د بندامیر کرکټ لوبډله د افغانستان د فرسټ کلاس سیالیو اتله شوه
بندامیر لوبډله د دوهم ځل لپاره د افغانستان د فرسټ کلاس سیالیو اتله شوه.
د الکوزي احمدشاه ابدالي «فرسټ کلاس» سیالیو پایلوبه په کندهار کرکټ لوبغالي کې د امو او بندامیر لوبډلو ترمنځ د تېرې سې شنبې په ورځ پیل شوې وه چې تېره ورځ پای ته ورسېده.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل ، بندامیرد لومړي اېننګز د برلاسي «لیډ» په اخېستلو سره امو ته ماتې ورکړه او د ۲۰۱۸ کال الکوزی احمدشاه ابدالي «فرسټ کلاس» سیالیو اتلوالي یې د دوهم ځل لپاره خپله کړه.
دا سیالۍ د تېرو دوه میاشتو راهیسې د شپږو زونونو ترمنځ د ننګرهار، کونړ، خوست په لوبغالو کې پیل شوې وې، خو پایلوبه يې د کندهار په نوي جوړ شوي لوبغالي کې ترسره شوه.