د کابل د سید جمال الدین افغان دارالمعلمین استادانو اعتصاب کړی
![د کابل د سید جمال الدین افغان دارالمعلمین استادانو اعتصاب کړی](https://gdb.rferl.org/F8FD57E5-2831-4140-B385-06128D9BFD2A_w800_h450.jpg)
په کابل کې د سید جمالالدین افغان دارالمعلمین سلګونه استادانو او محصلانو نن سې شنبه صنفونو ته د نهتلو اعتصاب کړی دی.
د دې دارالمعلمین یوه استاد عبدالغني احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې د دغه اعتصاب هدفیې پر پوهنتون د دغه دارالمعلمین بدلېدل دي.
د هغه په وینا، دغه دارالمعلمین د پوهنتون ټول معیارونه پوره کړي او دولت باید هغه پوهنتون ته لوړ کړي.