چارواکي: طالبانو د چورې ولسوالۍ پر بازر حمله پیل کړې
![چارواکي: طالبانو د چورې ولسوالۍ پر بازر حمله پیل کړې](https://gdb.rferl.org/55A3C9F5-308C-401F-A659-61501FCDB9D4_w800_h450.jpg)
د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ سیمه ييز چارواکي وايي، طالبانو د یادې ولسوالۍ د بازار په خوله کې پر امنیتي پوستو سخته جګړه پیل کړې چې اوس هم روانه ده.
د چورې ولسوال امين الله خالقي څو شېبي وړاندې ازادي راډيو ته وویل چې وسله وال طالبان وروسته له هغې د ولسوالۍ مرکز ته په څو سوه مترۍ کې ځای پرځای شول چې د ملي اردو ځواکونو تېره شپه درې امنیتي پوستې له جګړې پرته وسله والو طالبانو ته خوشې کړه او شاتګ يې وکړ.
د ولسوال په خبره چې د دغو پوستو تر شاتګ وروسته شااوخوا ټوله سیمه طالبانو
نیولې او هڅه کوي چې د ولسوالۍ مرکز هم ونیسي او اوس د ولسوالۍ له مرکز څخه یوازې دوه سوه متره لېري طالبان مېشت دي او د عبدالمالک په نوم د پولیسو
د یوه قوماندان پر امنیتي پوسته يې سخته جګړ پیل کړې ده.
ښاغلی خالقي وايي، هلته د امنیتي ځواکونو کمی دی او باید نور سرتېري ولېږل شي تر څو طالبان بېرته شاته شي.
نوموړی وايي، تر اوسه کوم چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
هڅه مو وکړه چې په دي اړه په ارزګان ولایت کې د ملي اردو له مسؤلینو سره هم خبرې وکړو، خو هغوی په کراتو کراتو زموږ ټلیفون ځواب نه کړ.
باید وویل شي چې وړمه شپه هم وسله والو طالبانو دملا یعقوب په مشرۍ په یاده ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو ډله يیز بریدونه کړي وه چې تر ۱۸ افغان سرتېرو او ۳۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.