د بېلابېلو نشه يي موادو د قاچاق په تور ۱۹تنه نیولي شوي
![د بېلابېلو نشه يي موادو د قاچاق په تور ۱۹تنه نیولي شوي](https://gdb.rferl.org/CD639F3F-A64C-4FA3-A0E2-2F38D2476DD5_cx30_cy38_cw61_w800_h450.jpg)
۱۹ تنه تر دوه زره کېلو ګرامه زیاتو نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونيول شول.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېره یوه اوونۍ کې په اوو ولایتونو کې ۱۹ تنه قاچاق وړونکي، د ۸۹ کېلو ګرامو هیرويينو،۱۸ کېلو ګرامو تاریاکو،۲۵۱۱ کېلو ګرامو چرسو، ۵۹کېلو ګرامو کېمیاوي موادو، تقريباً يو کېلوګرامو شیشې یا کرسټالو او ۱۳۵ ټابلېټ (K) ګولیو په تور نیولي دي.
د دې ۱۹ تنه قاچاق وړونکو څخه درې تنه یې د حامد کرزي له هوايي ډګر څخه هند ته د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي دي.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې په تېره یوه اوونۍ کې د دې مرکز ابتدائیه محکمې په څلورو پېښو کې ۷ تنه د نشه يي موادو د قاچاقو په تور له یوه څخه تر شلو کالو پورې په بند محکوم کړي دي.