اشرف غني: انتخابات د حکومت او خلکو لپاره اساسي مسؤلیت دی
![اشرف غني: انتخابات د حکومت او خلکو لپاره اساسي مسؤلیت دی](https://gdb.rferl.org/962E48FD-E205-4507-B61B-DEBBEEAD4F16_w800_h450.jpg)
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، انتخابات د حکومت او خلکو لپاره اساسي مسؤلیت او لومړیتوب دی او په دې برخه کې هېڅ ډول غفلت د منلو وړ نهدی.
ولسمشر غني چې تېر ماښامیې په ارګ کې د انتخاباتو په اړه د یوې غونډې مشري کوله له امنیتي ارګانونو وغوښتل چې د انتخاباتو لپاره د نوملیکنې د پروسې امنیت ته جدي تدابیر ونیسي.
د ارګ پهدې غونډه کې پر تذکرو د سټیکر لګولو، د نوملیکنې د مرکزونو امنیت، د نوملیکنې د بهیر تمدید، د انتخاباتو کمېسیون کې په ګمارونو او پر ځینو نورو مسئلو خبرې وشوې.
پهدې غونډه کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمېشنرانو، په کابل کې د ځینو هېوادونو سفیرانو، د اروپايي اتحادیې استازي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی او د حکومت یو شمېر غړو ګډون کړی وو.