رابرټ مولر د پوښتنو یو لېست د امریکا د ولسمشر وکیلانو ته سپارلی
نیویارک ټایمز خبر ورکوي چې د امریکا ځانګړي مفتش رابرټ مولر چې د امریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې او د ټرمپ له خوا د عدالت د مخنیوي د احتمال په اړه څېړنه کوي، د پوښتنو یو لېست د امریکا د ولسمشر ټرمپ وکیلانو ته سپارلی دی.
دغې ورځپاڼې نن سې شنبه وویل، په دغه لېست کې چې یوه کاپي یې ترلاسه کړې، بېلابېلې پوښتنې لکه یوکال مخکې د FBI یا د پولیسو د فدرالي ادارې له ریاسته د جیمز کومي د لېرې کولو لپاره د ټرمپ انګېزه څه وه، یا د ټرمپ انتخاباتي کمپاین له روسانو سره څّه ډول اړیکې ټینګې کړې وې، شوې دي.
نیویارک ټایمز وایي، په دې اړه چې ایا ولسمشر پرخپلو اقداماتو سره د عدالت مخنیوی کړی کنه؟ او ایا له هغه سره د مختلفو مسایلو په اړه مرکې وشي، څېړنې ته تراوسه لېوالتیا زیاته ده.