د پاکستان په پارليمان کې د خېبر ايجنسۍ استازي، شاه جي ګل افريدي په مشرۍ يوې جرګې د می په څوارلسمه نېټه د خېبر پښتونخوا ګورنر سره ملاقات کړی دی. د شاه جي ګل په وېنا د دې ملاقات مقصد د می په شپاړسمه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو سره د مذاکراتو تياری او استازي ټاکل وو.
د پاکستان او افغانستان بهرنيوو چارو وزارتونو پلاوو نن په اسلام اباد کې تر ملاقات وروسته په يوه ګډه خبرپاڼه کې وويل چې د ترهګرۍ ځپلو لپاره د دوه اړخيزو همکاريوو پلان يې بشپړ کړی دی.
د پاکستان وزيراعظم له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې چې د می په څوارلسمه په اسلام اباد کې د قامي امنيت په غونډه کې وويل شول چې په هند کې د ممبی حملو په اړه د پخواني وزيراعظم نوازشريف ورکړ شوی بيان غلط او تېرايستونکی دی.
سیاسي کارپوهان وايي د پاکستان، افغانستان او هند ترمینځ له خرابو حالاتو څخه نه یوازې وسله وال ګټه پورته کوي بلکې سيمه هم په معاشي توګه پرمختګ نه شي کولای نو پکار ده چې دا ملکونه سره رایوځای شي او د سیمه ییز امنيت لپاره دې په ګډه سره کار وکړي.
د بريتانيا د محلي استخباراتو ادارې مشر د اروپايي استخباراتو مشرانو ته وويل، روسيه هڅه کوي چې په زيان رسوونکو فعاليتونو او درواغو خپرولو سره اروپايي ډموکراسي کمزورې او په غرب کې شکونه خپاره کړي.
په برلين کې د «Mi-5» مشر اندريو پارکر وويل، روسيه داسې تهاجمي او ورانکاره اقدامات کوي چې خطر زېږوي.
پارکر دا څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې چې جرمني يې کوربهتوب کاوه او د بريتانيا تر څنګ د دغه هېواد د استخباراتو محلي ادارې د يوه برحال مشر لومړۍ عامې څرګندونې دي.
پارکر وويل، په مارچ مياشت کې د روسيې پر... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې په ټول هېواد کې شااوخوا ۲۰ میلیونه څاروي د وښو له کموالي سره مخامخ دي.
د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل چې د سږ کال وچکالۍ د څارویو په ګډون کرنه هم زیانمنه کړې ده.
ښاغلي دراني وویل چې په ۱۵ ولایتونو کې د وچکالۍ ۶۰ فیصده، په ۶ ولایتونو کې ۴۰ او په ۱۳ نورو ولایتونو کې ۲۰ فیصده خطر موجود دی.
ښاغلي دراني دا هم وویل چې ځينو ولایتونو تهيې چې په دې برخه کې له ډېر خطر سره مخ وو، یوه اندازه واښه هم استولي دي.
نیلم ارزو د دیر ده او په پښتو ژبه کې یې ماسټري کړې. د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د ۲۸ کلنې ارزو د شاعرۍ د لومړۍ ټولګې مخکتنه وشوه چې ورته نومیالي ادیبان او شاعران ورغلي ول چې د نوموړې د هڅې ستاینه یې وکړه. ویډیويي رپورټ.
په دې خبري ټولګه کې له تل ابيب څخه بيت المقدس ته د امريکا د سفارت د لېږدولو په اړه د فلسطينيانو پر اعتراض، په پاکستان کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ پر مظاهری او د اټومي تړون د ژغورنې لپاره د ايران د بهرنيو چارو وزير پر هڅو په اړه معلومات اورئ. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ.
مولوي نور محمد د کوټې د پښتون اباد په جومات کې امام دی او وايي، پینځه بچي یې د تېلېسیمیا ناروغي لري. دی د میاشتې پینځه زره روپۍ تنخا لري او وايي، د بچیو د درملنې وس نه لري. ډاکتران وايي، تېلېسیمیا میراثي ناروغي ده چې علاج یې اوږد او ګران دی. ویډیويي رپورټ.
د افغانستان د امنیت د ښهوالي او د دې هېواد د سیاسي ثبات ټينګول د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ولسمشر د نوې ...
د افغانستان د امنیت د ښهوالي او د دې هېواد د سیاسي ثبات ټينګول د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ولسمشر د نوې ...
د جمناسټېک دا سیالۍ د یکشنبې پر ورځ وشوې چې په کې ځېنې یې د کابل او نورې د خېبرپښتونخوا لوبډلې وګټلې او په دې توګه یې لومړی مقام تر لاسه کړ.
دا سیالۍ د پېښور په قیوم سټېډیم یا لوبغالي کې وشوې.
ویډیويي رپورټ وګورئ.
د جمناسټېک دا سیالۍ د یکشنبې پر ورځ وشوې چې پکې ځېنې یې د کابل او نورې د خیبر پښتونخوا لوبډلې وګټلې او په دې توګه یې لومړی مقام تر لاسه کړ. دا سیالۍ د پېښور په قیوم سټېډییم یا لوبغالي کې وشوې. ویډیويي رپورټ وګورئ.
په بیتالمقدس کې د امریکا سفارت د پرانيستلو په وړاندې د فلسطینیانو لهخوا د قهرجنو مظاهرو په ترڅ کې، لسګونه فلسطینیانو ته ...
د سمنګان ولايت چارواکي وايي، د وروستيو ورښتونو او سېلابونو له کبله ٦ کسان مړه شوي دي.
د سمنګان د والي وياند صديق عزيزي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وويل، دغه کسان نن غرمه په مرکز ايبک ښار کې مړه شوي چې په هغوى کې يوه ښځه او څلور ماشومان شامل دي.
د والي وياند وايي، دغو سېلابونو ګڼ کورونه او دوه جوماتونه تخريب کړي دي.
د غزې د روغتيا وزارت چارواکي وايي، نن دوشنبه د غزې په سرحدي سيمه کې د اسرائيل د پوځ په ډزو لږ تر لږه ۳۷ فلسطينيان وژل شوي دي.
د وزارت په حواله، په دغو مظاهرو کې لږ تر لږه ٥٠٠ نور کسان ټپيان شوي دي.
د حماس افراطي ډله چې له ٢٠٠٧ میلادي کال راهيسې پر غزې کنټرول لري، په وروستيو شپږو اوونيو کې د پيل شويو مظاهرو مشري کوي.
د دغو مظاهرو هدف د هغو قلمرونو د محاصرې ماتول دي چې اسرائيل نيولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا متحده ايالات په پام کې لري چې خپل سفارت په څو شېبو کې له تلابيب څخه بيتالمقدس ته ولېږدوي. Читать дальше...
د غزې د روغتيا وزارت چارواکي وايي، نن دوشنبه د غزې په سرحدي سيمه کې د اسرائيل د پوځ په ډزو لږ تر لږه ١٨ فلسطينيان وژل شوي دي.
د وزارت په حواله، په دغو مظاهرو کې لږ تر لږه ٥٠٠ نور کسان ټپيان شوي دي.
د حماس افراطي ډلې چې له ٢٠٠٧میلادي کال راهيسې پر غزې کنټرول لري، په وروستيو شپږو اوونيو کې د پيل شويو مظاهرو مشري کوي.
د دغو مظاهرو هدف د هغو قلمروونو د محاصرې ماتول دي چې اسرائيل نيولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا متحد ايالتونه په پام کې لري چې خپل سفارت په څو شېبو کې له تل ابيب څخه بيت المقدس ته ولېږدوي. Читать дальше...
د پاکستان د پخواني صدراعظم نواز شریف څرګندونو چې په ممبی کې د ۱۰ کاله مخکې حملو پړهیې پر پاکستاني وسلهوالو ...
د ارمنستان صدراعظم نيکول پاشينيان د هغه څه په خاطر د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين مننه وکړه چې ده په ارمنستان کې د وروستي سياسي تحول پر مهال، د روسيې متوازن دريځ بللى دى.
د ارمنستان په پلازمېنه ايروان کې وروستى سياسي تحول د دې سبب شو چې پاشينيان د ارمنستان د صدراعظم په توګه واک ته ورسېږي.
هغه ډاډ څرګند کړ چې د مسکو او ايروان ترمنځ ستراتيژيک شراکت به انکار نه منونکى وي.
د دواړو مشرانو په کتنه کې پوتين هغه ته د بريا هيله وکړه او ويې ويل چې هيله مند دى چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزې اړيکې پراخې شي. Читать дальше...
د حکومت اجرائیه رئیس وايي، هېڅڅوک دا حق نهلري چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وګواښي او د کمېسیون استقلالیت تر ...
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افراطي ډلې چې د مسلمانانو د وژنو او تمدني هویت د ختمولو هڅه کوي، د امام ابوحنیفه له ...
د کابل او هلمند ولایتونو د مدني ټولنې او بشري حقونو ځیني فعالان له هلمند ولایته د کابل پر لور د جنګ خلاف حرکت، د سولې ...
د سوريې د سولې د مذاکرو نهم پړاو نن دوشنبه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې پيلېږي.
دغه مذاکرې د ايران، روسيې او ترکيې په همکارۍ ترسره کېږي.
د قزاقستان د بهرنيو چارو وزارت وياند انور ژايناقوف نن دوشنبه خبريالانو ته وويل، په پام کې ده نن ناوخته د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى سټیفان دي میستورا په دغو مذاکرو کې برخه واخلي او د سوريې د وسلهوالو مخالفینو يو هيئت به سبا ناوخته استانې ته ورسېږي.
ژايناقوف زياته کړه، په دغو مذاکرو کې د امريکا متحده ايالات برخه نهلري.
امريکا تر دې مخکې دغسې مذاکرو ته خپل هيئت استاوه. Читать дальше...
د مسلم ليګ (ن) رهبر او د پاکستان پخواني وزيراعظم ويلي چې د ممبۍ حملو په اړه پر خپله پخوانۍ خبره ولاړ دی او ریښتيا ویلو ته به دوام ورکوي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف او ايراني سيال يې محمد جواد ظريف نن دوشنبه په مسکو کې سره ګوري.
دوى به د ايران د اټمي تړون د خوندي کولو پر لارو چارو په خپلو کې بحث وکړي.
ظريف کليدي هېوادونو ته د سفر په لړ کې د چين پلازمېنې پيکېنګ ته تر سفر وروسته مسکو ته ځي.
دا په داسې حال کې ده چې د ٢٠١٥ میلادي کال له اټمي تړونه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وتلو تر اعلان وروسته ايران له دې ستونزې سره مقابله کوي.
د امريکا تر څنګ، روسيې، چين، بريتانيا، فرانسې او جرمني هغه تړون لاسليک کړى و چې له مخې يې ايران... Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России