د پکتیا لوګر پر لویه لارې ترافیکې پېښې درې تنه وژلي
![د پکتیا لوګر پر لویه لارې ترافیکې پېښې درې تنه وژلي](https://gdb.rferl.org/5B3F0D40-8C45-43B2-B0DB-891A7DED1FC7_w800_h450.jpg)
د پکتیا لوګر پر لویه لار د یوې ترافیکې پېښې له امله درې تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د پکتیا امنیې قوماندانۍ د عامه اړیکو دفتر د غویي په ۲۳مه ازادي راډیو ته د یکشنې د ورځې په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې تېر مازیګر د لوګر-ګردېز پر لویه لار د مرسیډیز او کرولا ډوله موټرونو د ټکر له امله درې تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
په خبرپاڼه کې د وژل شوېو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی.
بل خوا خبرپاڼه زیاتوي، نن یکشنبه سهار وختي دوه تنه د دولت وسله وال مخالفین چې غوښتل یې چاودېدونکي توکي له ځانونو سره ولېږدوي، د ګردېز د ابراهیم خېلو د «عظمي» په سیمه کې پرې چاودلی چې له امله دواړه لېږدونکي وژل شوي او د چاودنې په سیمه کې یو ماشوم ټپي شوی دی.
دغه راز په خبرپاڼه کې کاږي چې د ګردېز د ابراهیم خېلو په سیمه کې د پولیسو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنې له امله دوه تنه سرتېري وژل شوي او دوه نور برسېرن ټپیان دي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي.
په خبرپاڼه کې د ټپیانو حالت ډاډمن ښودل شوی.