فرانسې د تېرې ورځې د حمله کوونکي په اړه نوي جزئیات خپاره کړي
![فرانسې د تېرې ورځې د حمله کوونکي په اړه نوي جزئیات خپاره کړي](https://gdb.rferl.org/D2CE8B01-362A-4CBF-A266-6A71F9AB4CDB_cx0_cy2_cw0_w800_h450.jpg)
د فرانسې چارواکي وایي، هغه مشکوک کس چې پرون یې په پاریس کې د چړې په وسیله یوتن وواژه او څلور نور یې ټپیان کړل، د فرانسې تبعه او د روسیې په چیچنیا کې زېږېدلی و.
د دغه مشکوک کس په اړه چې پرون د پولیسو په ډزو ووژل شو، نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
دغه راز ویل شوي چې د مشکوک کس مور او پلار د تحقیقاتو لپاره نیول شوي دي.