د مالداوو حکومت له پارلمان څخه د بېړني حالت د تمدید غوښتنه وکړه
د مالدووا حکومت نن د پارلمان له غړیو وغوښتل چې په دغهَ هېواد کې بېړنی حالت د جنورۍ تر لومړۍ نېټې تمدید کړي. په مالدووا کې پروسږکال وروسته تر دې بېړنی حالت اعلان شو چې روسیې پر اوکراین د فبرورۍ په څلرویشتمه غیرموجه برید پیل کړ. مالدووا له اوکراین سره په ختیځ کې یو زر دوه سوه دوه ویشت کیلومتره اوږد سرحد لري.