په ننګرهار کې پولیسو ۷۸ کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول
د ننګرهار پولیسو په درېیو بېلابېلو پېښو کې ۷۸ کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول.
د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال رسنیو ته وویل چې د دې قومندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په دوو بېلابېلو پېښو کې د دې ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې ۵۶ کیلو ګرامه چرس ونيول چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو.
په یوه بله پېښه کې د ننګرهار پولیسو ۲۲ کیلو ګرامه چرس د سره رود او جلال اباد پر لویه لاره د تلاشۍ پر مهال نيولي دي.
دا نشه يي مواد په یوه کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي وو او له سره رود ولسوالۍ څخه د دې ولایت مرکز ته قاچاق کېدل او د پېښې په تړاو د نشه يي موادو درې تنه قاچاق کوونکي هم نيول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د روان شمسي کال له پیل څخه بيا تر اوسه پورې د ننګرهار پولیسو ۳۵۳۱ کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي او په دې تړاو یې ۴۲ قاچاق کوونکي هم عدلي او قضايي ادارو ته سپارلي دي.