په نورستان کې د ورزشي امریت لپاره ودانۍ جوړېږي
په نورستان کې د ورزشي امریت لپاره د درېپوړیزې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه. په یاده ودانۍ به ۱۵ اعشاریه ۷ ملیونه افغانۍ لګښت راځي چې په یوه کال کې به يې چارې بشپړې او ګټې اخستنې ته به وسپارل شي. د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د ورزشي امریت د نوې جوړېدونکې ودانۍ دځانګړتیاو په اړه د شنبې په ورځ ازادې راډیو ته وویل: "د ورزشي امریت د تعمیر د بنسټ ډبره مو نن ورځ کېښوده، په دې تعمیر به ټول ۱۵ اعشاریه ۷ملیونه افغانۍ لګښت راشي، په درېیو پوړونو کې جوړېږي، .۱۱ کاري خونې به ولري او د ښار جوړونې وزارت له... Читать дальше...