د هند صدراعظم د روسیې له ولسمشر سره ګوري
د هند صدراعظم د روسیې له ولسمشر سره د کتنې لپاره د تورې بحیرې په غاړه د سوچي تفریحي ښارګوټي ته ځي.
نریندرا مودي او ویلادمیرپوتین به په دغه کتنه کې چې ټاکل شوې سبا یې ترسره کړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیک شراکت چې کرېملېن هغه عالي شراکت بللی، د پیاوړتیا پرلارو چارو خبرې وکړي.
کرېملېن ویلي چې مودي او پوتین به د دغه شراکت د پیاوړي کېدو پراساسي مسلو او همدا شان نورو سیمه ییزو او نړیوالو مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.
دواړه مشران دوه اونۍ وروسته له هغې سره ګوري چې پوتین د ولسمشرۍ د یوې بلې دورې لپاره لوړه وکړه.
پوتین بله شپږکلنه دوره داسې مهال پیلوي چې د اوکراین، سوریې او د امریکا په انتخاباتو کې د روسیې د رول له امله د مسکو او لوېدیځ ترمنځ اړیکې د سړې جګړې د وخت بڼه خپله کړې ده.