د کابل د سید جمالدین افغان دارالمعلمین استادانو اعتصاب کړی
په کابل کې د سید جمالدین افغان دارالمعلمین سلګونو استادانو او محصلانو نن سې شنبه صنفونو ته د نه تلو اعتصاب کړی دی.
د دې دارالمعلمین یوه استاد عبدالغني احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې د دغه اعتصاب هدف یې پر پوهنتون د دغه دارالمعلمین بدلېدل دي.
د هغه په وینا، دغه دارالمعلمین د پوهنتون ټول معیارونه پوره کړي او دولت باید هغه پوهنتون ته لوړ کړي.