د ارزګان خبریالان: دولت او نړیوال دې د خبریالان ژوند خوندي کړي
![د ارزګان خبریالان: دولت او نړیوال دې د خبریالان ژوند خوندي کړي](https://gdb.rferl.org/B950D5D3-26DD-4F10-8B7E-E04FEE8F89AD_cx27_cy31_cw34_w800_h450.jpg)
په ارزګان کې د نړیوالو او سیمه ییزو رسنيو خبریالانو او مدني فعالانو د سې شنبې په ورځ ناوخته د یوې ناستې پرمهال په کابل کې پر خبریالانو برید په سختو ټکو وغانده او دا یې د خبریالانو د وژنې لپاره پلان یاد کړ.
دغلته خبریالانو او مدني فعالانو د خبریالانو د خونديتوب له ټولنو هم غوښتنه وکړه چې د خبریالانو خونديتوب ته دې په حقیقت کې کار وکړي نه د شعار په بڼه.
دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ د کابل په شش درک سیمه کې د دوو ځانمرګو بریدونو په نتیجه کې د ۹ خبریالانو په ګډون، ۲۹ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
په شش درک کې دوهم ځانمرګی برید هغه مهال وشو چې خبریالان د لومړي برید د پوښښ لپاره سیمې ته ورسېدل او ورسره سم ځانمرګي بریدګر د خبریالانو په منځ کې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچول.
د یادونې وړ ده چې په کابل کې په پرونیو بریدونو کې په وژل شوېو خبریالانو کې د ازادي راډیو ۳ خبریالان سباوون کاکړ، عبادالله حنانزی او محرم درانۍ هم شامل وو.