په ننګرهار کې د پانګونې په برخه کې د خلکو لېوالتیا زیاته شوې
د ننګرهار د سوداګرۍ ریاست وايي، په دغه ولایت کې د صنعت او پانګونې لپاره د خلکو لېوالتیا ډېره شوې ده.
د دغه ریاست مشر شیر علم املوال نن ازادي راډيو ته وویل چې که څه هم د نا امنیو او له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو له امله سوداګر له ستونزو سره مخ دي، خو په وینا یې چې د صنعت او فابریکو جوړولو په برخو کې د خلکو لېوالتیا زیاته شوې او مهمې لاسته راوړنې هم موجودې دي.
نوموړي وویل چې د دغه سکټور په برخه کې ۳۵میلیونه ډالر لګول شوي او ۲۰۰۰کارګر په کار بوخت دي.