سره میاشت: تېرکال نېږدې سل زره بېوزلو کسانو ته مرستې رسول شوي
![سره میاشت: تېرکال نېږدې سل زره بېوزلو کسانو ته مرستې رسول شوي](https://gdb.rferl.org/ECF46A54-DEA6-45FC-AD9D-C0781917A1EC_cx19_cy23_cw62_w800_h450.jpg)
د افغانستان د سرې میاشتې ټولنه وایي چې تېرکال یې نېږدې سل زره بېوزلو کسانو ته مرستې رسولې دي.
د دې خیریه ټولنې مشرې نیلاب مبارز په کابل کې د سرې میاشتې یا هلال احمر د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مناسبت غونډه کې دغه راز وویل چې په اوس وخت کې په افغانستان کې د دې ټولنې د رضا کارانو شمېر۲۵ زره کسانو ته رسېږي چې د جګړې د قربانیانو د جسدونو د انتقال او د بندیانو او د هغوی د کورنیو ترمنځ د اړیکو د ټینګولو په ګډون، په ډېرو برخو کې مرسته کوي.
د سرې میاشتې د ټولنې مسؤلینو نن سې شنبه بیا په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه زیاته کړي.
نن د مې اتمه د حلال احمر او د نړیوال سره صلیب ټولنو نړیواله ورځ ده.