چارواکي: د غزني په ده یک ولسوالۍ کې ۱۳طالبان وژل شوي
د غزني ولايت چارواکي وايي، په ده يک ولسوالۍ کې د بريدونو پر مهال ١٣ وسله وال طالبان او ٤ افغان پوليس وژل شوي دي.
د والي وياند محمد عارف نوري نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وويل چې دغه بريدونه تېره شپه شوي چې په نتيجه کې يې ١٧ وسله وال طالبان او ٧ افغان پوليس ټپيان شوي هم دي.
د والي وياند وايي، بريد هغه وخت پيل شو چې وسله والو د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو حمله وکړه.
وسله والو طالبانو بيا په ګېلان ولسوالۍ کې د ځينو پوستو د نيولو ادعا کړې ده چې دولتي چارواکي يې ردوي.