افغان ولسمشر پر بېړنۍ کارموندنې او دوامدارې ودې ټینګار کړی
افغان ولسمشر پر بېړنۍ کارموندنې او دوامدارې ودې ټینګار وکړ او ويې ویل چې د تولیدي اقتصاد لپاره اجماع په کار ده او باید په یوه صادروونکي هېواد بدل شو.
د ارګ په یو بیان کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني پر متوازن انکشاف او سکټوري توازن ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ضروري ده چې د کرنې، صنایعو، کانونو، خدماتو او ساختماني سکټورونو ترمنځ توازان جوړ شي، ځکه که توازن نه وي، موږ دوامدار انکشاف نشو کولای.
جمهور رئیس د هېواد د صادراتو او وارداتو ناسم توازن ته په اشارې وویل چې واردات د صادراتو اوه چنده دي چې دا د پرمختګ نښه نه، بلکې د رکود نښه ده.
خو د ښاغلي غني په وینا، حکومت جدي اراده لري، څو د تشبث او کارګر ترمنځ توازن رامنځ ته کړي.