په تېرو میاشتو کې د قبایلي سیمو خلکو د خپلو سیاسي او ټولنیزو حقونو د غوښتنو لپاره د مظاهرو یوه لړۍ پیل کړې چې پیل یې د فبرورۍ له لومړۍ څخه د پښتون تحفظ غورځنګ تر نامه لاندې په اسلام اباد کې ۱۰ ورځنۍ ناسته وه.
د بريتانيا صحي چارواکو نن د جمعې په ورځ وويل، د روسيې يو پخوانى جاسوس چې په مارچ مياشت کې د اعصابو په فلجوونکې مادې مسموم کړاى شوى و، نن له روغتونه رخصت شو.
سرګي سکريپال او د هغه لور يوليا د مارچ پر څلورمه د انګلستان په جنوبي ښار سالزبري کې په بېسد حالت کې وموندل شول.
يوليا تېره مياشت له تداوۍ وروسته له روغتونه رخصت کړاى شوه.
په هغه پېښه کې د پوليسو يو افسر هم چې د سکريپال مرستې ته ورغلى و، په نښه شوى و، چې هغه هم له روغتون څخه رخصت شوى دى.
د بريتانيا چارواکو نه دي ويلي، چې سکريپال او لور يې چېرې لېږدول شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بغلان تالهوبرفک ولسوالۍ د دولت له وسلهوالو مخالفینو تصفيه شوه.
د دغه وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي، پهدې ولسوالۍ کې ځاى پر ځاى شوي ماينونه هم پاک شوي او افغان دفاعي ځواکونه پهدې ولسوالۍ کې ځاى پر ځاى شوي دي.
وسلهوالو طالبانو لس ورځې مخکې د بغلان تالهوبرفک ولسوالۍ مرکز ونيوه.
دغه وزارت تر دې مخکې په دغه ولايت کې د دولت ٢١ مخالفو وسلهوالو د وژل کېدو خبر ورکړى و.
دفاع وزارت ويلي و، دغو وسلهوالو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د تالهوبرفک ولسوالۍ د بېرته نيولو په پوځي عملياتو کې اوښتې ده. Читать дальше...
د روسيې پارلمان ته يوه طرحه وړاندې شوې چې د جمهوري رياست پر دوو پرلهپسې دورو به د اساسي قانون محدوديت پاى ته ورسوي.
له دې سره ولاديمير پوتين ته زمينه برابرېږي چې تر ٢٠٢٤میلادي کال وروسته هم پر قدرت پاتې شي.
دغه پېشنهادي طرحه د روسيې د دوما يا ولسي جرګې پر ويبسايټ نن په داسې حال کې خپره شوې چې څه کم دوه اوونۍ مخکې پوتين د جمهوري رياست نوې شپږ کلنه دوره پيل کړه.
دغه طرحه د چنچنيا د يوه وکيل له خوا وړاندې شوى، د چچنيا رهبر رمضان قديروف په وار- وار له ولسمشر پوتين څخه د وفادارۍ ژمنه کړې ده.
... Читать дальше...
د غزني ولایت سیمهییز چارواکي وايي، د دغه ولایت اجرستان ولسوالۍ وسلهوالو طالبانو له تېرې شپې راهیسې کلابنده کړې ده.
د امريکا دفاع وزارت وايي، د افغانستان په لويديځ کې پر فراه ښار د طالبانو په حملو کې د ايران د ملاتړ امکان نه ردوي.
وروسته له هغه چې د امريکا په سنا کې شپږو ډموکراټانو له جمهوري غوښتونکو سره په همغږۍ د دغه هېواد د استخباراتي...
ټاکل شوې وه چې د فاټا اصلاحاتو بل نن د جمعې ورځ د پاکستان قامي اسمبلۍ ته د بحث لپاره وړاندې شي خو د ځینو مادو د ورزیاتولو یا کمولو له کبله وړاندې نه شو. د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو وايي، غالب امکان دی چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ به اسمبلۍ ته وړاندې شي خو له خیبره د قامي اسمبلۍ غړی حاجي شاه ګل وايي، داسې نه ښکاري چې بل به له اسمبلۍ منظور کړل شي ځکه چې په درو کې دوه اکثریت ترلاسه کول او د پارلمان کورم پوره کول په اوسنیو حالاتو کې امکان نه لري. د مشال راډيو ویډيو
د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه میرعلي کې د زرګونه قبایلي مشرانو په ګډون پنځه ورځنی پرلت پرون پای ته ورسېد.
د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو او امنیتي ځواکونو په مخامخ جګړه کې ۱۲ وسلهوال طالبان او څلور پولیس وژل شوي،۱۸ وسلهوال او شپږ پولیس ټپیان شوي دي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دُراني ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو تېره شپه ناوخته په معروف ولسوالۍ کې د ملي پولیسو پر یو شمېر پوستو حمله وکړه.
د دُراني په وینا په دغه جګړه کې چې تر سهاره يې دوام کړی، څلور پولیس او ۱۲ وسلهوال وژل شوي، شپږ پولیس او ۱۲ وسلهوال ټپیان شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
بریتانوي رسنۍ وايي، د دې هېواد د دفاع وزیر ګوین ویلیامسون له صدراعظمې ټرزا مې غوښتي دي چې افغانستان ته...
د فراه امنيتي چارواکي وايي، فراه ښار ته د وسلهوالو د ننوتلو د مخنيوي لپاره قوي امنيتي کمربند جوړېږي.
طالبانو د تېرې سې شنبې په شپه پر فراه ښار حمله وکړه او د دغې حملې په نتیجه کې یې وکړای شول د څو ساعتونو لپاره د ښار ځینې امنیتي پوستې ونیسي.
د فراه د دوهمې پلې لېوا قوماندان ډګروال ګدا محمد دوست نن جمعه په فراه کې يوه کنفرانس ته وويل:
"دا وار هڅه کوو، داسې کمربند جوړ کړوچې هېڅوک ونه کړاى شي ښار ته داخل شي. له تېرو تجربو مو زدهکړې ده. له نورو امنيتي ارګانونو سره مو هڅه دا ده چې بايد يو قوي... Читать дальше...
د فراه امنيتي چارواکي وايي، فراه ښار ته د وسلهوالو د ننوتلو د مخنيوي لپاره قوي امنيتي کمربند جوړېږي.
طالبانو د تېرې سې شنبې په شپه پر فراه ښار حمله وکړه او د دغې حملې په نتیجه کې یې وکړای شول د څو ساعتونو لپاره د ښار ځینې امنیتي پوستې ونیسي.
د فراه د دوهمې پلې لېوا قوماندان ډګروال ګدا محمد دوست نن جمعه په فراه کې يوه کنفرانس ته وويل:
"دا وار هڅه کوو، داسې کمربند جوړ کړوچې هېڅوک ونه کړاى شي ښار ته داخل شي. له تېرو تجربو مو زدهکړې ده. له نورو امنيتي ارګانونو سره مو هڅه دا ده چې بايد يو قوي... Читать дальше...
د هغه کس چې په پاريس کې يې د چړې پهواسطه وژونکې حمله کړې وه، يو ملګرى یې پرون پنجشنبه رسماً له جنايتکارو ترورېستانو سره په همکارۍ تورن کړاى شو.
حمله کوونکى ٢٠ کلن خمزت عظیموف په چچنيا کې زېږېدلى و چې د فرانسې تابعيت يې هم درلود.
عظيموف تېره شنبې مخکې تر دې چې د پوليسو په ډزو ووژل شي، په پاريس کې د چړې پهواسطه يو تن وواژه او پنځه نور کسان ټپيان کړل.
بلخوا د فرانسې قضايي چارواکي وايي، د دې پېښې په تړاو د پوښتنو- ګروېږنو لپاره دوه ښځې هم نيول شوي دي.
د پاريس د څارنوالۍ دفتر د حمله کوونکي... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، واشنګټن به کلکه هڅه وکړي چې د ایران په وړاندې یو ائتلاف جوړ کړي او غواړي ...
د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند وايي، د افغانستان او پاکستان دیني عالمان د پراخو غونډو پر جوړولو سلا شوي دي چې پکې به د اسلام تر مقدس دین لاندې پر افغان سوله بحث کېږي.
د کندهار د دیني عالمانو د اصلاحي شورا مشر او د کندهار اوسيدونکي وایي، د روژې د مياشتې په مناسبت دوی ...
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مې پر ۱۷مه د شمالي کوریا مشر کیم جون اونګ ته په هغه صورت د تحفظ ورکولو وړاندیز کړی که چیری اټومي وسلې له لاسه ورکري.
د خیبر پښتونخوا صوابۍ کلي اتلس کلن مراد علی خان پيدایشي لاسونه نه لري خو هم همت یې دومره لوړ دی چې له ورځنیو کارونو سره سره د کرکټ لوبه هم په ښه لوالتیا کوي.
د مشال راډيو ویډيو
د ترکیې په استانبول ښار کې د بيتالمقدس په موضوع رابلل شوې غونډه کې د نورو اسلامي هېوادونو د مشرانو ترڅنګ افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د ګډون لپاره ترکیې ته لاړ.
د فراه امنیتي وضعیت لا هم د قناعت وړ نه بلل کېږي، د دغه ولایت د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي، لا هم...
نن د مې په ۱۸مه په ترکي کې د بيت المقدس په اړه د اسلامي هېوادونو سازمان( او ای سي) ځانګړې سرمشريزه کېږي.
د ترکیې په استانبول ښار کې د بيتالمقدس په موضوع رابلل شوې غونډه کې د نورو اسلامي هېوادونو د مشرانو ...
ټاکل شوې د جرمني صدراعظمه انګلا مرکل نن جمعه د تور سمندرګي په ساحلي ښار سوچي کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره وګوري.
اټکل کېږي د دوى خبرې به د اوکراين پر شخړې، د ايران له اټمي تړونه د امريکا د وتلو په وړاندې د اروپا پر ځوابي اقداماتو او د هغې نلليکې پر جوړولو متمرکزې وي چې له روسيې څخه ګاز جرمني ته لېږدوي.
جرمني له هغو مخکښو هېوادونو څخه و چې په ٢٠١٤میلادي کال کې د روسيې لهخوا د اوکراين د کريميا سيمې تر لاندې کولو وروسته يې پر روسيې د اروپايي ټولنې د بنديزونو غوښتنه کړې وه.
جرمني دغه... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په بغلان ولايت کې د دولت ٢١ مخالف وسلهوال وژل شوي دي.
د دفاع وزارت په اعلاميه کې چې نن يې خپره کړې ويل شوي، وسلهوالو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د تالهوبرفک ولسوالۍ د بېرته نيولو په پوځي عملياتو کې اوښتې ده.
په اعلاميه کې ويل شوي چې د دښمن دفاعي کرښه ماته شوې او د ملي اردو ځواکونه د دې ولسوالۍ جغرافيې ته داخل شوي دي.
وسلهوالو طالبانو لس ورځې مخکې د بغلان تالهوبرفک ولسوالۍ مرکز ونيوه.
دفاع وزارت وايي، د ۱۱ وسلهوالو جسدونه نړیوال سره صلیب ته سپارل شوي دي. Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России