازاد شو. Читать дальше...

د طالبانو حکومت پاکستان ته د سخت غبرګون د ښودلو خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی پاکستان ته خبرداری ورکوي چې د افغان کډوالو پر وړاندې خپله رویه بدله کړي، ګنې دوی به یې پر وړاندې سخت غبرګون وښيي. ستانکزي چې نن یې په کابل کې 'د افغانستان راتلونکي اقتصادي پراختیا په تړاو نړیوال کنفرانس' تر عنوان لاندې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې، د پاکستان امنیتي ځواکونه ظالمان او رشوت خواره وبلل او ویې ویل چې له افغان کډوالو یې د هغوی پیسې او شتمنۍ لوټلي دي. هغه له پاکستانه د افغان کډوالو اخراج ظالمانه او یو طرفه پرېکړه وبلله... Читать дальше...

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه ناڅاپي سفر عراق ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون یکشنبه په ناڅاپي سفر عراق ته ورسېد. منځني ختیځ ته د بلېنکن د دې سفر هدف د اسراییل او د فلسطینۍ ډلې حماس ترمنځ د جګړې د شدت کمول ګڼل کېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د عراق تر سفر مخکې لوېدیځې غاړې ته سفر کړی و. انټوني بلېنکن په بغداد کې د عراق له صدراعظم محمد شیاع السوداني سره خبرې وکړې. د بلېنکن الوتکه پرون د بغداد پر نړیوال هوايي ډګر کېناسته. هغه چې زغروال واسکټ په تن کړی و، وروسته په بلک هاوک څرخي الوتکه کې د بغداد زرغونې ساحې ته لاړ. Читать дальше...

د سوډان پر یوه بازار د توغندیو د لګېدو له کبله ۲۰ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې څه باندې ۲۰ کسان پر یوه بازار د توغندیو لګېدو په پېښه کې ووژل شول. دا خبره د ډیموکراسۍ پلوه مدافع وکیلانو کمېټې په یوه اعلامیه کې کړې ده. په دغه هېواد کې دا د روانې ناکرارۍ وروستی مورد ګڼل کېږي. په سوډان کې په اپرېل میاشت کې د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د هغه د پخواني مرستیال محمد حمدان دقلو ترمنځ چې د چټک ملاتړ د ځواکونو مشري کوي، د قدرت پر سره جګړه روانه ده. په دې جګړه کې تر اوسه تر ۱۰زرو او ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي. ملګري ملتونه وايي، له دې کبله څه باندې... Читать дальше...

غزه کې د ناکراریو زیاتوالی؛ د ایران رهبر د حماس ډلې له سیاسي مشر سره کتلي

Pa.azadiradio.com 

د ایران چارواکو پرون ناوخته تایید کړه چې د دغه هېواد رهبر ایت الله علي خامنه‌اي په وروستیو ورځو کې د ایران له ملاتړه د برخمنې حماس ډلې له سیاسي مشر اسماعیل هنیه په تهران کې کتلي دي. ایراني چارواکو د حماس ډلې وړمې ورځې هغه بیانونه چې د دې کتنې په باب وو، تایید کړل. دا کتنه داسې وخت کېږي چې د حماس تر ولکې لاندې غزې تړانګه کې ناکراري زیاته شوې ده. د خامنه‌اي دفتر وايي، هنیه په دې کتنه کې په غزه کې د وروستیو تحولاتو راپورونه وړاندې کړل. وروسته له هغې چې حماس ډلې د اکټوبر پر اوومه پر اسراییل په... Читать дальше...

حکیم‌الله نورزي راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره خپله ۳۰۰ جریبه پلرنۍ ځمکه ځانګړې کړې

Pa.azadiradio.com 

د حکیم الله نورزي په نوم د افغانستان یوه ملي سوداګر له پاکستانه راستنول کېدونکو افغان کډوالو ته د اوسېدو لپاره خپله درې سوه جریبه پلرنۍ ځمکه ځانګړې کړې ده. دغه سوداګر د یکشنبې په ورځ د طالبانو تر ادارې لاندې ملي تلوېزیون ته ویلي چې د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې یې دغه ځمکه د لسو کلونو لپاره راستنېدونکو کورنیو ته ځانګړې کړې ده. دغه افغان سوداګر ویلي، له نورو سوداګرو سره په ګډه پلان لري چې له پاکستانه راتلونکو کډوالو ته د پاکو اوبو او نورو اړتیاو د پوره کېدو امکانات برابر کړي. پاکستان... Читать дальше...

کرزي له افغان زلزله ځپلو او راستنېدونکو کډوالو سره د یوناما د مرستو دوام غوښتی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوناما له سیاسي مرستیال مارکوس پوټزل نه غوښتي چې د هرات زلزله ځپلو او له پاکستانه راستنېدونکو کسانو سره، مرستې جارې وساتي. د حامد کرزي دفتر پرون یکشنبه پر خپله ایکسپاڼه زلزله ځپلو او راستنېدونکو کډوالو ته د ژوند او کور جوړولو په برخه کې د یوناما د مرستو د دوام غوښتنه کړې ده. په دې لیدو کتو کې دواړو لوریو د نجونو پر تعلیم او د مېرمنو پر کار هم ټینګار کړی دی. طالبانو د نړیوالو له غوښتنو سره سره نجونې له تعلیم او مېرمنې په نادولتي موسسو کې له کاره منعه کړي... Читать дальше...

د بلوچستان په چمن کې پرلت شپاړسمې ورځې ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د بلوچستان په چمن ښار کې افغانستان ته د تګ راتګ پر لاره د پاسپورټ او ویزې د لازمي کېدو پر ضد پرلت پرون شپاړسمې ورځې ته ورسېد. دا په داسې حال کې ده چې د ازادي راډیو مشال څانګې لیکلي چې د چمن انتظامیې له پلان سره سم د نومبر پر لومړۍ نېټه پر پوله د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې لرلو شرط عملي کړ. د سوداګرو اتحاديې او سياسي ګوندونو دا پرلت د اکټوبر پر ۲۱مه پيل کړی او غوښتنه کوي چې چارواکي دې د چمن او سپين بولدک ترمنځ پر دروازه خلکو ته د پخوا په شان پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکړي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Денис Мацуев

Фестиваль «Денис Мацуев представляет» стартовал в Екатеринбурге





Rss.plus
Америка

"СВЯТОЙ ЛЕНИН: сенсация о прогнозах направит Америку и Европу творить добро?!




Школу № 9 в Наро-Фоминске капитально отремонтируют к сентябрю

Специалисты начали реабилитировать Верхний Салтыковский пруд в Северном Бутове

В Краснодаре завершают монтаж коммуникаций на пересечении улиц Российской и Солнечной

Климатолог Киселев: сообщения о молнии как оружии – это только конспирология




د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ د سریلانکا او بنګله‌دېش لوبډلې سیالي لري

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د پنځوس اوریزو لوبو د نړیوال جام په اته دېرشمه سیالۍ کې نن د سریلانکا او بنګله‌دېش لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي. دغه لوبه د نوي ډیلي په لوبغالي کې د افغانستان په وخت د ماسپښین یوه بجه پیلېږي. افغانستان په دې جام کې سبا سه شنبه له اسټرالیا سره مخامخېږي. افغانستان تراوسه په نړیوال جام کې ۷ لوبې کړي چې څلور یې ګټلي او درې هغه یې بایللي دي.

له غزې د ټپيانو او بهرنیو اتباعو د تخلیې بهیر بیا پيل ته هڅې روانې دي

Pa.azadiradio.com 

له غزې تړانګې د ټپيانو او بهرنیو اتباعو د تخلیې د ځنډیدلي بهیر بیا پيل ته هڅې روانې دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د تخلیې دغه بهیر د شنبې په ورځ وروسته له هغه و درېد چې پر یوه امبولانس موټر یې خونړی برید وشو. له غزې د تخلیې موافقه د اسراییلو، حماس او مصر ترمنځ د قطر په منځګړیتوب شوې چې د شنبې تر ورځې پورې یې پر اساس ۱۱ سوه کسان د رفح بندر له لارې مصر ته تخلیه شوي دي. بل لورته پرون هم پر غزې د اسراییلو بریدونه روان و او د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د کډوالو پر دوو پنډغالو بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي دي. Читать дальше...

د کاتولیکو عیسویانو مشر د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسس د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند غوښتنه وکړه. د اسراییلو او حماس د تازه پيل شوې خونړۍ جګړې سبا یوه میاشت پوره کېږي، خو د اسراییلو له خوا لا هم پر غزې تړانګه بریدونه دوام لري او د تاوتریخوالي د کمېدو څرک نه ترسترګو کېږي. د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسس پرون یکشنبه په واتیکان کې د خپلې اونیزې وینا پر مهال غوښتنه وکړه چې د ټپیانو د ژغورنې او بشري مرستو په خاطر باید جګړه مهار او اوربند وشي. هغه زیاته کړه: "زه لا هم د فلسطین او اسراییل د نازک حالت په اړه په فکر کولو بوخت یم. Читать дальше...

تورخم؛ د تازه ستنو شویو افغانانو په مېشت غالي کې وضعیت څنګه دی؟

Pa.azadiradio.com 

له پاکستانه خپل هېواد ته تازه ستانه شوي افغانان د دوی سمدستي مېشتونې ته په ځانګړو مېشت غالو کې له ګڼو ستونزو شکایت لري. د طالبانو د حکومت اړوند چارواکي بیا تازه ستنو شویو ته د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو خبر ورکوي. د تورخم تازه حال په دې راپور کې لیدلی شئ:

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دوام؛ داوړ: پاکستان د بشر ضد جنایت ترسره کوي

Pa.azadiradio.com 

بېلابېلو سیاستوالو او د بشري حقونو فعالانو له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پر څرنګوالي نیوکې کړي دي. له پاکستانه د افغان کډوالو راایستل دوام لري او دغه لړۍ ورځ تر بلې د سیاستوالو او بشري حقونو د فعالانو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخامخېږي. د پاکستان د پارلمان غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ محسن داوړ ویلي: "پاکستان د هغو افغان کډوالو په شړلو سره چې نسلونه یې هلته وخت تېر کړی، د بشر ضد جنایت ترسره کوي." داوړ تور پورې کړی چې پاکستان اوس د افغان کډوالو په پلمه د پاکستان پښتانه هم خپل... Читать дальше...



Москва

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Отделение СФР по Москве и Московской области в текущем году компенсировало стоимость полиса ОСАГО более 600 жителям региона


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о развитии столичного района Мнёвниковская пойма



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Арутюнов

Звездная встреча: Дольф Лундгрен и Сергей АРУТЮНОВ зажгли вместе в Казахстане. И при чём тут фрикадельки из IKEA?...




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Альбина Мухаметзянова на ПМЭФ объявила о выходе сериала «Команда МАТЧ» в Казахстане

"Евро-Футбол.Ру": "Спартак" летом хочет приобрести вингера

Спортсменки из Пскова привезли два «серебра» с соревнований по джампинг-фитнесу в Москве


ATP

Итальянский теннисист Синнер стал лучшей ракеткой мира в рейтинге ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

12 июня в Оренбуржье пройдут мероприятия, посвященные Дню России



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России