د بغلان د تالهوبرفک ولسوالۍ د بېرته نیولو عملیات پيل شوي
![د بغلان د تالهوبرفک ولسوالۍ د بېرته نیولو عملیات پيل شوي](https://gdb.rferl.org/8766B4A4-6184-4D93-A6B4-54E6BD7865A3_cx0_cy18_cw0_w800_h450.jpg)
د بغلان چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د دې ولایت د تالهوبرفک ولسوالۍ د بېرته نیولو عملیات پیل کړي دي.
د بغلان د والي ویاند ذبیحالله شجاع نن ازادي راډیو ته وویل چې ځمکني او هوايي ځواکونه په دې عملیاتو کې برخه لري او هڅه کېږي چې د وسلهوالو د تېښتې لارې بندې او هغوی ته زیاته مرګ ژوبله واړوي.
په همدې حال کې د دفاع وزارت وايي، د فاریاب بل چراغ ولسوالۍ د دولت ضد وسلهوالو نه تصفیه شوې ده.
دفاع وزارت نن په یوې اعلامیه کې وویل بل چراغ نن سهار مهال د امنیتي ځواکونو لهخوا نیول شوې ده.
دا ولسوالۍ دوه ورځې وړاندې د وسلهوالو طالبانو لاسو ته پریوتې وه.
د دولت وسلهوالو مخالفینو په دې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.