په فراه کې د امریکايي ځواکونو د حملې ويډيو
امریکايي ځواکونو په فراه ولايت کې په طالب جنګياليو د هوايي حملې ويډيو خپره کړې ده. د امريکایي ځواکونو د معلوماتو له مخې، دا ويډيو په فراه ښار کې د سې شنبې په ورځ بمبارۍ ښکاره کوي. فراه له درو ورځو راهيسي د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د خونړيو نښتو شاهد دی.