IPL: کلکته کېنګ نایټ رایډرز او راجستان رایالز سره مخ کېږي
![IPL: کلکته کېنګ نایټ رایډرز او راجستان رایالز سره مخ کېږي](https://gdb.rferl.org/1FADE1F9-5B73-4E77-ADCC-0F19D2865152_cx0_cy10_cw71_w800_h450.jpg)
ټاکل شوې چې د هندوستان د کرکټ غورلیګ یا «ای.پي.اېل» سیالیو په لړ کې نن سې شنبه کلکته کېنګ نایټ رایډرز او راجستان رایالز لوبډلې سره مخامخ کېږي.
له دې وړاندې د تېرې شپې په لوبه کې بنګلور پنجاب لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه.
د سیالۍ ټاس بنګلور لوبډلې وګاټه او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه.
پنجاب لوبډلې د سیالۍ په ۱۶م اوور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او بنګلور لوبډلې ته يې د ۸۹ منډو هدف ورکړ چې یاد هدف بنګلور د سیالۍ په نهم اوور کې پوره کړ او دغه سیالۍ يې په خپل نوم کړه.