د چین او شمالي کوریا مشرانو نن په چین کې سره وکتل
د چین ولسمشر شي جین پینګ او د شمالي کوریا مشرکیم جونګ اون نن سې شنبه په چین کې سره وکتل.
دغه کتنه چې له مخکې نه وه اعلان شوې، په داسې حال کې ترسره کېږي چې ټاکل شوې د شمالي کوریا مشر او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په جون میاشت کې سره وګوري.
ټرمپ د دغې کتنې په اړه د چین د دولتي رسنۍ له اعلان وروسته د ټوېټر له لارې وویل چې دی به له خپل ملګري د چین له ولسمشر شي سره د شمالي کوریا په اړه خبرې وکړي.
د چین دولتي cctv ټلویزیون هغه تصویرونه ښکاره کړل چې ښيي دواړه مشران د چین په شمال ختیځ ساحلي ښار دالیان کې قدم وهي.
د راپور له مخې، دواړو مشرانو د دواړو هېوادونو د سیاسي اړیکو د پیاوړي کېدو پرلارو چارو خبرې وکړې او کیم شي ته وویل چې د چین او شمالي کوریا ترمنځ نېږدې اړیکې باید وساتل شي.
دا د مارچ له میاشتې راهیسې دوهم ځل دی چې د چین او شمالي کوریا مشران سره ګوري.