ایران د اسرائیلو صدارعظم یو بدنامه دروغجن وباله
ایران د اسرائیل صدراعظم بینامین نتانیاهو د هغو ادعاوو په خاطر چې تهران په پټه د اټمي وسلو د جوړولو پروګرام مخ ته وړی، یو بدنامه دروغجن وباله.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي نن سې شنبې په یوه بیان کې وویل چې دغه تورونه چې تهران د خپل اټمي پروګرام په اړه درواغ ویلي، بې اساسه او شرمونکې دي او هغه ده یوه داسې کس له خوا لګول کېږي چې لوېدلی او بدنامه دروغجن دی اوله درواغو او چلوول پرته بل څه نه لري.
نتانیاهو پرون په هغو څرګندونو کې چې له ټلوېزیونه خپرېدې وویل، اسرائیل داسې اسناد لري چې هغه بیا ثابتوي چې ایران د آټمي وسلو د جوړولو پلان لري چې هرکله کیدای شي هغه فعال کړي.
اروپایي ټولنې دغه اسناد بې اعتباره بللي، خو امریکا یې هرکلی کړی او دا یې د ایران د دروغو لپاره د ثبوت لپاره اسناد بللي دي.
دغه ادعاوې په داسې حال کې مطرح کېږي چې متحده ایالات په دې اړه چې ایا د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه ووځي کنه؟ غورکوي.