بلخ کې د برښنا د ستونزې په اړه غضنفر شرکت کار پیلوي
![بلخ کې د برښنا د ستونزې په اړه غضنفر شرکت کار پیلوي](https://gdb.rferl.org/4C360C15-CF39-422A-AA2F-7CE6FF16F8A3_w800_h450.jpg)
په پام کې ده چې په بلخ ولایت کې تولیدي فابریکو ته د برښنا ستونزې د هوارۍ په هدف غضنفر شرکت پهدې برخه کې په کار پیل وکړي.
د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو رئیس شیر احمد سپاهيزاده نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دغې شرکت له فعالیت سره به ۵۰ مېګا واټه برښنا تولید او په صنعتي پارک کې به پر فابریکو وویشل شي.
سپاهيزاده وايي چې اوسمهال د دغه شرکت ماشینالات او نور لازم وسایل موجود دي او کله چې يې د ځمکې ستونزه هواره شي، عملاً به برښنا تولید کړي.
د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو رئیس وايي چې د برښنا پر دغه پروژه ۷۶ میلیونه ډالر لګښت راغلی دی.