په پکتیا کې د کتاب دوه ورځنی نندارتون جوړ شو
![په پکتیا کې د کتاب دوه ورځنی نندارتون جوړ شو](https://gdb.rferl.org/4644767E-10D8-4543-A893-B01127576B60_cx0_cy8_cw0_w800_h450.jpg)
يه پکتیا کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا د کتاب مینوالو ته دوه ورځنی نندارتون پرانيستل شو.
د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمد شفا مشفق وایي، دا نندارتون یې د ګردېز ښار د کتاب پلورنځیو، د خصوصي لېسو او دولتي ادارو له کتابتونونو سره په ګډوه جوړ کړی.
مشفق وايي، د نندارتون د پرانیستې څخه یې هدف په خلکو کې د کتاب لوستل دودول او د ځوان کهول او کتاب ترمنځ د شته واټن راکمول ديچې په خبره یې، ۲ ورځې به دوام وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي، اوس مهال د ګڼو خصوصي کتابتونونو او کتاب پلورنځیو ترڅنګ، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په تشکیل کې څلور دولتي کتابتونونه د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار، سیدکرم، څمکنیو او زرمت ولسوالیو کې فعال دي چې زرګونه ټوکه کتابونه لري