Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Ноябрь
2023

Новости за 10.11.2023

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ سویلي افریقا افغانستان ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ په پنځوس اوریز نړیوال جام کې افغانستان خپلۍ ۹مه سیالي سویلي افریقا ته د ۵ وېکټو په توپير وبایلله او په دې سره یې په یاد جام کې لوبیز سفر بشپړ شو. نننۍ سیالۍ چې د هندوستان په حیدراباد ښار کې ترسره شوه، افغان لوبډلې پچه ګټلې وه او توپوهنه یې وکړه. د ۵۰ اورونو په لوبولو سره افغانستان ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۴۴ منډې یې وکړې. یادې لوبډلې ته عظمت الله عمرزي ۹۷ ناسوځېډلې منډې وکړې چې دا په یو ورځنیو سیالیو کې د نوموړي لوړې منډې هم دي. د سویلي افریقا لوبډلې که څه هم د هدف پوره کولو لپاره... Читать дальше...

په زرګونه فلسطینيان د جګړې له زون څخه د تېښتې په حال کې دي

Pa.azadiradio.com 

په زرګونو فلسطینيان په شمال کې د جګړې له زون څخه د تېښتې په حال کې دي. دا وروسته له هغې ده چې اسراییل له شمال څخه د خوندي تېرېدنې لپاره په جګړه کې یو څو ساعته وقفه اعلان کړه. د اسوشېټېډپرېس د راپور پر بنسټ، غزه چې د افراطي حماس ډلې په کنټرول کې ده، هغه ډله چې امریکا او اروپايي ټولنه يې د یو ترهګریز سازمان په توګه پېژني. چارواکو ویلي، د وژل شویو فلسطینيانو شمېر له ۱۱زرو اوښتی دی. په غزه کې د تاویخوالي له زیاتېدو سره سم خوندي ځای ته د رسېدو هڅې زیاتې شوي دي.



ناروې له پاکستانه د افغان کډوالو په ایستلو اندېښنه وښوده

Pa.azadiradio.com 

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت له پاکستان څخه د افغان کډوالو په ایستلو اندېښنه څرګنده کړې ده. دې وزارت نن د نومبر۱۰مه پر خپلې ایکس شبکې یا پخواني ټویټر لیکلي، ناروې له پاکستان څخه په لویه کچه د افغان کډوالو ایستلو او بشري اغېزو ته اندېښمنه ده. د ناروي د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې چې هغو زیانمنونکو افغانانو ته چې د خوندیتوب په لټه کې دي د پېژندلو او ساتنې یو اغېزمن میکانیزم رامنځه کړي. د نومبر له لومړی نېټې راهیسې په زرګونو بې اسناده افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. Читать дальше...

چارواکي: پاکستان د مېشتو قانوني افغان کډوالو د 'پي‌ او‌ آر' کارتونه تمدیدوي

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکي وايي په دې هېواد کې د مېشتو قانوني افغان کډوالو د 'پي او آر' کارتونه تمدیدوي. د پاکستان د ریاستونو او سرحدونو چارو د وزارت لخوا نن په خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي، د مرکزي کابینې له منظورۍ سره سم د پاکستان حکومت د نادرا ادارې لخوا افغان کډوالو ته د ورکړل شویو 'پي او آر' کارتونو موده د روان کال د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې غځوي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا 'يو این ایچ سي آر' په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴سوه زره راجستر افغان کډوال مېشت دي. د پاکستان حکومت د روان... Читать дальше...

پخوانی افغان نظامي چې روږدی شوی او پې‌سرپناه دی

Pa.azadiradio.com 

سیداحمد د تېر ړنګ شوي جمهوري نظام پر مهال په یوې نظامي لوا کې سرتېری و. هغه وايي، د دندې پر مهال په نشه‌يي توکو روږدی شوی او قومندانانو یې هغه له دندې اخراج کړ. هغه کلونه کېږي چې د فراه په سړکونو له کړاوو ډک ژوند مخته وړي.

دهقانزاده: په خاروغ کې د افغانستان قونسلګرۍ د طالبانو په ملاتړ او لارښوونې کار کوي

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان په خاروغ ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ سرپرست ویلي چې قونسلګرۍ په مستقیمه توګه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ملاتړ او لارښوونې سره سم کار کوي. وروسته له هغې چې په تاجکستان کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام سفیر ظاهر اغبر وویل چې د تاجکستان په خاروغ کې د دغه سفارت قونسلګري فعاله نه ده، د دې قونسلګرۍ مشر نقیب الله دهقانزاده دا خبره رد کړې او زیاته کړې، چې قونسلګرۍ په مستقیمه توګه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ملاتړ او لارښوونې سره سم کار کوي. په هغه ویډیو کې چې د طالبانو... Читать дальше...

نړیوال جام؛ افغانستان سویلي افریقا ته د ۲۴۵ منډو هدف ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوال جام په ترڅ کې افغانستان د سویلي افریقا پر وړاندې د خپلې توپوهنې پاڼۍ بشپړه کړه او ۲۴۴ منډې یې وکړې. دغه سیالي چې د احمداباد ښار په مودي لوبغالي کې پیل شوې ده افغان لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره لس واړه لوبغاړي له لاسه ورکړل. په افغان توپ وهونکو کې عظمت الله عمرزي ۹۷ ناسوځېدلې منډې وکړې. نوراحمد، رحمت شاه او رحمن الله ګربز په ترتیب سره ۲۶ ،۲۶ او ۲۵ منډې وکړې. دا د روان نړیوال جام په لیګ پړاو کې د افغانستان وروستۍ سیالي ده. سویلي افریقا به په څو شېبو کې خپله پاڼۍ پیل کړي.



په خیمو کې مېشت د هرات یو شمېر زلزله ځپلي له ګڼو ستونزو شکایت کوي

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې له مرګونې زلزلې د څه باندې یوې میاشتې له تېرېدو وروسته او د ژمې په رارسېدو سره لا هم یو شمېر زلزله ځپلي په خیمو کې ژوند کوي او له خپلو ستونزو شکایت کوي. د افغانستان په لوېدیځ کې له مرګونې زلزلې چې مرکز یې د هرات ولایت و، څه باندې یوه میاشت تېرېږي، خو لا تراوسه هم یو شمېر زلزله ځپلي له ډېرو ستونزو سره په خیمو کې شپې، ورځې تېروي. د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ د نایب رفیع کلي اوسېدونکی غلام علی یو له هغو زلزله ځپلو څخه دی چې کور یې په بشپړ ډول ویجاړ شوی او د تلو لپاره بل ځای هم نه لري. Читать дальше...

د بې‌اسناده افغانانو د ایستلو دوام؛ پاکستاني چارواکي: بل پړاو کې اسناد لرونکي افغان کډوال هم وباسو

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکي وايي، له دې هېواده د بې‌اسناده افغان کډوالو له ایستلو وروسته سمدستي د هغه افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیلوي چې په دې هېواد کې د اوسېدو لپاره افغان سیټیزن کارټونه ورکړل شوي دي. په داسې حال کې چې له پاکستانه د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په چټکۍ روانه ده، پاکستاني چارواکي وايي له دې پروسې سمدستي وروسته له دې هېواده د هغه افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیلوي چې د کډوالي رسمي اسناد ورکړل شوي دي. د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي تېره ورځ په کراچۍ کې په یو خبري کنفرانس کې وویل... Читать дальше...

چارواکي: اسراییلي ځواکونو د حماس د ځانګړې قطعې یو شمېر وسله‌وال وژلي

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل پوځ وايي، ځواکونو یې نن سهار د پوځي استخباراتو په لارښوونه د حماس د ځانګړې قطعې یو شمېر وسله وال وژلي دي. د اسراییل د پوځ په وینا، په دې عملیاتو کې چې د غزې د جبالیا په لوېدیځه برخه کې وشول، د حماس د ځانګړي ځواک دوه مهم قوماندانان احمد موسي او عمر الهندي هم وژل شوي دي. اسراییل وايي چې د حماس دغه ځواک تېره میاشت په اسراییل کې پر اسراییلیانو په برید کې لاس درلود.

رسنۍ: په عراق او سوریه کې پر امریکايي ځواکونو څلور حملې شوي

Pa.azadiradio.com 

رویټرز خبري اژانس د خبرو سرچینو په قول وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په عراق او سوریه کې پر امریکايي ځواکونو څلور حملې شوي دي. دوو امنیتي سرچینو پرون پنجشنبې رویټرز خبري اژانس ته وویل، په موصل کې د امریکايي پوځیانو په لار کې هغه مهال چاودنه وشوه چې له عراقي پوځیانو سره یوځای په ګزمه وتلي وو. په دې پېښه کې د امریکايي پوځیانو نقلیه وسیلې ته زیان واوښت، خو د مرګ ژوبلې سبب نه شوه.

د کاناډا صدراعظم په مونتریال کې د یهودانو پر دوو ښوونځيو ډزې وغندلې

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا صدراعظم جاسټن ترودو په مونتریال کې د یهودانو پر دوو ښوونځيو ډزې وغندلې. د کاناډا پولیسو پرون پنجشنبې وویل چې په مونتریال کې د یهودانو پر دوو ښوونځیو د شپې له لوری ډزې شوي دي. جاسټن ترودو پرون په مونتریال کې خبریالانو ته وویل، په دې پېښه خلک هم سخت خوابدي دي. ده په عین حال کې په مونتریال کې د چهارشنبې په ورځ په مونتریال کې په غزه کې د اسراییل د جګړې د دوو پلوي او مخالفو خواوو ترمنځ د پوهنتون د محصلانو ترمنځ پر شخړې خواشیني څرګنده کړه.

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ د افغانستان او جنوبي افریقا ترمنځ سیالي روانه ده

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې نن د افغانستان او جنوبي افریقا لوبډلې له یو بل سره مخامخ دي. د دې سیالۍ، چې د هند په احمداباد لوبغالي کې روانه ده، پچه افغان لوبډلې ګټلې او لومړی یې بېټېنګ یا توپوهنه غوره کړې ده. د افغانستان څلور لوبغاړي رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ ،کیپتان حشمت الله شهیدي او رحمت شاه ژر وسوځېدل او دا مهال د عظمت الله عمرزي او اکرام علي‌خېل ترمنځ ملګرتیا روانه ده. د جنوبي افریقا لوبډله نیمه پایلوبې ته وتلې او اوس په جدول کې له هنده وروسته دوهم ځای لري. تر دې دمه د افغانستان... Читать дальше...

د افغانستان د کرکټ مینه‌والو د ملي لوبډلې د ملاتړ لپاره کمپاین پيل کړی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ مینه‌والو د ملي لوبډلې له لوبغاړو د ملاتړ لپاره په خواله رسنیو یو کمپاین پيل کړی دی. دا وروسته له هغه چې پرون د پاکستان کرکټ بورډ په خپله رسمي فېسبوک پاڼه د پاکستاني لوبغاړو یوه کمیډي ویډیو خپره کړه چې په کې د راشدخان د باولېنګ یا توپ اچونې په سټایل ملنډې وهي او خاندي. د افغانستان کرکټ بورډ که څه هم مستقیماً په دې ویډیو او د پاکستان په لوبغاړو څه تبصره نه ده کړې، خو د راشدخان عکس یې خپور او د هغه کړنې یې ستایلي دي. د خواله رسنیو افغان کاروونکو بیا د راشدخان او نورو افغان... Читать дальше...

امریکا رومانیا ته د ابرامز ټانکونو او اړوندو تجهیزاتو احتمالي پلور تصویب کړی

Pa.azadiradio.com 

متحده ایالاتو رومانیا ته د M1A2 ابرامز ټانکونو او اړوندو تجهیزاتو احتمالي پلور تصویب کړی دی. د امریکا د امنیتي دفاعي همکاریو اداره وايي، په دې ۲.٥۳ میلیارد ډالرو وړاندیز شوي پلور سره به د رومانیا د امنیت د ښه والي مرسته وشي. دغې ادارې د امریکا کانګرس ته د دې احتمالي خرڅلاو په اړه د اړین تایید په وړاندې کولو سره خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه چې دا معامله به له ګواښونو سره د مقابلې او د ناټو په عملیاتو کې د ګډون لپاره د رومانیا وړتیا ښه کړي.

په مزارشریف ښار کې بېګا د درنو چاودنو او ډزو غږونه اورېدل شوي

Pa.azadiradio.com 

په مزارشریف ښار کې بېګا د درنو چاودنو او ډزو غږونه اورېدل شوي. په خواله رسنیو باندې د دې چاودنو او ډزو اړوندې ویډیوګانې هم خپرې شوي. په بلخ کې د طالبانو د والي ویاند حاجي زید بیا په خپله ایکس شبکه کې ادعا کړې چې د شپې شاوخوا ۱۱ بجو او شلو دقیقو باندې د مزارشریف په ۱۱ ناحیه کې په یوه کور کې د برښنا د شارټۍ له امله اور لګېدلی او ژر مهار شوی دی. هغه ویلي چې په دې اور لګېدنه کې د کور یوه اندازه وسایل او د ګازو ډبي سوځېدلي. خو ځینو خبریالانو او رسنیو راپور ورکړی چې چاودنه او ورپسې وسله واله شخړه... Читать дальше...

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغانستان او جنوبي افریقا سیالي لري

Pa.azadiradio.com 

په هند کې د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د افغانستان او جنوبي افریقا د ملي لوبډلو ترمنځ سیالي کېږي. د هند د احمداباد د کرکټ په میدان کې د افغانستان دغه وروستۍ سیالي نن د کابل پر وخت د ماسپښین یوه بجه پیلېږي. د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات ازادۍ راډیو ته وویل، دوی هیله من دي چې افغانستان به دغه مهمه مسابقه وګټي. هغه زیاته کړه: "افغان لوبډله تر اوسه ډېره ښه ځلېدلې ده. سترو لوبډلو ته مو ماتې ورکړي دي او اوس په شپږم مقام کې ځای لري." د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تر اوسه د انګلستان،... Читать дальше...


Музыкальные новости
Филипп Киркоров

Обманул сына, бросил жену в 90 лет и потерял дочь: яркая жизнь Бедроса Киркорова





Rss.plus
Сбер

Жители Смоленска с воодушевлением приняли подарок Сбера




«Деревенский вайб»: Бородина показала, как доит корову

МИД России: Москва решительно осуждает авиаудары Израиля по Алеппо

ЦСКА уволил Федотова, команду возглавит Николич

Кошка Маруся задохнулась в переноске на борту самолета Utair




ملګرو ملتونو له پاکستانه د بې‌اسناده افغان کډوالو د خوندیتوب غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ له پاکستانه په هغه هېواد کې د بې‌اسناده افغان کډوالو د خوندیتوب غوښتنه وکړه. له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د اخراج د څرنګوالي په اړه د اندېښنو په دوام د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ یو وار بیا د دغو کډوالو پر خوندیتوب ټینګار وکړ. د خوندیتوب په چارو کې د 'یو این ایچ سي آر' مرستیال کمشنرې جیلیان ټریګز پرون په خپله ایکس شبکه کې لیکلي، دوی بیا هم د هغو افغانانو د خوندیتوب لپاره خپل درخواست ته دوام ورکوي. هغې ویلي، دغه کسان... Читать дальше...

طالبانو د هرات په غوریان کې د اوسپنې د استخراج پروژه رسماً پرانیستله

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو چارواکي وايي چې د هرات په غوریان ولسوالۍ کې د اوسپنې د استخراج پروژه د پنجشنبې په ورځ رسماً پرانیستل شوه. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح اله مجاهد پرون ماښام په خپله ایکس شبکه کې د نورو جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي چې پر دغې پروژې به ۵ میلیارد او ۵۷۰ میلیون ډالره پانګونه وشي. د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت تېر کال ویلي وو چې د غوریان د اوسپنې کان د قرارداد په اړه یوه بین الوزارتي کمېټه جوړه شوې او د دغه کان د سپړلو کار به خصوصي شرکتونو ته وسپارل شي. د طالبانو پر حکومت انتقاد کېږي... Читать дальше...

سپینه ماڼۍ: اسراییل د حماس خلاف به په خپلو حملو کې د ورځې څلور ساعته وقفه راولي

Pa.azadiradio.com 

سپینه ماڼۍ وايي، اسراییل موافقه کړې چې د حماس ډلې خلاف به په خپلو حملو کې د ورځې څلور ساعته بشري وقفه راولي. د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره د دوشنبې ورځې په ټلیفوني خبرو کې د اسراییل په حملو کې د بشري وقفې غوښتنه کړې وه. سپینې ماڼۍ تر دغو ټلیفوني خبرو څو ورځې وروسته پرون پنجشنبه اعلان وکړ چې اسراییل موافقه کړې، څو د حماس ډلې خلاف حملو کې به د ورځې څلور ساعته بشري وقفه راولي. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل، دغه... Читать дальше...

کاکړ: پاکستان د ایکو له غړو سره د سوله‌ییز او سوکاله افغانستان لپاره له نږدې کار کوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان سرپرست صدراعظم انورالحق کاکړ وايي، هېواد یې د اقتصادي همکاریو سازمان یا ایکو له غړو هېوادونو سره یوځای د یوه سوله‌ییز او سوکاله افغانستان لپاره له نږدې کار کوي. د پاکستانۍ رسنیو د راپورونو له مخې، کاکړ دغه څرګندونې پرون پنجشنبه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د اقتصادي همکاریو سازمان په غونډه کې کړې دي. د پاکستان سرپرست صدراعظم د سیمه‌ییز اتصال لپاره د افغانستان د نقش پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د کاسا زر، د ټرانس-افغان رېللارې، د ټاپي پروژې په څېر ارتباطي پروژو لپاره په راتلونکي... Читать дальше...

ایران د جي اووه ډلې اعلامیه وغندله

Pa.azadiradio.com 

ایران، د جي اووه ډلې یا د نړۍ د اوو لویو صنعتي هېوادونو هغه اعلامیه وغندله چې له تهران څخه په کې د حماس ډلې له ملاتړه د لاس اخیستلو غوښتنه شوې ده. په هغه اعلامیه کې له ایرانه دا غوښتنه هم شوې وه، داسې اقدامات دې نه کوي چې منځنی ختیځ بې ثباته کوي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني پرون پنجشنبه د جي اووه ډلې اعلامیه په سختۍ سره وغندله او ویې ویل چې ایران په هغو هڅو کې دخیل و، چې هدف یې د اسراییل له پوځي عملیاتو د غزې د بې دفاع خلکو خوندي کول دي. کنعاني زیاته کړه، تمه کېده چې د جي... Читать дальше...

امریکا شمالي کوریا ته د مسکو له‌خوا د پوځي ټکنالوژۍ د احتمالي لېږد په اړه خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن شمالي کوریا ته د مسکو له خوا د پوځي ټکنالوژۍ د احتمالي لېږد په اړه خبرداری ورکړ. هغه ویلي، دا اقدام به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له څو پرېکړه لیکونو یوه ښکاره سرغړونه وي. هغه پرون پنجشنبه په سیول کې خبریالانو ته وویل، چې د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو له وزیر پارک جین سره یې پر هغو اضافي اقداماتو خبرې وکړې چې د دوی هېوادونه یې له خپلو شریکانو سره کولی شي، څو پر مسکو فشارونه زیات شي او شمالي کوریا ته د پوځي ټکنالوژۍ په لېږد بریالۍ نه شو. Читать дальше...



Москва

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Свыше 5,2 миллиона жителей Московского региона получают набор социальных услуг в натуральном виде


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин рассказал о новых трамвайных линиях в Москве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Metallica

Лидер Metallica Джеймс Хэтфилд рассказал, что ему снились кошмары перед туром




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Дмитрий Вязьмикин – тренер по индивидуальной подготовке молодежного футбола «Локо»

Среди сотрудников уголовно-исполнительной системы Республики Дагестан определили лучшего гроссмейстера

Росгвардейцы обеспечили безопасность во время футбольного матча в Москве


Анастасия Потапова

Ролан Гаррос. Расписание 2 июня. Потапова и Швентек сыграют первым запуском, Синнер – последним



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Городские службы Москвы ликвидируют последствия непогоды и сильного ветра



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России