د جميعت علماء اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمن ويلي دي چې فاټا اصلاحاتو بل قامي اسمبلي پخپله نه بلکه د بلې خوا پرې منظور کړې شوې دې او حکومت او وزيرانو دا منلې ده چې د فاټا انضمام د دوي د رايې او حقايقو پرضد دې.
امریکا وايي په نړۍ کې د مذهب پر نامه ځپل لا هم په پراخه کچه دوام لري. دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ په اړه د ۲۰۱۷م کال په کلنۍ رپوټ کې کړې ده.
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وايي ، د روانې اونۍ تر پایه به هغو ټولو ګوندونو ته انتخابي نښې ورکړي کومو چې درخواستونه جمع کړي وو.
افغانستان خپله لومړۍ ټيسټ کرکټ لوبه د جون په ۱۴مه د هند سره په بنګلور کې کوي. بشير ګواښ په دې ويډيو کې د افغان لوبډلې د دوو مهمو لوبغاړو خبرې راخيستې..
نژدې شل کاله وروسته له امریکایي چارواکو سره د شمالي کوریا یو جګپوړي مقام ګوري. پر کراچۍ د هوا بله ګرمه څپه راغلې او له نویو ژویو سره مو په دې خبرې ټولګه کې اشنا کوو.
دا خبرونه د شپې په ۸ بجې له پیشګام تلویزیون څخه هم کتلی شئ:
د افغان حکومت اجرائيه رئیس وايي، په افغانستان کې د جګړې د تمويل سرچينه لږ تر لږه څلوېښت فیصده مخدره مواد دي.
عبدالله عبدالله نن له سفيرانو او بهرنیو هېوادونو له استازیو سره د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې لپاره د نړيوالو مرستو د جلب په خاطر جوړې شوې غونډه کې وويل چې مخدره مواد او ترورېزم مستقيم تړاو سره لري.
ده وويل چې د مخدره موادو د تولید او پروسس پر فابريکو هوايي حملې اغېزمنې ثابتې شوي او د تررويستي ډلو د تمويل سرچينې یې کمې کړي دي.
اجرائیه رئیس زیاته کړه، د افغانستان د جګړې د تمويل له... Читать дальше...
د افغان حکومت اجرائيه رئیس وايي، په افغانستان کې د جګړې د تمويل سرچينه لږ تر لږه ۴۰ فیصده مخدره مواد دي.
عبدالله عبدالله نن له سفيرانو او د بهرنیو هېوادونو له استازو سره د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې لپاره د نړيوالو مرستو د جلب په خاطر جوړې شوې غونډه کې وويل چې مخدره مواد او ترورېزم مستقيم تړاو سره لري.
ده وويل چې د مخدره موادو د تولید او پروسس پر فابريکو هوايي حملې اغېزمنې ثابتې شوي او د ترورېستي ډلو د تمويل سرچينې یې کمې کړې دي.
اجرائیه رئیس زیاته کړه، د افغانستان د جګړې د تمويل له ۴۰ څخه تر ۶۰ فیصده پورې منابع مخدره مواد دي. Читать дальше...
د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تأييد کړه چې د شمالي کوريا تر ټولو لوړپوړو چارواکو څخه يو يې نيويارک ته پر لاره دی چې د ټرمپ او شمالي کوریا د مشر کيم جونګ اون د سرمشريزې په اړه خبرې وکړي.
ټرمپ نن سې شنبه په یوه ټوېټ کې ویلي چې امریکا له شمالي کوریا سره د خبرو لپاره ډېر ښه ټيم جوړ کړی دی او د سرمشريزې په اړه خبرې دوام لري.
د ټرمپ په ټوېټ کې راغلي:
"د شمالي کوریا مرستيال مشر کيم یونګچل نيويارک ته پر لاره دی او دا زما ليک ته کره عکس العمل دی، مننه!"
کيم د شمالي کوریا د واکمن ګوند د مرکزي کمېټې چې د داخلي چارو مسؤليت لري، مرستيال مشر دی. Читать дальше...
د روژې په میاشت کې که یو لوري سختې ګرمۍ بنوڅیان کړولي نو بلخوا بیا بیا د بجلۍ تللو د ولس غوسه دوه چنده کړې. د مشال راډيو خبریال وايي چې په ښار کې د ګرمۍ له وجې ګڼه ګوڼه هم کمه شوې ده.
په کندهار کې د وسلهوالو شپږ کسيزه ډله نيول شوې ده.
د کندهار د ملي امنیت له رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د وسلهوالو د نیول شوې ډلې غړو په کندهار ښار او ولسوالیو کې د دولت پر ضد فعاليتونه کول او په ګڼو بريدونو کې يې لاس درلود.
سرچينه وایي، چې نيول شویو وسلهوالو د کندهار پر هوايي ډګر هم توغنديز بريدونه کړي او د لويو لارو پر سر بهيې ماينونه ځای پر ځای کول.
په خبرپاڼه کې د يادو وسلهوالو سره د وسلو او مهماتو د نيول کېدو خبر هم ورکول شوی، خو دا نهدي ویل شوي چې ياد وسلهوال څه وخت نيول شوي دي. Читать дальше...
سلګونه کورني بېځایه شویو کسانو نن د هرات او چشت ولسوالۍ لويه لاره د ټرافيکو پر مخ وتړله.
دغه اعتراض کوونکي وايي، له جدي ستونزو سره مخامخ دي او حکومتيې تورن کړ چې د دوی وضعیت ته پام نهکوي.
دوی له هغو زرګونه کورنیو څخه دي چې په دې وروستيو کې يې له بادغيس، غور او فارياب ولایتونو څخه د دوی په وينا، د وچکالۍ له کبله هرات ولایت ته پناه وړې ده.
دوی وایي:
"نوره لاره نهلرو، ډوډۍ نهلرو، وږي یوو، نو اړ یوو چې لاره بنده کړو، اولادونه مو هره ورځ ناروغه کېږي، نه کلينيک لرو، نه ډاکتر."
په همدې حال... Читать дальше...
سلګونو کورني بې ځایه شویو کسانو نن د هرات او چشت ولسوالۍ لويه لاره د ټرافيکو پر مخ وتړله.
دغه اعتراض کوونکي وايي، له جدي ستونزو سره مخامخ دي او حکومت يې تورن کړ چې د دوی وضعیت ته پام نه کوي.
دوی له هغو زرګونو کورنیو څخه دي چې په دې وروستيو کې يې له بادغيس، غور او فارياب ولایتونو څخه د دوی په وينا، د وچکالۍ له کبله هرات ولایت ته پناه وړې ده.
دوی وایي:
"نوره لاره نه لرو، ډوډۍ نه لرو، وږي یوو، نو اړ یوو چې لاره بنده کړو، اولادونه مو هره ورځ ناروغه کېږي، نه کلينيک لرو، نه ډاکټر."
په همدې حال... Читать дальше...
د نیوزیلنډ د کرکټ ملي لوبډلې کپټان، کېن ویلیمسن د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د غړي، راشد خان چې په ۲۰ اوره کرکټ ...
د کندز په ښار کې نامعلومو وسله والو د ملي پولیسو یو سرتېری وژلی دی.
د کندز د والي ویاند نعمت الله تیموري نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې نن له غرمۍ وروسته شااوخوا دوه نیمې بجې د کندز ښار د مرکزي چوک د لومړي کمربند د نمک بازار په سیمه کې نا پېژنده وسله والو د ملي پولیسو یو تن سرتېرې په ډزو سره وژلی دی.
نوموړی وايي چې د دغې پېښې عاملان له سیمې په تېښته بریالي شوي، خو امنیتي ځواکونو د دې پېښې د عاملانو د نېولو په هدف، خپلې هڅې پیل کړې دي.
په سیمه کې عیني شاهدان بیا وايي چي ناپېژنده وسله والو... Читать дальше...
د کندز په ښار کې نامعلومه وسلهوالو د ملي پولیسو یو سرتېری وژلی دی.
د کندز د والي ویاند نعمتالله تیموري نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې نن له غرمې وروسته شااوخوا دوه نیمې بجې د کندز ښار د مرکزي چوک د لومړي کمربند د نمک بازار په سیمه کې نا پېژنده وسلهوالو د ملي پولیسو یو تن سرتېرې په ډزو سره وژلی دی.
نوموړی وايي چې د دغې پېښې عاملان له سیمې په تېښته بریالي شوي، خو امنیتي ځواکونو د دې پېښې د عاملانو د نیولو په هدف، خپلې هڅې پیل کړې دي.
په سیمه کې عیني شاهدان بیا وايي چي ناپېژنده وسلهوالو... Читать дальше...
د اسرائیل صدراعظم بنيامين نتانياهو ويلي، دی به په دې اړه چې ايران بايد په سوریه کې هېڅ پوځي حضور ونه لري، له اروپايي قدرتونو څخه ملاتړ وغواړي.
نتانياهو وويل چې دی به راتلونکې اوونۍ اروپا ته د سفر پر مهال پر جرمني او فرانسوي مشرانو په سوريه کې د ايران د حضور د کمولو پر مسئله ټينګار وکړي.
په وروستيو مياشتو کې د سوريې د ولسمشر بشارالاسد ځواکونو د حلب، دمشق او نورو سوريي مرکزونو کنټرول په تر لاسه کولو کې ښه پرمختګ کړی دی.
اسرائيل خبرداری ورکړی چې ايران په سوریه کې خپل نظامي حضور پراخوي.
د اسرائیل صدراعظم بنيامين نتانياهو ويلي، دی به په دې اړه چې ايران بايد په سوریه کې هېڅ پوځي حضور ونهلري، له اروپايي قدرتونو څخه ملاتړ وغواړي.
نتانياهو وويل چې دی به راتلونکې اوونۍ اروپا ته د سفر پر مهال پر جرمني او فرانسوي مشرانو په سوريه کې د ايران د حضور د کمولو پر مسئله ټينګار وکړي.
په وروستيو مياشتو کې د سوريې د ولسمشر بشارالاسد ځواکونو د حلب، دمشق او نورو سوري مرکزونو کنټرول په تر لاسه کولو کې ښه پرمختګ کړی دی.
اسرائيل خبرداری ورکړی چې ايران په سوریه کې خپل نظامي حضور پراخوي.
چارواکي وایي،د سمنګان د ولايتي روغتون رئیس ووژل شو.
د سمنګان د والي وياند صديق عزيزي نن سې شنبه ازادي راډيو ته وويل، د ډاکټر اکرام الدين وکيل زاده په موټر کې مقناطيسي بم ځای پر ځای شوی و.
نن شااوخوا لس بجې دی له خپله کوره د روغتون پر لور روان و چې په موټر کې يې چاودنه وشوه.
په چاودنه کې ښاغلی وکيل زاده ووژل شو او موټر چلوونکی يې ټپي شو.
د سمنګان د والي د وياند په وينا، ښاغلی وکيل زاده د ولسي جرګې انتخاباتو ته احتمالي کانديد هم و.
د افغانستان مشرانو جرګه په هېواد کې د تابعیت تذکرو د پلور د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښيي. د مشرانو جرګې د ...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغانستان لپاره د شانګهای د همکارۍ سازمان د تماس ډلې په غونډه کې په ...
د ملګرو ملتونو نوی راپور وايي: په افغانستان کې قضايي سيستم ته د ښځو لاسرسی ډېر کم دی.
د ښځو پر وړاندې د جنايي جرمونو په خاطر منځګړيتوب په نوم دا راپور له ۲۰۱۵میلادي کاله تر ۲۰۱۷میلادي پورې په ټول هېواد کې له تاوتريخوالي د ژغورل شويو ښځو انفرادي تجربې بيان کړي او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په پېښو کې يې پر بشري حقونو د منځګړيتوب اغېزې په ګوته کړي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تاداميچي یاماموتو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د منع قانون چې له ۲۰۰۹میلادي کال راهيسې نافذ دی، په اشاره ويلي... Читать дальше...
د افغانستان د بدنې روزنې ریاست وايي، تر راتلونکو څو ورځو پورې به د بېلا بېلو ورزشي فدراسیونو انتخابات پای ته ورسېږي.
د دغه ریاست د فدراسیونو امر محمد اعظم کوهي نن ازادي راډیو ته وویل چې تر دې مهال د ۴۸ فدراسیونو د مشرتابه ټاکلو انتخابات ترسره شوي او په په راتلونکو څو ورځو کې به د پاتې دریو نورو فدراسیونو انتخابات هم ترسره شي.
ښاغلی کوهي وايي، د فدراسیونو د انتخاباتو سره به په دې برخه کې شته ستونزې او انارشۍ پای ته ورسېږي.
د نوموړي په خبره د افغانستان د بدنې روزنې ریاست هڅه کوي څو په ورزشي فدراسیونو کې لازم اصلاحات راشي.
د افغانستان د بدني روزنې ریاست وايي، تر راتلونکو څو ورځو پورې به د بېلابېلو ورزشي فدراسیونونو انتخابات پای ته ورسېږي.
د دغه ریاست د فدراسیونونو امر محمد اعظم کوهي نن ازادي راډیو ته وویل چې تر دې مهاله د ۴۸ فدراسیونونو د مشرتابه ټاکلو انتخابات ترسره شوي او په راتلونکو څو ورځو کې به د پاتې درېیو نورو فدراسیونونو انتخابات هم ترسره شي.
ښاغلی کوهي وايي، د فدراسیونونو د انتخاباتو سره به په دې برخه کې شته ستونزې او انارشۍ پای ته ورسېږي.
د نوموړي په خبره د افغانستان د بدني روزنې ریاست هڅه کوي څو په ورزشي فدراسیونونو کې لازم اصلاحات راشي.
د اسیا د تکواندو په ۲۳م پړاو سیالیو کې افغان لوبغاړي د مډال په ګټلو بریالي نهشول.
د افغانستان د بدني روزنې ریاست ویاند عارف پیمان ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې څلور افغان لوبغاړو شریف مرادي، محسن رضايي، احمد بخشي او رامش حسیني په مختلفو وزنونو کې ګډون کړی و.
ښاغلی پیمان وايي، افغانستان په دغو سیالیو کې د درېیو بریاوو او څلورو ماتو سره ونهتوانېد چې مډال خپل کړي.
د اسیا د تکواندو ۲۳م پړاو سیالۍ د مې له ۲۴مې نېټې نه تر ۲۸مې نېټې پورې د ویتنام په هوچي ښار کې ترسره شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ د بنګلهدېش او هندوستان په وړاندې سیالیو ته لوبډلې اعلان کړې.
د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشر نوروز منګل نن په کابل کې د يادو لوبډلو د اعلان پر مهال وویل چې د هند په وړاندې لومړنۍ او تاریخي ټسټ لوبې او د بنګلهدېش په وړاندې درېیو ۲۰ اوریزو سیالیو ته ټول لوبغاړي د وړتیا او ښې کارکردګۍ له مخې ټاکل شوي دي.
وفادار مومند او دروېش رسولي دوه هغه نوي ځوانان دي چې د لومړي ځل لپاره به په ملي لوبډله کې د افغانستان لپاره ولوبېږي.
ټاکل شوې چې د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د درېیو ۲۰... Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России