په خوست ښار کې د چسپکي ماین چاودنه شوې
په خوست ښار کې یو ګاډي پسې د چسپکي ماین چاودنه وشوه.
نن سهار نهه بجې د خوست ښار د سپین جومات په سیمه کې په یو شخصي ګاډي پسې د چسپکي ماین چاودنه شوه چې د ګاډي چلوونکی په کې ټپي شوی دی.
د خوست د امنیه قوماندانۍ د رسینو دفتر ازادي راډیو ته وویل چې په دې چاودنه کې بل چا ته زیان نه دی رسېدلی، خو ګاډی تخریب شوی دی.
د سرچینې په وینا چې په دې چاودنه کې ټپي شوی کس حکومتي دنده نه لري او ښار کې د تېلو شخصي پمپ اسټېشن لري.
د امنیه قوماندانۍ د رسنیو دفتر مسؤلین وايي چې د کشفي ادارو لخوا د پېښې په اړه پلټنې پیل شوي دي.
تر اوسه کوم چا د پېښې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.