په ایران کې د زنداني چاپېریال ساتونکو د جاسوسۍ د ثبوت سند نهشته
![په ایران کې د زنداني چاپېریال ساتونکو د جاسوسۍ د ثبوت سند نهشته](https://gdb.rferl.org/E1ABB6C6-ECCD-46DB-89FE-82605F0797B9_w800_h450.jpg)
د ایران یوه دولتي پلاوي دا خلاصه کړې چې د توقیف شویو چاپېریال ساتونکو پر ضد د جاسوسۍ د ثبوت هېڅ ډول سند نهدی موندل شوی.
د ایران دولتي رسنیو نن سې شنبه د هغه هېواد د چاپېریال ساتنې د ادارې مشر عیسی کلانتري په حواله ویلي چې څېړونکی پلاوی پر نیول شویو کسانو د لګېدلو تورونو په څېړنه کې دې پایلې ته رسېدلی دی.
په څېړونکي پلاوي کې د ایران د عدلیې وزارت، د استخباراتو د ادارې او د ایران د ولسمشر د حقوقي چارو مرستیال هم شامل وو.
کلانتري ویلي چې څلور اړخیز پلاوي پرېکړه کړې چې نیول شویو کسانو هېڅ داسې کار نهدی کړی چې پر اساسیې هغوی په توقیف کې وساتل شي او له دې امله، باید ژر تر ژره خوشې شي.
د ایران حکومت د روان کال په پیل کې ډېر خلک چې د چاپېریال ساتنې او د وحشي حیواناتو د خونديتوب لپارهیې کار کاوه، ونیول او پر هغوی یې د جاسوسۍ تور پورې کړ.
د ایران قضايي چارواکو ادعا کړې وه چې نیول شویو کسانو، د ساینسي مطالعې او د چاپېریال د خوندي ساتلو لپاره د تحقیق په پلمه حساس معلومات راغونډول او له بهرنیو دولتونو سرهیې شریکول.
د نیول شویو کسانو شمېر نهدی څرګند شوی.