ايران په سوريه کې پر ايراني اهدافو د اسرائيل حملې وغندلې
![ايران په سوريه کې پر ايراني اهدافو د اسرائيل حملې وغندلې](https://gdb.rferl.org/73881B3F-9A11-4779-AF4A-F2518D307AD4_cx68_cy11_cw32_w800_h450.jpg)
ايران په سوريه کې دننه پر ايراني اهدافو د اسرائيل د ميزايلو حملې په کلکه وغندلې.
د دې پېښې په اړه په خپل اول رسمي عکس العمل کې د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي نن جمعه وويل، سوريه د اسرائيل د يرغل په وړاندې د ځان د دفاع حق لري.
اسرائيل ويلي چې پرون پنجشنبه يې په سوريه کې تقريباً د ايران پر ټولو پوځي تاسيساتو وروسته له هغې حمله وکړه چې ايراني ځواکونو د اول وار لپاره د اسرائيل پر قلمرو توغندي وويشتل.
ايران دا حملې په داسې حال کې غندي چې د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ د ٢٠١٥میلادي کال له اټمي موافقې څخه د امريکا د وتلو اعلان وکړ.
دغه موافقه د ايران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ لاسليک شوې وه.
د دې موافقې له مخې، د ايران د اټمي پروګرام د محدوديت په بدل کې، له دغه هېواده ځيني نړيوال بنديزونه لېرې کړاى شوي وو.