چارواکي: د بغلان د تله و برفک ولسوالۍ د نیولو عملیات دوام لري
د بغلان ولايت د تاله و برفک ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو عمليات دوام لري.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو په مشرۍ ځواکونو په دغو عملیاتو کې دېرش طالبان وژلي او ټپيان کړي دي.
د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو ویاند حنيف رضايي نن ازادي راډيو ته وويل، طالبانو تېره شپه په نښتو کې په تُرموش او شترجنګل سيمو کې لس کلي له لاسه ورکړي دي:
"ترموش او شترجنګل يوه پراخه سيمه ده چې تاله و برفک ولسوالۍ ته نېږدې ده او نېږدې ده چې امنيتي ځواکونه يې کنټرول تر لاسه کړي،د باميان له خوا ځواکونو ځان سیمې ته رسولی، ان شاالله هيله لرو چې ډېر ژر به تاله و برفک ولسوالي ونيسو."
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند همداراز وويل چې مخالفينو څخه یې لس کلي بېررته نیولي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.