په ایران کې د زنداني چاپېریال ساتونکو د جاسوسۍ د ثبوت سند نشته
![په ایران کې د زنداني چاپېریال ساتونکو د جاسوسۍ د ثبوت سند نشته](https://gdb.rferl.org/E1ABB6C6-ECCD-46DB-89FE-82605F0797B9_w800_h450.jpg)
د ایران یوه دولتي پلاوي دا خلاصه کړې چې د توقیف شویو چاپېریال ساتونکو پر ضد د جاسوسۍ د ثبوت هېڅ ډول سند نه دی موندل شوی.
د ایران دولتي رسنیو نن سې شنبه د هغه هېواد د چاپېریال ساتنې د ادارې مشر عیسی کلانتري په حواله ویلي چې څېړونکی پلاوی پر نیول شویو کسانو د لګېدلو تورونو په څېړنه کې دې پایلې ته رسېدلی دی.
په څېړونکي پلاوي کې د ایران د عدلیې وزارت، د استخباراتو د ادارې او د ایران د ولسمشر د حقوقي چارو مرستیال هم شامل وو.
کلانتري ویلي چې څلور اړخیز پلاوي پرېکړه کړې چې نیول شویو کسانو هېڅ داسې کار نه دی کړی چې پر اساس یې هغوی په توقیف کې وساتل شي او له دې امله، باید ژر تر ژره خوشې شي.
د ایران حکومت د روان کال په پېل کې ډېر خلک چې د چاپېریال ساتنې او د وحشي حیواناتو د خونديتوب لپاره یې کار کاوه، ونیول او پر هغوی یې د جاسوسۍ تور پورې کړ.
د ایران قضايي چارواکو ادعا کړې وه چې نیول شویو کسانو، د ساینسي مطالعې او د چاپېریال د خوندي ساتلو لپاره د تحقیق په پلمه حساس معلومات را غونډول او له بهرنیو دولتونو سره یې شریکول.
د نیول شویو کسانو شمېر نه دی څرګند شوی.